زوی له پلار سره په سفر روان وو، په لاره کي ئې پلار مړ سو؛
سړي له يو چوپانه څه پوښتنه وکړه: دلته څوک سته، چي مړي ته لمونځ ورکړي؟
چوپان ويل، نه دلته خاص څوک نسته، خو زه ئې ورکولای سم.
سړي ویل، سمه ده، زما پلار ته د جنازې لمونځ ورکه.
چوپان مړي ته ودرېدئ، يو څو کلمې ئې له ځان سره زمزمه کړې؛ ول لمونځ ئې خلاص سو.
سړی حيران سو، ول دا څنګه لمونځ وو!
چوپان ويل، تر دې مي نور سم زده نه دئ.
سړي له ناچارۍ پلار ښخ کړ؛
د شپې ئې په خوب کي پلار وليدئ، چي ډېر خوشحاله دئ؛ پوښتنه ئې ځني وکړه: پلاره څه خبره ده، چي داسي خوشحاله يې؟
پلار ئې ورته ويل: دا هرڅه د چوپان د لمانځه له برکته دي!
سړي سهار چوپان پيدا کړ، پوښتنه ئې ځني وکړه: زما د پلار په جنازه کي دي کمه دعا وکړه؟
چوپان ورته وويل: کله چي د خدای په حضور کي جنازې ته و درېدم، ومي ويل: خدايه که دا سړی نن شپه زما مېلمه وای، ما پسه ورته حلالوئ، اوس ستا مېلمه دئ، چي ته به څه ورسره وکړې!
#هدفــ: که څوک د چوپان په څېر پاک زړی وي، يوه دعا او خبره ئې و خدای او بنده ګانو ته ارزښتمنه وي.
تړاو: په زړه پوري کيسې
Afghan Afghani Converter