پاچا په ښکار وتلی وو، ګیدړه په مخه ورغله، ده هڅه وکړه چي ګیدړه ژوندۍ ونیسي، خو ددې چالاکۍ پاچا ډېر ستړی کړ؛ دا چي ده ئې د نیولو هوډ کړی وو، تر ډېري ستړیا وروسته ئې ژوندۍ ونیول.
پاچا ګیدړي ته وویل: تا زه ډېر ستړی کړم، زه به داسي سزا درکړم، چي ته ژوندۍ یې، له ښکاره به خوند وانه خلې.
د ګیدړي په غاړه ئې زنګوله ور وځړول، په ځنګله کي ئې ایله کړه.
ګیدړه خوشحاله سوه، چي د پاچا له بنده ازاده سوه؛ خو له هغې ورځي څه نه په نس مړه سوه او نه ئې له ښکاره خوند واخیست، ځکه چي دا به ښکار ته نژدې سوه، هغه به زنګوله وشرنګېده، ښکار به وتښتېد، ګیدړه به وږې پاته سوه.

#هدفــ: هغه خلک چي د منفي افکارو ښکار سوي وي، هیڅکله به ښه ژوند او پرمختګ ونه کړي، هر وخت چي د یو ښه کار اراده وکړي، منفي افکار(زنګوله) به هغه ورته بد معلوموي.



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
:: تړاو: په زړه پوري کيسې
ن :
ت : ۱۳۹۹/۰۵/۲۱
 
اعلان.

.:: کلیک ::.