هــسک-علمي او کلتوري ویبلاگ (١٣٨٥)
هسک او ځمکه نغښته ستاده - د مَـــــړو وده له تا ده!

هسک ستاسو دئ؛ هیله ده چي تر هر مضمون لاندي خپل نظر ولیکئ او دا ویبلاګ له نورو سره شریک کړئ
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۲/۰۲/۳۰ خپرندوی
يوه ښځه او مېړه چي د عمر په ٦٠ کلنۍ کي وو،  د خپل واده ٣٥ کليزه ئې په يو رمانتيک  هوټل کي لمانځل،  ناڅاپه يې ومخ ته کوچنۍ پرښته حاضره سوه، ويل تاسو ډيره ښه جوړه او هيشه په ژوند کي يوبل ته وفاردار پاته سوي ياست نو د ډالۍ په ډول تاسو ته دا فرصت درکوم چي يوه يوه غوښتنه وکړئ  تر څو هغه  سمدستي پوره کړل سي.

لومړى ميرمني وويل اووووووووووو زه غواړم چي د خپل څښتن سره د نړۍ پر شا و خوا را وګرځم او ښه سفر وکړم

پرښتې سمد لاسه چوپ کړه او دوه ټکټان ئې په لاس کي ورکېښودل او ورته ويې ويل تاسو کولاى سئ چي دنړۍ پر چارچاپيره سفر وکړئ.

دوهم نوبت د سړى سو، بوډا سړي فکر وکړ چي په ژوند يو چانس راته پيدا سوى دئ څنګه يې عبث تير کړم، ويل ميرمني بخښنه غواړم! پرښتې زه هيله لرم  د ځانه ٣٠ کاله کشره ښځه ولرم.

ميرمن يې او فرښته د بوډا غوښتني ته حيراني سوې، ولي چاره نه وه ځکه پرښتې ورته د غوښتني اجازه ورکړي وه.

پرښتې چوپ کړه او بوډا ځاى پر ځاى ٩٠ کلن سو.

ددې کيسې په اړه  تاسو راته وليکئ چي مطلب ئې څه دئ

 


تړاو: جالب داستان
.: Weblog Themes By GreenSkin :.


د هسک ویبلاګ ټول حقوق له خپرندوی سره خوندي دي | امتیاز: هسک ویبلاګ