کله چي اعلیحضرت امير امان الله خان غازي کندهار ته تللى وو، د خپلو ویناو په ترڅ کي ئې څو ځله د خرقې شریفي بست ته (چي غلو او فراریانو به پناه پکښي اخیستله) اشاره وکړه او وئې ویل:"د خرقې شریفي حریم د مسلمانانو د عبادت له پاره دئ، هغه د قاتلانو او داړه مارانو، چي د خدای او بنده ګانو پر حقوقو یې تیری کړی دئ، د پټېدلو ځای نه سي کېدلای.))
دغه راز اعلیحضرت امير امان الله خان غازي په هغو روحانیونو ملنډي ووهلې، چي ویل به يې له آسمان څخه د دښمن الوتکه په یوه پُف را غورځوي، د خاینانو توپونه په چُف بندوي او د ماشینګڼو ګولۍ په تُف بندوي؛ ده وویل: "زموږ پیغمبر چي د هغه له رویه ټول کاینات پیدا سوي دي، له دښمن سره د توري په زور جنګیدئ او په جنګ کي یې مبارک غاښ شهید سو، نو دې روحانیونو دا قدرت له کومه کړ."
دا خبري د عقل خاوندانو ته د منلو وړ وې، خو د اولس بېسواده قشر ته چي د ځينو تش په نامه ملايانو او چلبازو روحانينو په دام کي را ښکېل ول، د منلو وړ نه وې او نه یې سو زغملاى. همدې تش په نامه ملايانو او فريب کارو روحانينو له دې فرصت څخه ښه استفاده وکړه او هغه امير يې کافر وګاڼه، چي په ١٣٠٣ کال کی د پغمان د لويي جرګې غړو ورته د (سيف الملت والدين) لقب ورکړى وو.



:: تړاو: ياد
ن :
ت : ۱۳۹۶/۰۷/۰۹
 
اعلان.

.:: کلیک ::.