یو سوالګر سهار وختي چي لا د ښار دروازې نه وې خلاصي سوي، ښار ته ورسېد؛ منتظر سو، تر څو دروازه خلاصه سي.
کله چي دروازه خلاصه سوه، د دروازې ساتونکو سوالګر ونیو او د پاچاهۍ ماڼۍ ته یې روان کړ.
سوالګر په زاریو شروع وکړه؛ زه بې ګناه یم، ما کوم جرم نه دئ کړی، ما ایله کړئ...!
عسکرو سوالګر ماڼۍ ته بوت، په عزت او تعظیم سره ئې د پاچاهۍ پر تخت کښېنوئ.
کله چي سوالګر ددې پېښي علت وپوښت، دوی ورته وویل: "هر کال په دغه ورځ موږ خپل پاچا په دا ډول سره ټاکو!"
اوسنی پاچا چي سوالګر سړی و، فکر وکړ؛ باید د مخکني پاچا له حاله خبر سم، چی له هغه سره څه سوي او چیري دئ؟
د ماڼۍ له یوه ساتونکي سره ئې انډیوالي جوړه کړه، له هغه څخه ئې د تېر پاچا حال وغوښت.
ساتونکي ورته وویل: د کال په اخره کي زوړ پاچا و یوې لیري او له خلکو خالي جزیرې ته بیایو، هلته ئې ایله کوو، موږ ترې راځو او بیا نوی پاچا ټاکو.
پاچا د همدې انډیوال په کومک هغه جزیره پیدا کړه او دده په مشري یې له نورو پټ هغې جزیرې ته مریان او مینځیاني ولېږلې؛ په جزېره کي ئې باغونه ماڼۍ او ښارونه په اباد کړل.
اولس فکر کاوه چي دا پاچا د مخکنیو پاچاهانو خلاف له دنیا او پاچاهۍ سره هیڅ کار نه لري.
کله چي کال پای ته ورسېد، وزیرانو پاچا ته وویل: "زموږ د دود او رواج له مخي نن باید ښکار ته ولاړ سو."
پاچا پوه سو، په ډېري خوښۍ سره تګ ته اماده او په کښتۍ کي سپور سو. 
وزیرانو پاچا و دریاب ته بوتلئ، په هغه لېري جزیره کي ئې ایله کړ او دوی ځیني راغلل.
د جزیرې مریانو پاچا پیدا کړ او په عزت سره ئې پر تخت کښېنوئ.
#هدفــ: موږ دنیا ته ناخبره راغلي او ناخبره به درومو؛ که د ژوند و روان یون ته متوجه سو او د پرون د راغلو او د نن تللو له حاله ځان خبر کړو، حتماً به د سبا ورځي غم خورو.

 

#د_قانع_ژباړه



:: اړونده موضوع: زما ژباړي
:: تړاو: په زړه پوري کيسې
ن :
ت : ۱۳۹۶/۰۷/۰۹
 
اعلان.

.:: کلیک ::.