هــسک-علمي او کلتوري ویبلاگ (١٣٨٥)
هسک او ځمکه نغښته ستاده - د مَـــــړو وده له تا ده!

هسک ستاسو دئ؛ هیله ده چي تر هر مضمون لاندي خپل نظر ولیکئ او دا ویبلاګ له نورو سره شریک کړئ
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۲/۰۲/۰۵ خپرندوی
Shamshad Begum during an interaction with The Hindu on June 9, 2009. Photo: Mohammed Yousuf

د هندي فلمونو مشهوره سندرغاړې

 شمشاد بیګم مړه شوه

د هندي فلمونو مشهوره سندرغاړې شمشاد بیګم<

 د ۹۴ کالو په عمر له نړۍ سترګي پټي کړې.

شمشاد بیګم په مدر انډیا، سي ای ډي او قسمت غوندي

 شاهکار فلمونو کي سندري ویلي وې.


د هغې لور اوشارترا له هندي خبري اژانس

 پي ټي ای سره په خبرو کي ویلي،

 چي شمشادبیګم له تېرو څو میاشتو راهیسې ناروغه وه

 او په روغتون کي بستري وه، چي تېره شپه مړه شوه.

شمشاد بیګم د هندي فلمونو د لومړي کتار په کلاسیک سندرغاړو کي شمېرل کېده.

نوموړې ممبۍ کي له خپلي لور او زوم سره یو ځای اوسېده.

 هغې له ګنپت لاپټو سره واده کړی و، چي په ۱۹۵۵ کال ومړ.

د شمشاد بیګم له ږغ سره میلیونونه کسان بلد و،


http://timesofindia.indiatimes.com/photo/19706364.cms

 خو ۱۹۷۰ م لومړی ځل خلکو د هغې عکس ولید،


Shamshad Begum

ځکه له دې مخکې هغې تل له عکسونو اخیستو ډډه کوله.

نوموړې له مشهورو هندي سندرغاړو لتا منګېشکر،

 اشابهونسلې او محمد رفیع سره یو شمېر سندري په شریکه ویلي وې.

لیکر پهلا پهلا پیار، کبهي ار کبهي پار،

 کهي په نګاهې کهي په نشانه د شمشاد بیګم هغه شاهکار سندرې دي،


Shamshad Begum dies

 چي نن سبا هم د پخوا په څېر بې شمېره مینه وال لري.

Shamshad Begum


د هندوستان حکومت د شمشاد بیګم د هنر ستاینې لپاره هغې ته مهم مډالونه ورکړي وو.

له بي بي سي پشتو ټکي کام څخه په مننه




تړاو: سندرغاړي
.: Weblog Themes By GreenSkin :.


د هسک ویبلاګ ټول حقوق له خپرندوی سره خوندي دي | امتیاز: هسک ویبلاګ