په قرانکریم کی روژه: (١)
دروژې میاشت هغه (میاشت)
ده چي قرانکریم پکښې نازل شوی دی، چي دخلکولپاره هدایت دی اودهدایت لپاره
روښانه دلایل او(دحق اوباطل) ترمینځ بېلوونکی دی، نوستاسی څخه هرڅوک چي میاشت
ووینی نوروژه دی ونیسي اوکه څوک ناروغ یامسافروی (اوروژه ئې خوړلې وې) نوله ورپسې
ورځوڅخه دی دخوړل شویوورځو په شمېر (روژې ونېسي) الله پرتاسې داسانۍ اراده لری
اوپرتاسې دسختۍ اراده نه لری اوددې لپاره چي دروژې شمېرپوره کړئ اوله دې له امله
چي الله تاسې ته هدایت درکړی دی(نو) هغه په لویۍ سره یادکړی ښایی چي شکراوباسئ (البقره ۱۸۵)
بل ځای په قرانکریم کی
راځی:
دروژې په شپوکښې ستاسې
لپاره ستاسې دښځوسره (جنسی) یوځای والی حلال شوی دی دوی ستاسې لپاره جامې دې
اوتاسې ددوی لپاره جامې یاست۔ الله پوهېده چي تاسې په خپلوځانونوخیانت کوئ خوستاسې
توبه ئې قبوله کړه اوتاسی ئې وبخښلاست نواوس ددوی سره (جنسی) یوځای والی کولای شئ،
اوهغه څه چي الله ستاسې لپاره مقررکړیدی وئې غواړئ، اوخورئ ئې اوڅښئ څوچي ستاسې
لپاره سپین تار(سپېدې، صبح صادق) له تورتاره (شپې) څخه ښکاره شی بیاخپله روژه
ترشپې پوری پوره کړئ۔۔۔ (البقره ۱۸۷)
دروژې ومیاشتې ته (رمضان)
په قرانکریم کی استعمال شوی دی، اوداتوری په قران عزیزکی یوځلی دسورت بقرې په (۱۸۵) ایات په سرکی (شهررمضان الذی۔۔۔) راغلی دی، اوس
زه غواړم چي ولی دکایناتوپنځونکی لوی الله جل جلاله ودې میاشتې ته درمضان میاشت
وویل؟
رمضان د(رمض) له توری څخه
اخیستل شوی دی، چي معنی ئې ده (په ګرمۍ سوځل)، یارمض وهغوشګوته ویل کیږی چي داسی
ګرمې اوتودې وې چي پښې سوځی چي دادټولودعربی ژبې دلغت پوهانوپه نظراتفاقی ده،
دعربی ژبې په یوه کتاب المنجد کی ددې توری وضاحت داسی شویدی:
رمض النهار(ورځې
ډېرګرمېدل)
رمض الشمس (په
شګواونورڅېزونولمرپرېوتل)
رمض رجلهُ( په ګرمه ځمکه
باندی دپښې سوځېدل)
رمض الغنم (څاروی په
ډېرګرم ځای کی څرول)
رمض اللامر (دغصې اوقهرنه
داورلمبه کېدل)
اوس به درته جوته شوې وې
چي دروژې ومیاشتې ته په دې رمضان وایی چي داګناه سوځې اوداتوری دجاهلیت په وخت کی
هم ورته استعمالېدی۔
دحضرت انس رضی الله عنه
څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل چي دروژې ومیاشتې ته ځکه
(رمضان) وایی چي داګناهونه سوځې اوختموې ئې۔ (تحفه رمضان بحواله
الجامع الصغیر، تفسیر مظهری)
دهمدې حدیث شریف په
تائیدباندی شیخ بن حسن طبری اوشیخ عبدالقادرجیلانی رحمة الله علیهما وایی چي دروژې
ومیاشتې ته ځکه رمضان وایی چي په دې میاشت کی دمسلمانواو شریفانوګناهونه سوځې
اوله مینځه ځی۔
(تحفه رمضان،
بحواله مجمع البیان فی تفسیرالقران)
وروژې نیولوته په قران
عزیز کی (صوم) راغلی دی داتوری په قرانکریم کی په مختلفوصیغوسره (۱۳) ځلی راغلی دی چي (صوم) دعربی ژبې دلغت
