|
|
|
دتصوفودډيروطريقوبنسټونه په مختلفوپيړيوكښي ايښودل سوى دي مګرځيني يې نوم وركي اوځيني يې دنامه لمخي پاته اوځيني تر اوسه چلونكي اوپالونكي لري ځيني مشهوري طريقي يې په كتابو كښي دېرش ښودل سوي دي چي دلاندينيوطريقو څخه عبارت دي :
۱.جنيديه.۲.زيديه .۳.نوريه .۴. طيفوريه .۵. ادهميه .۶. محاسبه . ۷. سهيليه . ۸. حكيميه . ۹. خرازيه . ۱۰. خفيفيه .۱۱.سياريه . ۱۲. قادريه . ۱۳. نقشبنديه .۱۴. سرورديه . ۱۵. چشتيه . ۱۶. اويسيه . ۱۷. كبرويه . ۱۸. احمديه . ۱۹. شازليه . ۲۰. مولويه . ۲۱. جزوليه . ۲۲. ملامتيه . ۲۳. شطاريه . ۲۴. خلوتيه . ۲۵. سنوسيه . ۲۶ . غزاليه . ۲۷. رفاعيه . ۲۸ . حلاجيه . ۲۹ .حيدريه ۳۰ . نعمت الهيه .
1. جنيديه دحضرت جنيدبغدادي رحمة الله تعالي عليه طريقه ده چي دهجري قمري په دريمه پيړۍ كي پيداسو اصلادنهاوندوومګر په بغدادكي يې ژوندتېركړى دى اودمحمد قواريري زوى دى اوده ته دسيدالطائفه ، لسان القوم ، طاؤس العلماء او دسلطان المحقيقن القاب وركړل سوى دي اودطريقة اوشريعت خاوند ووچي په اصولواو فروعوفنونوكي يې پوره مهارت درلودى
2. زيديه :دحضرت عبدالواحد رحمة الله عليه طريقه ده نوموړي عالم دشريعت اوطريقت وو اوصاحب دكرامت وواودده طريقې ته واحديه هم وايي
3. نوريه :دحضرت شيخ ابوالحسن نوري رحمة الله عليه طريقه ده
4. طيفوريه : دحضرت بايزيد بسطامي رحمة الله عليه طريقه ده
5. ادهميه :دحضرت ابراهيم بن ادهم رحمة الله عليه طريقه ده
6. محاسبه : دحضرت عبدالله حارث بن اسدمحاسبي طريقه ده
7. حكميه : دحضرت شيخ محمد بن علي حكيم ترمذي رحمة الله عليه طريقه ده .
8. خرازيه .دحضرت شيخ ابوسعدخرازرحمة الله عليه طريقه ده
9. سهيليه :دحضرت شيخ سهيل بن عبدالله تشتري رحمة الله عليه طريقه ده .
10. خفيفيه : دحضرت شيخ ابو عبدالله خفيف رحمة الله عليه طريقه ده
11. سياريه : دحضرت شيخ ابوالعباس سياري رحمة الله عليه طريقه ده
12. قادريه : دحضرت شيخ عبدالقادرجيلاني رحمة الله عليه طريقه ده
13. چشتيه :دحضرت خواجه معين الدين چشتي رحمة الله عليه طريقه ده .
14. نقشبنديه : دحضرت خواجه بهاوالدين نقشبدي رحمة الله عليه طريقه ده .
15. سرورديه : دحضرت شيخ شهاب الدين سروردي رحمة الله عليه طريقه ده .
16. اويسيه :دحضرت شيخ اويس قرني رحمة الله عليه طريقه ده
17. كبرويه : دحضرت شيخ نجم الدين كبري رحمة الله عليه طريقه ده .
18. احمديه : دحضرت شيخ احمد بدوي رحمة الله عليه طريقه ده
19. شاذليه : دحضرت شيخ ابوالحسن شاذلي رحمة الله عليه طريقه ده .
