د بشر په تاريخ کي چنګيز ډېر ظالم شخص تېر سوی؛ دی چي به پر هر ښار ورغئ، خلک به ئې ووژل او ښار به ئې وران کړ.

يو وخت پر يو ښار ورغئ، خلکو ته ئې وويل، زه له تاسو يوه پوښتنه کوم، که مو سم او ښه جواب راکړ، سرونه به مو په امان وي؛ زه د خدای له خوا رالېږل سوی يم، که خپله راغلی يم؟

د خلکو له منځه يو زړه ور شپون ولاړ سو، ويل: ته نه د خدای له لوري را لېږل سوی يې او نه خپله راغلی يې؛ بالکي زموږ عملونو تر دې ځايه را وستلی يې!

موږ چي د خپلو پوهانو، عالمانو او هوښيارانو قدر نه دئ کړی؛ ناپوهو او نا لايقو اشخاصو ته مو لوړ مقامونه ورکړي او عزت مو ئې کړی دئ، پايله ئې دا سوه، چي ته دلته لښکرکښي وکې او راسې!

#هدفــ: تر څو چي اولس په ځان کي تغیر را نه ولي، په حکومت کي هيڅ وخت تغير نه راځي، زموږ خوږ پيغمبر فرمايي: اعمالُکم عُمالُکم. ستاسو عملونه پر تاسو حاکمان دي.

#دقانع_ژباړه



:: اړونده موضوع: زما ژباړي، وراشې او کنايې
:: تړاو: د تاریخ خبري
ن :
ت : ۱۴۰۳/۰۱/۰۶
 
اعلان.

.:: کلیک ::.