️ یو یهودي له روسیې څخه و اسرائیلو ته د تګ جواز تر لاسه کړ؛
کله چي له روسیې څخه وتئ، په هوایي ډګر کي یو مامور دده شیان چیک کړل، مجسمه ئې ولیده، ویل دا څه شي ده؟
یهودي ورته وویل: پوښتنه دي سمه نه ده، ووایه چي دا څوک دئ؟
دا د لینن مجسمه ده، د روسیې لوړ شخصیت دئ، چي په خپل هیواد کي ئې عدالت او ډیموکراسي برقراره کړه؛ زه دده شخصیت ته د درناوي په خاطر همیشه دا مجسمه له ځانه سره ګرځوم.
مامور ورته وویل: ډېر ښه، ځه مخ ته مو ښه.
کله چي سړی اسرائیلو ته ورسېد، په هوایي ډګر کي د ګمرک مامور مجسمه ولیده، له یهودي څخه ئې پوښتنه وکړه، ویل دا څه شي ده؟
سړي ورته وویل: ووایه چي دا څوک دئ؟
دا د هغه لیوني او منفور سړي مجسمه ده، چي زه یې له روسیې څخه وتلو ته مجبور کړم؛ زه همیشه دا مجسمه له ځان سره ګرځوم، چي هر وخت لعنت پر ووایم او پر تف کړم.
مامور ورته وویل: ډېر ښه، تاسو تللای سئ، مخته مو ښه.
څو ورځي وروسته یهودي په خپل کور کي خپله کورنۍ دعوت کړه؛ وراره ئې په المارۍ کي نموړې مجسمه ولیده، ویل: کاکاجانه دا څوک دئ؟
ده ورته وویل: زويه پوښتنه دي سمه نه ده، داسي ووایه چي دا څه شي ده؟
دا لس کیلو ګرامه ۲۴ عیاره سره زر دي، چي له روسیې څخه مي بېله ګمرکي محصوله دلته راوړل!
#هدفــ: "سیاست، یعني دا چي یوه خبره پر څو ډوله خلکو ته وکړې او هغوی ئې هم بېله دلیله درسره ومني"
تړاو: په زړه پوري کيسې
Afghan Afghani Converter