کليوالو له بهلول څه د نصيحت غوښتنه وکړه، بهلول ئې غوښتنه په دې شرط ومنل، چي کليوال به سل سکې ورکوي.
خلکو ته تلوسه پيدا سوه، ژر ئې سکې ورته راټولي کړې او نصيحت ته ئې غوږ سول.
بهلول منبر ته پورته سو، ډېري په زړه پوري او له پنده ډکي خبري ئې ورته وکړې؛ کله چي له منبره راکښته سو، خلکو ته ئې وويل، راسئ سکې مو بيرته واخلئ.
خلک هک حيران سول، ول: ولي دي يو وار پيسې واخيستې او اوس ئې ولي بيرته راکوې؟
بهلول وخندل، ويل په دې کي مي دوې موخي وې؛
اولدا چي څوک پر يو شي پيسې ورکړي، په ډېر ښه ډول له هغه شي ګټه اخلي.
دوهم دا کله چي د چا په جيب کي پيسې وي، ډېري ښې خبري کولای سئ.
Afghan Afghani Converter