د زمري کوچنی چيچی په ځنګله کي له خپله کهوله ورک سو، د پسو په رمه ګډ سو؛
له پسو سره لوی سو، ده فکر کاوه، چي نور نو پسه دئ؛ له پسو سره ګرځېدئ، کله چي به ليوه د پسو پر رمه حمله کول، دی به هم له پسو سره تښتېدئ.
يوه ورځ د زمریانو يوې ډلي ولیدئ، ويل دا څه کوي!
له ځان سره ئې د اوبو حوض ته بوتلئ، ويل ته دي څېرې ته وګوره، چي څوک يې!
ده خپلي څيرې ته کتلو سره دا هېر کړه، چي دی دي پسه وي.
بيرته د زمریانو له ډلي سره يو ځای سو.
#هدفــ:له انسان څه چي خپل هدف ورک سي، پر ناسمو لارو روان سي، دا فکر کوي چي زه خدای له ازله بدمرغه پيدا کړی يم؛ خو کله چي سم رهبر او مشر پر پېښ سي، بيرته خپل هدف تر لاسه کولای سي.
پر زموږ تر اوسه سم رهبر نه دئ پېښ سوی.
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي،
وراشې او کنايې
:: تړاو:
پند