په کليسا کي يو پيشي اوسېدله، هر وخت به ئې د‌ کليسا د راهب مزاحمت کاوه؛ راهب امر وکړ، چي کله زه عبادت کوم، دا پيشي پر يوه ونه پوري تړئ، چي زه په ښه توګه عبادت ته فارغه سم.

دا کړني ډېر کلونه دوام وکړ، د پيشي تړل د دوی په مذهب کي د يو اصل په توګه ومنل سو؛ ډېر وخت وروسته مشر راهب او پیشي دواړه مړه سول؛ نورو راهبانو به پيشياني رانيولې او د عبادت پر وخت به ئې پر ونه تړلې، چي د‌ عبادت اصل پر ځای سي.

د مشر راهب تر مړيني وروسته بل راهب د عبادت په وخت کي د پيشي د تړلو پر اهميت يو لوی کتاب وليکئ.

#هدفــ: په خلکو کي ډېر باورونه او کږني همداسي دي، چي په پخوا کي به يو څه پېښ سوي وي، خو اوس ئې کول يوازي او يوازي خرافات دي او بس؛ لکه۳۹يا ۱۱۱نمبرونه.

#د_قانع_ژباړه



:: اړونده موضوع: دين او عقيده، زما ژباړي
:: تړاو: د تاریخ خبري
ن :
ت : ۱۴۰۳/۰۱/۰۶
 
اعلان.

.:: کلیک ::.