په ٢٠١٣ کال کي د نړۍ شتمن او بډاى خلک

کارلوس اسليم هلو
١: کارلوس اسليم هلو، د مکزيک اوسېدونکى د ٧٣ ميليارده ډالرو په ارزښت سرمايه لري چي د مخابراتو له لاري يې لاس ته راوړې.
کارلوس د څلورم ځل لپاره د دنړى شتمن کس معرفي سو.
نوموړى د اسپانيې د رويال او اويدو فوټبال ټيمونو ستر سهم لرونکى دئ.
کارلوس په نړۍ کي د لوږي او فقر د ورکولو په پروګرام کي فعاله ونډه لري.
بيل ګيټس
٢: بيل ګيټس امرکايې تبعه دئ چي ٦٧ ميليارده سرمايه لري.
نوموړى د خپلي شتمنۍ څخه ٢٨ مليارده د خطرناکو نارغيو لکه
د کوچنيانو د ګوزڼ يا فلج او د ملاريا د ورکولو لپاره بيلي کړي.
کيټس په مايکرو سافټ شرکت کي ٥% سهم لري،
چي ١٨% ګټه دهمدغي لاري ورته راځي.
آمانسیو اورتگا
٣: آمانسیو اورتگا د اسپانيې اوسېدونکى د ٥٧ مليارډو ډالرو په ارزښت شتمني لري.
نوموړى د اينډيتکس شرکت موسس او ٦٠% سهم لرونکى دئ.

وارن بافټ
٤: وارن بافټ: د امريکا تابعيت لري
د ٥٣،٥ مليارډه ډالرو په ارزښت شتمني لري.
لري اليسون
٥:لري اليسون دى هم دامرېکا متحده ايالاتو څخه دئ.
چي شتمني يې و ٤٣ ميليارډو ډالرو ته رسيږي.
چارليز کخ
٦: چارليز کخ يا ډيويډ کخ امريکايي چي د ٣٤ ميليارډو ډالرو په ارزښت سرمايه لري.
ليکا شينګ
٧: ليکا شينګ د هانکانګ هيواد دشتمنو څخه دئ چي د ٣١ ميليارډو ډالرو سرمايې څښتن دئ.
نوموړى د اسيا د شتمنو په ډله کي اول مقام لري.
په اوس وخت کي ٢٦٠،٠٠٠ نفره د نړۍ په ٥٢ هيوادو کي دده لپاره کار کوي.
ليکا د برتانيې او اسټراليا د ګازو تمويلونکى دئ.
ددې ترڅنګ نوموړى د فيس بوک په ټولنيزه شبکه او ځينو مشهورو ټلوېزونو کي برخه لري
Afghan Afghani Converter