هــسک-علمي او کلتوري ویبلاگ (١٣٨٥)
هسک او ځمکه نغښته ستاده - د مَـــــړو وده له تا ده!

هسک ستاسو دئ؛ هیله ده چي تر هر مضمون لاندي خپل نظر ولیکئ او دا ویبلاګ له نورو سره شریک کړئ
د خپرېدو نېټه ۱۴۰۳/۰۱/۰۶ خپرندوی

انا لله و انا اليه راجعون.

توکمپوه، ژبپوه، مؤرخ، لیکوال او څېړونکي ارواښاد ډاکتر عبدالرازق پالوال د حاجي عبدالخالق زوى د عبدالسلام لمسى او د ميراحمد کړوسى دئ، د ١٣١٧ل. کال د حوت پر ۲۱مه نېټه د کندهار ښار د کاکړو په کوڅه کي زېږېدلى او د باميزو په کوڅه کي لوى سوى دئ؛ په خټه پښتون خروټى دئ.

ډاکتر پالوال صاحب د لېسې زد کړي په ۱۳۳۷ل. کال په حاجي ميرويس نيکه لېسه کي بشپړي کړي او په ۱۳۴۱ل. کال د کابل پوهنتون د ادبياتو او انساني علومو له پوهنځي څخه فارغ سوی دئ.

په ۱۹۶۵م.کال ئې په اينډيانا پوهنتون کي د بشر پوهني په څانګه کي زدکړی کړي؛ په ۱۹۷۱م. کال ئې د امريکا لویژيانا په دولتي پوهنتون کي په بشر پوهنه کي ماسټري تر لاسه کړې او ۱۹۷۷م.کال ئې د بشرپوهني د مطالعاتو په څانګه کي د امريکا د پنسلوانيا په دولتي پوهنتون کي دوکتوره (PH .D) لاسته راوړې ده.

وروسته هیواد ته راستون او ۱۳۵۶ل. کال څخه تر ۱۳۵۹ل. کال پوري په کابل پوهنتون کي د ادبياتو په پوهنځي کي د فلسفې او اجتماعي علومو په څانګه کي د پوهنوال په علمی رتبه کي استاد وو.

له ۱۹۸۰ –تر ١٩٩٧م. کال پوري د جرمني په هايډلبرګ په پوهنتون د تدريس چاري او د مونشن په موزيم کي ئې کار کاوه.

له ۱۹۹۷څخه بيا تر ۲۰۰۲ م. کال د سهيلي پښتونخوا د پښين او سورخاب په سيمو کي ئې د مهاجرت ژوند کاوه ؛ په ۲۰۰۲ م. کال کندهار ته راغى او د کندهار ښار د څلرمي ناحيې د باميزو په کوڅه کي په خپل پلارني کور کي ميشت سو.

ډاکتر پالوال صاحب د ژبو د ثبت په برخه کي په زردیو، وردوج، زېباک، ایسکتول، سنګلېچ او مونجان کي د سنګلیچي او مونجي ژبو ثبت کړی دئ.

په ۱۳۴۳ل. کال ئې د کندهار ښار پښتو، هندويي، په فراه کي پښتو، د روزګان په میلکوه کي، په کنګ، په چخانسور، په ګاوني دورزي او په چاربورجک کي ئې بلوڅي ژبي ثبت کړي دي؛ همدغسي په رودباد، د هلمند په بلالکه کي ئې پښتو، په سپارک کي، په خلیج ، او بوست کی ئې هم پښتو ژبه ثبت کړې ده.

ډاکتر پالوال صاحب په پښتو، دري، اردو، عربي، انګليسي، ساسنکريټ او جرمني ژبو پوهیدئ او په دې ژبو ئې ژباړي هم کړي دي؛ په انګليسي ژبه کي ناچاپ اثار هم لري.

منظومي او منثوري ليکني ئې دلېسې له اووم ټولګي څخه راپیل کړې او د ژوند تر وروستیو پوري ‎ئې دوام ورکړ؛ چي له مستقلو اثارو سره ئې په ډېرو رسنیو کي لکه، وږمه، کابل، کندهار مجلو طلوع افغان انیس ، هیواد او نورو اخبارو کي په متفرقه ډول خپرې سوي دي.

د لیکنو په برخه کي مرحوم ډاکتر پالوال ګڼ شمېر اثار لیکلي، چي د چاپ سوو اثارو څخه ئې: د پښتو نوی مصدر اثر، د پښتو نوی پخواني تاريخ دوهم ټوک، معياري پښتو، موږ محوه کيږو، وګړي دوږخيان دي اوسړيان هم لا د یادوني وړ دي؛ ناچاپ اثارو شمېر ئې تر ۲۶ عنوانو اوړي، چي د ځینو اثارو نومونه ئې دادي: د پښتو نوی پخوانی تاریخ دریم او څلرم ټوک،د پټي خزانې تاریخي اصالت، په اسلام کي د ښځو ازادي که ځان پوښ او کوربندي، د قران شریف ترجمه په کندهارۍ پښتو سره، د تورات ترجمه او شننه، د بودایت اصل او بنیاد، د ښوراوک بړېڅان، د واده داستان په غاړو کښي، پالوال په باغ ارم کښي له شاپېریانو سره، د کابل د دارالتادیب مطالعه په انګلېسي ژبه، د پنځه شپږ کلن پالوال تېښته، ګوډ تېمور، ابراهیم (ع) په دین او تاریخ کښي او نور.

مرحوم ډاکتر پالوال صاحب ټول ژوند له کتاب مطالعې او تحقق سره وو، چي د ژوند په وروستیو کي ئې حال د ډېر زړسوي وو او په خورا بېوسۍ او بېکسۍ کي ئې ژوند کاوه.

چي بلاخره د عمر په ۸۳کلنۍ کي د لیندۍ میاشتي پر ۱۵مه نېټه د دوشنبې په شپه وفات سو. روح دې ښاد، جنت دې ځای وي.

جناه ئې د دوشنبې په ورځ ماپښين ۳بجې د کندهار د مشاهيرو په هديره کي د ارواښاد پوهاند باوري صاحب تر څنګ خاورو ته و سپارل سوه.

مرحوم دوه اولادونه لري، چي یو ئې زوی او بله ئې لور ده، چي له هیواده لیری په جرمني کي اوسي.

د قانع ليکنه


تړاو: ارواښاد
.: Weblog Themes By GreenSkin :.


د هسک ویبلاګ ټول حقوق له خپرندوی سره خوندي دي | امتیاز: هسک ویبلاګ