زمری ئې قفس ته واچاوه، د خورک لپاره ئې کولمې ورکړې؛ زمري وويل: دا څه دي، زما خورک هوسیاني دي!

ويل، دونه به وږی سې، چي اخر به همدا وخورې!

زمری له ډېري لوږی مجبور سو، کولمې ئې وخوړې.

څو ورځي ورسته ئې د کولمو پر ځای هډوکي ور واچول؛ زمري ورته وويل، اې بابا زه مو يو وار په کولمو عادت کړم، اوس بيا هډوکي را کوئ!

ويل، دونه به وږی سې، چي د هډوکو خورک ته به اړ سې!!

زمري تر څو ورځو لوږی وروسته مجبور سو، چي هډوکي وخوري.

له څه وخت وروسته ئې زمري ته شپيشتي (رشکه) ور واچولې.

زمری ويل: بې انصافه، زه خر نه يم، چي ته ماته شپيشتي راکوې!

ويل، اخر به د شپيشتو خورک ته هم اړ سې!!

زمری څه وخت مقاومت وکړ، خو اخر مجبور سو، چي شپيشتي هم وخوري.

تر څه وخت وروسته ئې هر څه پر بند‌ کړل، هيڅ خواړه ئې نه ورکول.

زمري نارې کړې، چي وږی يم، په شپيشتو مو عادت کړم، ولي ئې نه راکوئ!

ويل، د شپيشتو خورک خو وړيا نه دئ، ته بايد د خره په څېر نارې ووهې، چي در ئې کړو!

دا کيسه تر هغه وخته روانه وه، چي بالاخره زمری مړ سو.

#د_قانع_ژباړه



:: اړونده موضوع: زما ژباړي، وراشې او کنايې
:: تړاو: پند
ن :
ت : ۱۴۰۳/۰۱/۰۶
 
اعلان.

.:: کلیک ::.