پوهانو(دمنجداولسان العرب) لیکوالانوپه اند چي وامساک، منع اوبندېدوته وایی
اودشرعی په اصطلاح کی (صوم) دسپېدوڅخه ترلمرلوېدوپوری دخوراک، څښاک،
جماع اونوروهغولاروڅخه چي دانسان وبدن ته شی داخلیږی، ددې ټولوڅخه ځان منع
کولواوامساک ته (صوم) وایی۔
روژه له هجرت نه اتلس
مياشتې وروسته د شعبان(برات) په مياشت کې فرض شوه، چي ایات شریف ئې
پورته ذکرشو، اوروژه دهجری سپوږمیزکال نهمه میاشت ده
روژه تراسلام مخکی هم په
مختلفودورواومختلفوبڼوسره فرض وه، دبېلګې په ډول سره پرځینوامتودهرې میاشتې ایام
البیض یادروښانوشپو(دیارلسم، څوارلسم اوپنځلسم) روژې فرض وې، یهودواونصاراوودمحرم
دلسم ورځ په ځانګړی ډول سره روژه نیول اودقران عزیزپه دې حکم سره چي روژه درمضان
په میاشت کی فرض ده، مخکنې ټول حکمونه ختم شول، فرضیت ئې ولاړی اودهغوروژونیولو
حکم پرسنتیت باندی پاته شو؛ داځکه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم به
دمحرم اوروښانه شپوروژې نېولې
روژه
په احاديثوکی (٢)
۱: له حضرت ابوهرېره رضی الله عنه څخه روایت دی چي
رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چي کله دروژې میاشت داخله شی نوداسمان
دروازې( اوپه یوه روایت کی دجنت دروازې اوپه بل روایت کی درحمت دروازې ) پرانستل
شی اودجهنم دروازې بندې کړل شی اوشیطانان په ځنځیرونووتړل شی۔
(مسلم شریف، بخاری شریف، مشکوة شریف)
۲: حضرت سعدرضی الله عنه وایی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چي دجنت
اته دروازې دې چي په هغوکې یوه دروازه دريان په نامه سری ده چي پرهغې دروازې به یواځی روژه نیونکې
داخلیږی۔ (بخاری شریف شریف، مسلم شریف، مشکوة شریف، شعب الایمان للبیهقی)
۳:
له حضرت ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دی چي خاتم الانبیاء صلی الله
علیه وسلم
وفرمایل کوم کس چي دایمان اوثواب غوښتلوپه نیت روژه ونیسی دهغه
تیرشوی
ګناهونه به وبخښل شی اوکوم کس چي دایمان اواخلاص سره په روژه کی
عبادت کوی
دهغه مخکنی ګناهونه به معاف کړل شی، همدغه ډول کوم څوک چي دشب
قدرپه شپه کې په ایمان اواخلاص سره په عبادت بوخت وی دهغه به تېرشوې ګناهونه
معاف کړل
شی۔ (بخاری شریف، مسلم شریف، مشکوة شریف)
۴:
دابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دی چي نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل چي
انسان ته
پرهرعمل له لسوڅخه تراوو(۷۰۰) سووپوری دثواب بدله
ورکول کیږی، مګرالله جل جلاله وایی چي روژه له شماره څخه بېله ده داځکه چي هغه خاص
زمالپاره ده، اوزه دهغې بدله رحمت ورکوم ولی چي روژه دارخپل خواهش، خوراک اوڅښاک
خاص زمالپاره پرېښې وو،
دروژه دارلپاره دوې خوشحالۍ دې یوه دروژې دماتولوپروخت اودوهمه دالله تعالی سره دملاقات پروخت اودروژه
داردخولې بوی الله ته دمشکوله بوی څخه هم خوښ دی، رژه د ګناهونوپه وړاندی سپر(ډال) دی
اوکله چي
