يو ملګري مي د بل ملګري له خولې کيسه راته کړه؛ ويل هند کي د دوا جوړولو د يوې کمپنۍ مشر هندو ته ورغلو؛ ملګري مي ورته وويل: غواړم ستاسو جوړه کړې دوا افغانستان ته يو سم، خو په یوه شرط چي ددوا کيفيت به راته خراپوئ، چي دوا ډېره ارزانه راته تمامه سي؛ ويل هندو له مېزه د یو کوچني بګوان مجسمه را ويستل، ويل ماته دا بګوان اجازه نه را کوی، چي دا کار وکم، بخښنه غواړم، له دې ګټي تېر يم.
Afghan Afghani Converter