http://ups.night-skin.com/up-91-12/%D9%87%D8%B3%DA%A9-%D9%BE%D9%86%D8%AF.jpg

يو بوډا په صحرا کي ژوند کاوه، غوښتل ئې چي د پټاټو د کښت لپاره مځکه شجاره کړي، خو د مځکي اړول ورته ډير سخت وو، يوازينى زوى چي دده سره به ئې هر کال کومک کاوه په زندان کي بندي وو.

بوډا ډير ناهيلى سو، زوى ته ئې ليک وليږئ او د خپل ناتوانه بشر حال ئې ورته بيان کړ:

ګرانه زويه! زه په ښه حالت کي نه يم سږ کال د مځکي د اړولو توان هم نه لرم هغه څه چي به موږ ددې کښت څخه لاس ته راوړل نور پر موږ بند سول اى کاش چي ته راسره واى، کومک به دي راسره کړى واى او مځکه به دي راته اړولې واى.

((ستا خواخوږى پلار))

څو ورځي وروسته پلار د زوى ليک تر لاسه کړ.

پلارجانه! دخداى لپاره مځکه مه اړوه چي ما هلته وسلې ښخي کړي دي.

بوډا زوى ته بيا ليک واستاوه چي زويه دا څنګه پيښه ده، زه اوس څه وکړم ؟

زوى ئې په جواب کي ورته وليکل:

 پلار جانه! ورسه اوس دي نو مځکه کي پټاټې وکره زما همدومره په وس کي وو چي ستاسره مرسته وکړم.

 (سهار وختي ١٢ تنه پوليس او افسران راغلل او د وسلو پيدا کو په نيت ئې د بوډا ټوله مځکه واړول را واړول، هيڅ وسله ئې پيدا نه کړل)

د زوى د پاخه تدبير په اساس د بوډا مځکه و کښت ته اماده سول.

په دنيا کي هيځ داسي مانع نسته چي هغه دي ستا د بري مخه ونيسي تر څو چي ته خپله د زړه له اخلاصه تصميم ونه نيسي تر څو بريا ترلاسه کړې.

مانع ستا ذهن دئ، نه داچي ته چيري ئې!





:: تړاو: په زړه پوري کيسې
ن :
ت : ۱۳۹۱/۱۲/۲۳
 
اعلان.

.:: کلیک ::.