کوم یوله تاسوڅخه روژه داروی نوبدې خبرې دی له خولې څخه نه راباسی
اونه دې
ښکنځل کوی، کله چي بل څوک بدې خبرې ورته وکړی یاله ده سره جګړه کوی
نودې دې
ځواب ورکړی چي زه روژه داریم۔
(بخاری شریف، مسلم شریف
مشکوة شریف)
۵:
حضرت ابوهرېره رضی الله عنه وایی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم
وویل چي
کله دروژې لومړۍ شپه شی نوشیطانان اوسرکښه پېریانان وتړل شی، دجهنم
ټولې دروازې بندی کړل شی یوه
هم پرانستې نه وې، اودجنت ټولې دروازې پرانستل شی یوه هم بنده نه وې؛ یواوازکوونکی اوازکوی چي ای
خیرغوښتونکې!!! مخ راوګرځوه اوای شرغوښتونکې!!! شرپرېږده شاته ولاړشه، اوالله جل جلاله په روژه
کې ډېرخلک له دوږخ څخه
ازادوې اودامعامله هره شپه ترسره کیږی۔ (ترمذی، ابن ماجه، مشکوة شریف)
۶:
حضرت عبدالله بن عمررضی الله عنه روایت کوی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چي
روژه اوقران کریم دبنده لپاره دالله په دربارکی شفاعت کوی، روژه به ووایی چي ای پروردګاره!
مادی په
ورځ کی دخواهشاتو، خوراک اوڅښاک څخه منع کړی وونوځکه دده په هکله
زماشفاعت
قبول کړه اوقرانکریم به ووایی چي ای خدایه! مادې په شپه کې له خوب
کولوڅخه
بندکړی وونوځکه دده په اړه زماشفاعت قبول کړه، نوددوی دواړوشفاعت
به قبول
کړل شی۔
(مشکوة شریف، جامع
الاحادیث)
۷:
حضرت ابوهرېره رضی الله عنه وایی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم
وویل چي دروژه داردعا نه ردیږی۔ (مصنف ابن ابی شیبه)
۸:
حضرت ابوهریره رضی الله عنه وایی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم
وویل چي ددرواشخاصودعانه ردیږی :
۱:
دروژه مات پروخت دروژاتی دعا،
۲:
دعادل پاچادعا
۳:
اودمظلوم دعا۔
(الترغیب والترهیب، شعب
الایمان)
۹:
حضرت عبدالله ابن عمررضی الله عنه وایی چي رسول الله صلی الله علیه
وسلم وویل چي دروژې لپاره
جنت دکال له پیل څخه بیاتردابله کاله پوری ښایسته کیږی، بیاچي کله دروژې لومړۍ ورځ شی نوترالهی
عرش لانده یوه ځانګړې هوادجنت له پاڼوسره تیریږی ښکلوحوروته چي کله ورسیږی نوهغوی وایی چي ای
خدایه! زموږلپاره له خپلوبندګانوڅخه داسی جوړه غوره کړه
چي زموږسترګې په هغوی سړی اویخې شې اودهغوی سترګې په موږ سړې شې۔
ن
د پېشلمي
فضيلت (٣):
۱۰: انس رضی الله عنه وایی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل
چي پېشلمی کوی داځکه چي په پېشلمي کی برکت دی۔
(بخاری شریف، مسلم شریف ، مشکوة شریف)
۱۱: عمروبن العاص رضی الله عنه وایی چي رسول الله صلی الله علیه
وسلم وفرمایل چي زموږاوداهل کتابوترمینځ توپیرپېشلمی دی۔
(مسلم شریف ، مشکوة شریف)
۱۲: دحضرت ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی
الله علیه وسلم وفرمایل غزاکوی دغنیمت مال به حاصل کړی، روژې نیسې روغتیابه ومومی اوسفرکوی
دولت مندبه شی.
