استاد په ټولګي کي و هر زده کونکي ته يوه له هوا ډکه بوغۍ(پوکاڼۍ) او يوه ستن ورکړه؛ ورته وئې ويل، يوه دقيقه وخت لرئ، چي يو د بل پوکاڼۍ سره وچاودئ، تر يوې دقيقې وروسته که د هر چا دا ناچاوده پاته سوه، جايزه ورکوم.
مسابقه شروع سوه، په پای کي دوې بوغۍ سمي پاته سوې.
استاد و زده کونکو ته مخ کړ او ورته وئې ويل: ما همدا مسابقه په بل ټولګي کي هم اجراء کړه، په هغه ټولګي کي ټول ګټونکي سول؛ ځکه هيچا د يو بل بوغۍ نه چوول، ټول ګټونکي سول.
#هدفــ: موږ په ټولنه کي د يو بل رقیبان نه يو؛ نه يو ګتونکي او نه يو بل بايلونکي يو.
حتمي نه ده، چي موږ دي خپله نېکمرغي د بل په بدمرغي کي تر لاسه کړو.
کولای سو، په ګډه يو هدف تر لاسه کړو؛ يو ځای و اوسو؛ يو ځای خوراک او چښاک وکړو او يو ځای خوښي وکړو.
#د_قانع_ژباړه
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي،
وراشې او کنايې
:: تړاو:
پند