دا ټوکه مي څو کاله مخکي ليکلې وه، خو د خپرېدو جرئت مې نه کاوه؛ نن بې خپره کړم.
ډاکتر لېوني ته وویل: که کشک درکم څه په کوې؟
لېوني ورته وویل: واریشتونکی ځني جوړوم، د ګاونډي د کور هینداري په ماتوم!
ډاکتر ویل، دا بستر کئ، لیونی دئ.
څو ورځي وروسته ډاکتر بیا پوښتنه ځني وکړه؛ که کشک درکړم، څه په کوې؟
لېوني ویل، وارویشتونکی ځني جوړوم، د ګاونډي د کور هینداري په ولم!
ډاکتر ویل، پر سد سوی نه دئ، بستر ئې کئ.
څو میاشتي وروسته ئې بیا لیونی را وغوښت، خو دا ځل ئې پوښتنه ورته بدله کړه، ویل که ښځه در وکم څه په کوي؟
لیوني ویل، کورته ئې بیایم!
ډاکتر ویل: افرین! بيا؟
لیوني ویل: خوني ته ئې ننباسم!
ډاکټر فکر وکړ، چي لیونی جوړ سوی دئ، ویل افرین، بیا څه په کوې؟
لیوني ویل، کالي ځني کاږم! ډاکتر نور هم مطمئن سو، چي سړی پر سد سوی دئ؛ ویل، بیا څه په کوې؟
لېوني ویل، پرتوګ ځني کاږم!
ډاکتر ویل، ډېر ښه!
نو بیا څه کوې؟
لېوني ویل، له پرتاګه څه ئې کشک کاږم وارویشتونکي ځني جوړم او د ګاونډی د کور هینداري په ولم!
#هدفــ: ځني خلک له ازله خدای وهلي وي، که پر اوږو ئې د سعدي پندونه ور بار کې، دی به بيا هم د انا په مذهب وي.
:: اړونده موضوع:
اولسي ادب
:: تړاو:
پند