عبدﷲ ستوری د شهید مولوي عبدالحکیم زوی او د مرحوم حاجي عبدالکریم لمسی دئ، په ۱۳۵۳ل. کال د کندهار ښار په اتمه ناحیه (عباس آباد) کي زېږېدلی دئ.

د ابتدائیه دیني زده کړو تر څنګ ئې عصري زده کړي تر لسم ټولګی پوري کړي، چي د ژوند مشکلاتو په اساس ئې زده کړي نیمګړي پاته سوي.

د ستوري صاحب ورځنی شغل عریضه لیکنه وه، خو ددې تر څنګ ئې په رسمي چوکاټ کي له۱۳۸۹ل.څخه تر۱۳۹۲ل. کال پوري په اطلاعاتو او کلتور ریاست کي د طلوع افغان ورځپاڼي د قلمي همکار په توګه او له ۱۳۹۳ل. کال څخه تر ۱۳۹۵ل. کال پوري په کندهار ښاروالي کي د حاضرۍ د تنظیم د مامور په توګه دنده اجراء کړې؛ همدارنګه ئې په غیر رسمي ډول د کندهار د اطلاعاتو او کلتور په ریاست کي د مشاعرو د تنظیم د مسؤل، د لوی کندهار ادبي بهیر د تاسیس د غړي او په کندهار کي د روهي ادبي بهیر د مالي مسؤل په توګه دندې سرته رسولي دي.

ستوری صاحب اته اولاده لري، چي پینځه ئې لوڼي او د محمدضیاء ستوري، احمد شاه ستوري او اسراراحمد ستوري په نومو ئې درې زامن دي، چي په ټولو ئې تعلیم کړی دئ.

ستوری صاحب د کندهار په ادبي ډګر کي ډېره فعاله او پېژندل سوې څېره ده، چي د خپل ادبي فعالیت او خدمت په ترڅ کي ئې ۲۱ واره جایزې او ستاینلیکونه تر لاسه کړي دي.

ستوري صاحب په ډېرو مشاعرو کي ګډون کړی او په خپل شعر او ترنم سره ئې مینه وال خوشحاله ساتلي وو.

ستوری صاحب اته لیکلي اثار لري، چي (جار تر محمد سمه) د نعمتونو ټولګه او (ته د ستوري تصور کي)شعري ټولګه ئې چاپ او (بیا به نرۍ جامې ونه کړم_ادبي صنایع)، (ګل لپه_شعري ټولګه)، (د ارغند په لمن کي _د کندهار شاعرانو تذکره)، (د کندهار د هنرمندانو تذکره)، (د کندهار د ممثلینو تذکره) او (د کندهار د سپورټي اتلانو تذکره) ئې ناچاپه اثار دي.

ستوری صاحب تکړه شاعر او ښه لیکوال وو، همیشه به ئې خپل شعرونه په خواږه آواز کي په ترنم سره زمزمه کول او پر نوي زېږېدلو کوچنیانو ئې د پخواني دود د را ژوندي کولو په موخه نشریح ویلې؛

په ښاغلي عبدالله ستوري د ادب لار ودانه وه، خو ناڅاپي مړيني ئې د ژوند د ادبي لاري سفر ور نیمګړی کړ او د عمر پر ۴۹کلنۍ (د ۱۴۰۲ل، کال د دلوي میاشتي پر ۲۹مه ناوخته ماخستن) په داسي حال کي روح حق ته وسپارئ، چي د قران المجید تلاوت ئې کړی وو.

د مرحوم ستوري روح دې ښاد، یاد دې تلپاتی او جنت دې ځای وي!

آمين



:: اړونده موضوع: ویاړونه او یادونه
:: تړاو: ارواښاد
ن :
ت : ۱۴۰۳/۰۱/۱۸
 
اعلان.

.:: کلیک ::.