په ډېري خواشينی سره خبر سوم، چي استاد ناصح صاحب ۲۵ ورځي مخکي وفات سوی دئ؛ د افسوس خبره داده، چي استاد ټول عمر د خپل اولس په خدمت کي تېر کړ، خو هيچا ئې نه د مړيني خبر خپور کړ او نه ئې څوک بېله قريبانو جنازې ته ورغلل.
که څه هم موږ مُرده پرسته ټولنه يو، خو اوس نه د چا پر مرګ ژاړو او نه ئې په ژوند کي په حال ځان خبروو.
دا هم د استاد ناصح ژوندليک
استاد عبدالقیوم ناصح د عبدالسلام زوی په ۱۳۲۸ل. کال د کندهار ښار په اوله ناحيه کي زېږېدلی.
لومړنۍ او منځنۍ زده کړي ئې د کندهار ښار په احمدشاهي ښوونځي(اوسنۍ ظاهرشاهي لېسه)کي تر سره کړې؛ په ۱۳۴۲ل. کال کي احمد شاه بابا لیسې ته تبدیل سوی، په ۱۳۵۰ل. کال له نوموړي لېسې فارغ او په همدې کال د کندهار عالي دارالمعلمین ته شامل او په ۱۳۵۲ ل. کال فارغ سوی دئ.
د ١٣٥٢ل. کال له سنبلې مياشتي څه ئې د حاجي کرز په ښوونځي کي د ادبیاتو (پښتو، دري او انګريزي) مضمونو د استاد په توګه دنده پیل کړه؛ له یوه کال تدریس وروسته په ۱۳۵۳ ل. کال کي دکندهار میخانیکي لېسې ته تبدیل سو او هلته ئې هم د معلمۍ مقدسه دنده سرته رسوله.
له ۱۳۷۴ل. څخه تر ۱۳۸۱ل. کال پوري پر کور ناست وو، وروسته ئې څه موده په احمدشاه بابا لېسه کي بیا په ظاهرشاهي لېسه کي استادي وکړه؛ په ۱۳۸۲ل. کال میخانکي لېسې ته ولاړ؛ په همدې لېسه کي ئې د معلم، سر معلم او مدیر په توګه دندي تر سره کړي دي؛ استاد په ۱۳۸۵ل. کال تقاعد سو.
استاد ناصح صاحب له تدريس سره د موسیقۍ په برخه کي هم ښه پوهه درلوده او خپله ئې هم ښه سندري ویلې.
استاد ناصح د موسیقۍ په فن کي له استاد هاشمي، استاد قاسم، استاد یعقوب قاسمي او استاد رحیم بخش څخه زدکړي کړي دي؛ استاد ناصح تر ډېره د مرحوم استادرحیم بخش تر اغېز لاندي وو، ځکه ئې نو په کندهار کي په ثاني رحيم بخش سره هم شهرت درلودئ.
ښاغلي استاد ناصح له ۱۳۴۵ل. کال راپه دې خوا د موسيقۍ په فن کي ډېر شهرت تر لاسه کړ.
استاد ناصح د موسيقۍ پر لسو آلاتو برلاسي وو؛ په ډېر شمېر نارینه او ښځینه شاګردان ئې د موسیقۍ په مختلفو برخو کي روزلي دي.
استاد ناصح په ۱۳۶۲ل. کال دکندهار د اطلاعاتو او کلتور ادارې له خوا مرکز کابل ته معرفي او په همدغه سلسله کي ئې هندوستان ته د موسیقۍ په منظور سفر وکړ.
په ۱۳۶۴- ۱۳۷۰ او۱۳۷۲ل. کلو کي درې ځله پاکستان ته دموسیقۍ د ثبتولو او کنسرټونو په موخه تللی دئ.
استاد په کلاسیکه موسيقۍ کي په پښتو، دري او اردو ژبو ډېري په زړه پوري سندري ويلي دي.
