په ډېري خواشينۍ سره خبر سوم، چي ډېر فعاله ادبي او فرهنګي شخصيت غرزي خواخوږی وفات سو، روح دې ښاد او جنت دې ځای وي.
مرحوم خواخوږی صاحب له فرهنګي فعاليتونو سره په سياسي او مدني ډګر کي هم د ښه نامه څښتن وو؛
دا هم دمرحوم غرزي خواخوږي ژوندلیک
#غرزى_خواخوږى د افغانستان د مشهور ليکوال مرحوم محمدابراهيم خواخوږي زوى د درمحمد خان لمسی، په ١٩٦٢م.کال په کابل ښار کي زېږېدلى، اصلي ټاټوبى ئې کندهار دئ؛ په خټه بلوڅ دئ.
ښاغلي غرزي منځنۍ او لوړي زده کي د کابل ښار په حبيبه لېسه کي سرته رسولي؛ د افسرانو کورس، د کټمندو او پراشوټ(ج) کورس او د حربي پوهنتون د لوژيستيک په پوهنځي کي د ليسانس تر درجې پوري بشپړي کړي دي.
له ١٩٧٢م کال څخه تر١٩٨٠ل.کال پوري د ځوانانو د نهضت غړى؛ له ١٩٨٠م. کال څخه تر ١٩٩٢ل. کال پوري د دفاع وزارت او ستر درستيز په برخو د افسر دندې اجراء کړي اوتر ډګروالۍ پوري ئې ترفيع کړي ده؛ څلور کاله ئې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مشاور په توګه وظيفه اجراء کړې ده.
په ١٩٩٢ل. کال کي د هجرت پر مهال ئې له مختلو نړۍ والو موسسو سره کار کړى دئ.
په ١٩٩٦م.کال کي ئې د سترجنرالۍ په رتبه کي د مجاهدينو د اسلامي دولت د احتساب وزارت د معين په توګه وظیفه اجرا کړې ده؛
د ښاغلي غرزي خواخوږي په وینا چي په ١٩٩٧م.کال کي ئې د استخباراتو د عمومي رياست د اوپراتيفي معاون او د اسلامي دولت د امنيتي مشاور په توګه دنده تر سره کول، چي په همدې کال دط.ال.بانو د اسلامي ام.ارت د مشرتابه له خوا د ملي قيام (کودتا) په تور بندي سو؛ وايي چي د اعدام په سزا لا هم محکوم سو او د کابل، ننګرهار او کندهار په بنديخانو کي ئې پينځه کاله بند وګالئ، خو وروسته په ٢٠٠١م.کال د ډسمبر پر٧مه نېټه ازاد سو.
ښاغلي خواخوږي په ٢٠٠٤م.کال کي د خواخوږي ادبي او کلتوري انجمن په نوم ټولنه تاسيس کړه؛
په ٢٠٠٥م. کال کي ئې له کابله د ولسي جرګې ته ځان کانديد کړ،خو کامياب نه سو.
په ۲۰۱۶م کال په پېښور کي د جنرال قونسل په توګه وټاکل سو.
ښاغلی خواخوږی د افغان بلوڅانو د سراسري شورا مرستیال هم وو.
همدارنګه ډېري نوري دولتي او غير دولتي دندي هم اجراء کړي دي، د خدمت په ټولو دورو کي ډېر تقدير سوى دئ؛ د ستوري اوله او دوهمه درجه نښانونه، مډالونه، ستاينليکونه او جايزې ورکول سوي دي.
و ایران، پاکستان، هند، چین، ازبکستان، متحده عرب امارات، عمان، قطر، عربستان، فرانسه، جرمنو، ډنمارک او سويډن ته ئې سفرونه کړي دي.
د ښاغلي غرزي صاحب ډېري مقالې او ليکني د هيواد دننه او دباندي رسنيو کي خپرې سوي دي، له مقالو سره ئې دغه اثار هم ليکلي دي:
۱:افغانستان د ديموکراسۍ په بهير کي؛
۲:کندهار د تاريخی پيښو په رڼا؛
۳:لويه لوبه؛
۴:په افغانستان کی د ديموکراسی او ټولټاکنی بهير ته لنده کتنه؛
۵:د خواخوږی يادونه؛ ۶:افغانستان به سوی ديموکراسی؛
۷:تل پاتې څېره؛
۸:آزمايلى بيا مه آزمويئ!!!؛
۹:په افغانستان او قبايلي سيموکي تاريخي پېښي اودجرګورغنده اغېزې؛
۱۰:پټي دسيسې؛
۱۱: Dawn of Democracy in Afghanistan.
مرحوم غرزی خواخوږی د ژوند په شپېته کلنۍ کي د ۱۴۰۱ل.کال د مېزان مياشتي پر ۲۹مه نېټه د جمعې په ورځ د زړه د حملې په سبب وفات سو، روح ئې ښاد وي او جنت دې ځای وي.
#ماخذ_د_کندهار_سل_کلن_فرهنګي_بهیر. د سیداحمد قانع لیکنه
:: اړونده موضوع:
ویاړونه او یادونه
:: تړاو:
ارواښاد