غزل
پرېږده چې لوظونه د دروغو دي رښتيا کړم
ته راته سبا سبا کوه زه به بېګا کړم
توان لرمه دا چي د ماضي نه خراج واخلم
زه به پخوانی شمه ستا مينه به پخلا کړم
برند که حوادث دي د وختونو په ککو کي
زه به حوصله هم پښتنه ورته پيدا کړم
لا يې د سپين مخ خالونه شمېرم اوزګار نه يم
پرېږده الواته به د سپوږمۍ په لوري بيا کړم
ستا په اننګو کي د حمزه د وينو سره دي
ته شوې د پښتو غزله ځوان زه دي بابا کړم
تړاو: غزلزار
Afghan Afghani Converter