د موسیقۍ ډېر آلات لکه: هارمونیه، تبله، رباب، بینجو، دلربا، تنبور، اکاروبون، کاسیو، ارګ او نوري غربي او شرقي آلې ږغولای سوې.
استاد د ۱۳۶۱ل. کال را په دې خوا له کندهار راډیو او ټلوېزون سره همکاري کوله.
استاد ناصح له شعر او ادب سره علاقه ډېره علاقه درلوده، خپل ډېر پښتو، دري او عربي شعرونه ئې د موسيقۍ په پردو کي راوستلي دي.
په دري سندرو کي ئې د ميرزا عبدالقادر بېدل، حافظ شيرازي، سعدي شيرازي او په پښتو سندرو کي ئې دحمید بابا، ملا عبدالسلام اخند، ملاعبدالمنان حيران، خوشحال خان خټک او نور ادیبانو شعرونه ويلي دي.
استاد ناصح صاحب ښه لیکوال او شاعر وو؛ ډېر شعرونه ئې په دري ژبه ول؛ خو په پښتو ژبه کي هم ښه شعرونه لري.
داستاد ناصح نثرونه او شعرونه چي زیاتره دافغان اولس د اتفاق او واحد وطن، د ټولنيزو غوښتونو مطابق ويلي، چي په طلوع افغان، سورغر او نورو رسنيو کي خپاره سوي دي.
استاد ناصح کوم چاپ اثر نه لري، خو د شعرونو یو قلمي دېوان ورڅخه پاته دئ.
استاد دوه ودونه کړي ول، چي اول واده ئې په ۱۳۵۳ل. کال او دوهم واده ئې ۱۳۵۸ل. کال کړی دئ؛ زما د معلوماتو له مخي استاد زوی نه لري.
ناصح صاحب ته د استادۍ رسمي لقب د اطلاعات او فرهنګ وزارت له لوري په ۱۳۹۹ل. کال کي ورکړل سو.
استاد ډېر غريبانه ژوند کاوه، له ډېره وخته د ناروغۍ پر بستر پروت وو، درمنلي او پالني ته ئې واکمنو هيڅ توجه نه وه کړې، ژوند ئې په غربت کي تېراوه، چي بلاخره په ډېره ګمنامۍ کي د عمر په ۷۳ کلنۍ د ۱۴۰۱ل. کال د سنبلې پر ۲۷مه نېټه وفات او روح ئې حق ته وسپارئ؛ جنازه ئې په کندهار ښار کي، په خپله پلرنۍ هدیره کي خاورو ته وسپارل سوه؛ ارواه ئې ښاده، جنت دې ځای وي.
دا هم د مرحوم استاد ناصح صاحب د شعر نمونه:
ياران مرا شب به پايان رسيد آخر
از همه خدا حافظ
صد مژده و صد تحفه به مایان رسید آخر
از همه خدا حافـظ
از اول شب تا حال خواندیم هزار آهنـگ
با تبله و تار چنگ
از رفتن شب غوصه و ارمان رسید آخـر
از همه خدا حافـظ
در شهر شب آدینه هر جا بود یک قصـه
یا محفل و یا قطعه
از جمـله بمـا نمره فــراوان رسیــد آخــر
از همه خدا حافـظ
اشعار و غزل خواندم از بیدل و از حافظ
یاران خدا حـافــظ
فیضش به همه پیر و جوانان رسید آخـــر
از همه خدا حافـظ
ور لهجهء تاثیر دار ناصح به بوستانـــــی
چون بلبل خوشخوانی
خاموش که نور صبح به آسمان رسید آخر
از همه خدا حافظ
#############
دا ئې هم په ملمع ادبي صنعت کي يو شعر
این علمُ واجباً کلُ اناثُ و الذکُور
گر چه جاه و منزلش نزدیک باشد یا ز دور
تل د عالم نوم به وي ژوندی په ټول اوراق دکون
گوش ده ناصح که از هر نعمت است دانش ضرور
:: اړونده موضوع:
ویاړونه او یادونه
:: تړاو:
ارواښاد