(الترغیب والترهیب ۱۲/۶۹۱) رواه طبرانی فی الاوسط ورواته ثقات
۱۳: حضرت جابررضی الله عنه درسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت
کوی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل روژه سپردی چی دهغه په ذریعه بنده دجهنم
څخه ساتل کیږی.
(الترغیب والترهیب ۱۲/۶۹۲) رواه احمدباسناد حسن والبیهقی
۱۴: حضرت سلمه بن قیصرڅخه روایت دی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم
وفرمایل چاچي دالله درضالپاره یوه ورځ روژه ونیول هغه به دجهنم څخه دومری لیری شی لکه
دکارغه بچی چې په الوتلوالوتلوکی بوډاشی اومړشي.
(الترغیب والترهیب ۱۶/ ۶۹۴) رواه ابویعلی والبیهقی
۱۵: دحضرت ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی
الله وسلم وفرمایل کوم څوک چی یوه ورځ روژه ونیوله که چیری ده ته دټولې نړۍ برابرسره
زرورکړل شی بیابه هم ددې ثواب پوره نشي دمحشردورځې نه وړاندی ددې ثواب نه پوره کیږی.
(الترغیب والترهیب ۱۷/ ۶۹۵) رواه ابویعلی والطبرانی
۱۶: حضرت حذیفه رضی الله عنه وایی چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم
یوځل زما سنیې ته ډډه لګولې وه هغه وفرمایل دچاچې لااله الاالله اخری کلام وی هغه به
جنت ته داخل شی، چاچې دالله درضالپاره روژه ونیوله اوپه هغه یی خاتمه وشوه هغه به جنت
ته داخل شی، اوچاچې دالله درضالپاره څه صدقه وکړل اوپه هغې یی خاتمه وشوه هغه به جنت
ته داخل شی.
(الترغیب والترهیب ۲۰/ ۶۹۷) رواه احمد
۱۷: دحضرت ابوسعید رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله
علیه وسلم وفرمایل څوک چې دالله په لاره کی روژه ونیسی الله تعالی دهغې ورځې دروژې
په وجه دی دجهنم داورڅخه د(۷۰) کالوپه اندازه سره لیری کوي.
(الترغیب والترهیب۲۳/ ۷۰۰) رواه بخاری ومسلم والترمذی والنسایی
۱۸: دحضرت ابوسعید خدری رضی الله عنه څخه روایت دی چی رسول الله
صلی الله علیه وسلم وفرمایل چاچی درمضان دمیاشتی روژې ونیسي اوهغې دحدودوخیال وساتی
اودکوموشیانو څخه چې ژغورل پکاردی دهغوڅخه ځان وساتی داروژې به دتیری شوی ژوندکفاره
شی.
(الترغیب والترهیب ۴/ ۷۰۶) رواه ابن حبان فی صحیحه والبیهقی
۱۹: په یوه روایت کی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل هغه څوک
چې په حلال رزق سره روژه ماته کړی په ده باندی به په ټوله روژه کی دالله رحمت نازلیږی
اودقدرپه شپه کی به جبرایل علیه السلام دده سره لوغبړکوي (اوعلامه یی داده) چی دده
په زړه کی به رحمت پیداکیږی اودسترګوڅخه به یی اوښکې بهیږی.
(الترغیب والترهیب ۱۴/ ۷۱۱)
۲۰: حضرت عمروبن مره جهنی بیان فرمایی چې یوکس دنبی کریم صلی الله
علیه وسلم په خدمت کی حاضرشواوویی ویل ای دالله رسوله! که چیری زه ددې شاهدی درکړم
چی دالله نه سوابل څوک دعباد ت لایق نشته اوتاسی دالله رسول یاست، اوزه پنځه وخته لمونځ
کوم زکات ورکوم اوروژه نیسم نوزه به دچاسره یم؟ نبی کریم صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل
(ته) به په صدیقینواوشهداء کی یی.
