په ډېري خواشينۍ سره مي د پښتو ژبي د ښه ليکوال، ژباړن او شاعر ښاغلي عبدالحميد پوهمل د مړيني دردونکی خبر تر لاسه کړ؛
انا لله و انا اليه راجعون.
ارواښاد پوهمل د مفتي ملا غلام نبي اخوند زوی په ۱۳۲۷ل. کال د کندهار ښار په يحيیٰ خان کوڅه کي زېږېدلی.
مرحوم پوهمل صاحب له تاندي ځوانۍ څه ژباړه، ليکوالي او شاعري کوله، چي د کندهار په طلوع افغان جريده کي به خپرېدله.
پوهنمل صاحب په اولو وختو کي د حقګوی تخلص کاوه.
د مرحوم پوهمل اول کتاب د طبيعي درملنه تر عنوان لاندي په ۱۳۸۸ل. کال کي چاپ سو، بل اثر ئې پوهنيزي ويناوي دي همدا رنګه د شعرونو يوه ټولګه د ارمانو نړۍ او نور ناچاپ اثار هم لري.
مرحوم پوهمل صاحب ډېر کلونه په دولتي دوايرو کي رسمي دندي سرته رسولي، په هيواد کي د ثور تر کودتاه وروسته په ۱۳۵۹ل. کال له هيواده کډوال سو او په همدې کډوالۍ کي د کراچي په ښار کي وفات سو؛ روح دې ښاد جنت دې ځای وي.
ارواښاد عبدالحمید پوهمل په فيسبوک کي ډېر فعال وو، هر وخت به ئې ډېري په زړه پوري ليکني، شعرونه او ژباړي خپرولې؛ اکثره وخت به ئې زما (قانع) سره پر اړينو موضوعاتو ميسېجونه تبادله کول.
د مرحوم پوهمل صاحب مړينه د پښتو ادب لپاره لويه غمیزه ده: سخته به وي، چي ژر دي د دوی په څېر علمي او ادبي شخصيت پيدا کړو.
پر ګور ئې نور!
:: اړونده موضوع:
ویاړونه او یادونه
:: تړاو:
ارواښاد