هــسک-علمي او کلتوري ویبلاگ (١٣٨٥)
هسک او ځمکه نغښته ستاده - د مَـــــړو وده له تا ده!

هسک ستاسو دئ؛ هیله ده چي تر هر مضمون لاندي خپل نظر ولیکئ او دا ویبلاګ له نورو سره شریک کړئ
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۲/۰۲/۲۲ خپرندوی

په قرآنكريم كې ټولې (14 ) سجدې دي او د سجدې لرونکي آيتونه په قرآنكريم كي د (السجدة) په توري په نښه شوي دي , او په خوا كي يې ورسره شمېره هم ليكلي وي چي دا لومړۍ سجده ده يا دوهمه يا دريمه يا............يا څوارلسمه .

دسجدې دآيت دتلاوت په پای كي دسجدې كول واجب دي , او دسجدې كولو طريقه يې داسي ده چي :

كله يې دسجدې آيت تلاوت كړ نو پورته دي شي او نيت دي وكړي چي :

 

نويت ان اسجد لله تعالى , لسجدة تلاوة القرآن , آمنت باالرحمن , ورضيت باالاسلام ,متوجها الى جهة الكعبة الشريفة

 

كله چي يې دا نيت وكړ نو دتكبير (الله اكبر) په ويلو سره به د لاسونو پورته كولو او ركوع كولو پرته سيخ سجدې ته ولاړشي او يوه سجده به وكړي او په هغې كي به درې يا پنځه يا اووه ځله تسبيح (سبحان ربي الاعلى ) ووايي او سربه راپورته كړي .

 


تړاو: قران
.: Weblog Themes By GreenSkin :.


د هسک ویبلاګ ټول حقوق له خپرندوی سره خوندي دي | امتیاز: هسک ویبلاګ