20. جزوليه : دشاذلي يوه مشهوره ځانګه ده چه سالكين يې ډيروه
21. مولويه : دحضرت مولانا جلاالدين بلخي رومي رحمة الله عليه طريقه ده
22. ملامتيه : دحضرت شيخ حمدون بن احمد قصار رحمة الله عليه طريقه ده چي ځيني يې قصاريه هم بولي .
23. شطاريه : دحضرت شيخ عبد الله شطار رحمة الله عليه طريقه ده چي په كال ۸۱۸ هجري كي وفات سوى دى .
24. سنوسيه : دحضرت شيخ محمد سنوسي ادريسي رحمة الله عليه طريقه ده .
25. خلوتيه : دسرورديې اوكبرويې دڅانګو څخه شمېرل كيږي .
26. غزاليه : دحضرت شيخ امام محمد غزالي رحمة الله عليه طريقه ده .
27. رفاعيه : دحضرت شيخ سيد احمد بن ابي الحسن رفاعي رحمة الله عليه طريقه ده .
28. حلاجيه : دحضرت شيخ بن منصور حلاج رحمة الله عليه طريقه ده .
29. حيدريه : دحضرت شيخ حيدر رحمة الله عليه طريقه ده دې طريقې په اومه هجري قمري پيړۍ كښي په خراسان اوشاوخواكي ډېرپيروان پيداكړل داسلامي نړۍ مشهورسياح ابن بطوطه ددې طريقې په مورد داسي وايي حيدريه طريقه په زهد كښي ډېره مشهوره وه سالكين يې هم زيات وه اود ډېرزهد له امله يې ودونه نه كول .
30. نعمت الهيه : دحضرت شاه نعمت الله ولي رحمة الله عليه طريقه ده ددې طريقې اكثره اساسات دحضرت شيخ ابن العربي رحمة الله عليه د طريقي سره ورتوالي لري .
حضرت شاه نعمت الله ولي رحمة الله عليه داتمي اونهمي پيړۍ په منځ كښي ژوند درلودى اوزياتي رسالې يې په خپل ژوند كښي په فارسي ليكلي دي اودده داشعارو يو ديوان هم سته چي دتصوفوزيات معلومات پكښي دى اصلا قريشي سادات دى چي دكورنۍ سلسله يې وحضرت رسول اكرمr ته رسيږي نوموړى په كال ۷۳۰ هجري قمري كښي ږيږدلى دى دځوانۍ لويه برخه يې په عراق كښي تېره كړي ده درياضت په موخه يې اوه كاله په مكه مكرمه كښي تېر كړي دي اوپه كال ۸۳۴ هجري قمري كښي دسلوكالوڅخه په زيات عمروفات سوى دى دغه دتصوفومشهوري طريقې دي حق ته وصلونكي هيڅوك نسي كولاى چي زموږپرمشائخوباندي تيرى وكړي ځكه هغه اكثره په خيرالقرون كښي تېرسوى دي بعضي كسان چي دكفري هڅوپه نتيجه كښي جوړ سوي دي اوبعضي كسان يې هم غولولي دي دټولو اولياؤاوطريقو څخه منكردي يادجهري ذكرڅخه منكردي داټول هغه آفات دي چي دين متين محمدي ته متوجه دي اوحال داچي اللهY ددې دين دساتني وعده كړي ده شيطان لعين زيارباسي چي عام خلګ لار وركي كړي حاصل داچي ځيني يې دي ته هڅولي دي چي دمطلق ولايت څخه يې منكرسي اوځيني يې دې ته هڅولي دي چي دپيريامرشدڅخه يادزيارت څخه داسي څه وغواړي چي هغه داللهY څخه غوښتل كيږي او حال داچي دامطلق شرك دى .
اړينه پوهه: مولوى عبدالهادى (حماد)
:: اړونده موضوع:
دين او عقيده
|
|
|