یوه سوالګر له خدایه پوښتنه وکړه: "زه ولي دونه مسکین یم؟"

خدای ورته وویل: "ځکه چي ستا سخا او بخښنه نه ده زده."

سړي وویل: "زه چي هیڅ شی نه لرم، څه شي به وبخښم؟"

خدای ورته وویل: "شتنمي دي لږ نه ده، ته هر څه لرې؛ لکه

√ښایسته څېره؛ کولای سې، چي همیشه خندان و اوسې!

√ښایسته خوله؛ کولای سې، چي همېشه یې په ښو خبرو خلاصه کړې!

√ښایسته زړه؛ کولای سې، چي نورو ته یې پرانیستی پرېږدې!

√او سترګي؛کولای سې، چي و نورو ته په ښه نیت وګورې!"

#هدفــ: د ورکړي او بخښني له پاره د الله درکړي نعمتونه لږ نه دي، هره مالي او ځاني ښېګڼه د الله رضا او خوښۍ په نیت وکه، همدا سخا ده.

سخي هر یو د خدای دوست دی وَ لَو کانَ فاسقا
هـــــــــر بخیل د خدای دښمن دی وَ لَوْ کانَ زاهذا
رحمن بابا

#د_قانع_ژباړه



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
:: تړاو: پند
ن :
ت : ۱۳۹۶/۰۷/۰۹
 
اعلان.

.:: کلیک ::.