(الترغیب ورالترهیب ۳۵/ ۷۲۰)
دروژې په ماتلوکی تلوارکول: (٤)
۱۲: سهل رضی الله عنه درسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوی چي هغه
وفرمایل هرڅومره چي خلک په روژه مات کی تلوارکوی په هغه اندازه ئې خیردی۔
(بخاری شریف،
مسلم شریف ، مشکوة شریف)
۱۳: حضرت ابوهریره رضی الله عنه روایت کوی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم
وفرمایل چي په بندګانوکی وماته ترټولومحبوب هغه څوک دی چي ترټولوژرروژه مات کوی۔ (ترمذی، مشکوة شریف)
روژه مات په خرمااوياپه اوبوسره:
۱۴: سلمان بن عامررضی الله عنه وایی چي رسول الله صلی علیه وسلم وفرمایل کله
چي یوڅوک دروژې دماتولوتکل وکړی نوپه خورماسره دی روژه ماته کړی، داځکه چي دبرکت
سبب دی؛ که چيری خرمانه وه نوپه ابوسره دی ماته کړی داځکه چي داپاکې ده۔
(ترمذی، مشکوة
شریف)
دروژه مات ثواب:
۱۵: حضرت زیدبن خالدرضی الله عنه روایت کوی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم
وفرمایل کوم څوک چي دروژه دارروژه مات برابرکړی یادیوه مجاهدلپاره سامان برابرکړی
نوهغه ته هم دومره ثواب ورکول کیږی۔ (بیهقی فی شعب الایمان، مشکوة شریف)
دروژې په حالت کی دناوړوکارونوڅخه ځان ژغورل:
۱۶: حضرت ابوهریره رضی الله عنه وایی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم
وفرمایل کوم څوک چي په روژه کی نارواخبرې
کوی اوداعمل نه پرېږدی نوالله جل جلاله دهغه خوراک اوڅښاک پرېښودوته کومه
اړتیارنلری۔ (بخاری شریف، مشکوة شریف)
دروژې په حالت کی دژبې ساتنه:
۱۷: له حضرت ابوهرېره رضی الله عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه
وسلم وفرمایل : که په تاسوکی دیوه روژه وه نونه دې بې حیاخبرې کوي، نه دی بې عقلي
ښکاره کوي اوکه کوم یوپرده باندی په جاهلانه ډول سره راغلی نودی دي داځواب ورکړی
چي نن زماروژه ده۔ (مصنف ابن ابی شیبه)
په روژه کی دغيبت بدوالی:
۱۸: حضرت انس رضی الله عنه وایی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: کوم
څوک چي دخلکوغوښې خورئ (غیبت ئې کوی) دهغه روژه نشته۔ (مصنف ابن شیبه)
په روژه کی په هيره خوراک اوڅښاک:
۱۹: حضرت ابوهریره رضی الله عنه وایی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم
وفرمایل: کوم کس چي په روژه کی په هیره
سره خوراک اوڅښاک وکړی دهغه روژه نه ده ماته هغه دی خپله روژه پوره کړی داځکه چي
الله تعالی ده ته خوراک اوڅښاک ورکړ۔
(بخاری شریف، مسلم شریف، مشکوة شریف)
په روژه کی مسواک وهل:
۲۰: حضرت عامربن ربیعه رضی الله عنه وایی چې ماډېرځله رسول الله صلی الله
علیه وسلم دروژې په حالت کی په مسواک وهلولیدلی دی۔ (ترمذی، ابوداود، مشکوة شریف)
دروژې دمياشتې
جبران نشی پوره کېدلای:
۲۱: حضرت ابوهریره رضی الله عنه روایت کوی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم
وفرمایل: کوم څوک چي درمضان دمیاشتې یوه روژه بېله عذره اوناروغۍ پرته وخوری په ټوله زمانه کی ئې جبران نشی اداکولای۔
