یو فیلسوف چي ډېر ظلم ورسره سوی وو، د عدل له پاره پاچا ته و لاړ؛ پاچا ته ئې خپل حال بیان کړ، زارۍ ئې ورته وکړې، خو پاچا ئې پر خبره غوږ ونه نیوئ.
فیلسوف مجبور سو، د پاچا پښو ته ورولوېد، خپله غوښتنه ئې بیا ورته تکرار کړه.
پاچا خوشحاله سو، ژر ئې دده غوښتنه ومنله.
خلک د فیلسوف له دې کړني څه ناراضه سول، ده ته ئې په بدو ویلو خوله راخلاصه کړه؛ ویل ستا په څېر دروند عالم څنګه داسي سپک کار کولای سي!
فیلسوف ورته وویل: تاسو نه پوهېږئ، د پاچا غوږونه د سر پر ځای په پښو کي ول، زه مجبوره سوم، چي دده غوږو ته خبره ورسوم بله چاره مي نه درلوده!
#هدفــ: نننی حاکمان هغه وخت د مظلوم ږغ اوري، چي د غوږ پر ځای ئې خېټه او جېب له پیسو ور ډک کړې.
:: اړونده موضوع:
زما ژباړي
:: تړاو:
په زړه پوري کيسې