(ترمذی، ابوداود، مشکوة شریف)
Normal
0
false
false
false
EN-US
X-NONE
AR-SA
MicrosoftInternetExplorer4
/* Style Definitions */
table.MsoNormalTable
{mso-style-name:"Table Normal";
mso-tstyle-rowband-size:0;
mso-tstyle-colband-size:0;
mso-style-noshow:yes;
mso-style-priority:99;
mso-style-qformat:yes;
mso-style-parent:"";
mso-padding-alt:0in 5.4pt 0in 5.4pt;
mso-para-margin-top:0in;
mso-para-margin-right:0in;
mso-para-margin-bottom:10.0pt;
mso-para-margin-left:0in;
line-height:115%;
mso-pagination:widow-orphan;
font-size:11.0pt;
font-family:"Calibri","sans-serif";
mso-ascii-font-family:Calibri;
mso-ascii-theme-font:minor-latin;
mso-fareast-font-family:"Times New Roman";
mso-fareast-theme-font:minor-fareast;
mso-hansi-font-family:Calibri;
mso-hansi-theme-font:minor-latin;}
په سفرکی دروژې نيولورخصت: (٥)
۲۲: له ام المومنین حضرت عایشې صدیقې رضی
الله عنهاڅخه روایت دی چي حمرة بن عمرو الاسلمی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل:
ایازه په سفرکی روژه ونیسم؟ نوموړی به ډېرې روژې نیولې، رسول اکرم صلی الله علیه
وسلم ورته وویل چي که دی خوښه وه وئې نیسه اوکه دی خوړله نووئې خوره۔
(بخاری شریف، مسلم شریف، مشکوة
شریف)
روژه روغتياده:
۲۳: دابوهرېره رضی الله عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله
علیه وسلم وفرمایل: جهادکوی چي دغنیمت مال به ومومی، روژه نیسی روغتیابه ترلاسه
کړی اوسفرکوی له نوروبه بې پرواشی۔
(الطبرانی فی الاوسط، الترغیب
والترهیب)
روژه بې مثله عبادت ده:
۲۴: حضرت ابوامامة رضی الله عنه وایی چي مادرسول الله صلی الله
علیه وسلم څخه پوښتنه وکړل چي ماته یوداسی عبادت راوښیه چي وجنت ته می ورسوی،
نورسول الله صلی الله علیه وسلم وویل چي روژې نیسه ځکه چي روژه بې مثله عمل دی۔
(الترغیب والترهیب، صحیح ابن حبان)
دروژې لويې ګټې:
۲۵: حضرت ابودرداء رضی الله عنه وایی چي رسول الله صلی الله علیه
وسلم وویل کوم څوک چي دالله په لاره کی یوه ورځ روژه ونیسی الله تعالی دده اودوږخ
ترمنځ دومره خندق حائل کوی لکه چي څومره مسافه دځمکې اواسمان ترمینځ ده۔
(الترغیب والترهیب، الطبرانی فی
الاوسط)
روژه دګاهونوکفاره ده:
۲۶: له ابوسعیدخُدری رضی الله عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی
الله علیه وسلم وفرمایل کوم څوک چي درمضان روژې ونیسی دهغې دحدودرعایت کړی
اودکوموشیانوچي حفاظت ئې په کاروی دهغوی حفاظت وکړی نودهغه دتېروشویوګناهونوکفاره
ده۔
(الترغیب والترهیب، صحیح ابن حبان)
دروژه مات پرمهال دجهنم څخه ازادې:
۲۷: ابوامامه رضی الله عنه څخه روایت دی چي نبی کریم صلی الله
علیه وسلم وفرمایل: دهرروژه مات پروخت دالله تعالی له لوری ډېرخلک له جهنم څخه
دازادۍ اجازت نامه ترلاسه کوی۔
(مسنداحمد بن حنبل، الترغیب والترهیب)
:: اړونده موضوع:
دين او عقيده
:: تړاو:
روژه