وايه شين آسمانه تا کوم بل چيري ليدلي دي
داسي آزادۍ چي توپانونه خپلولاى سي
داسي ولسونه چي سېلونه ايلولاى سي
داسي کلک سوکونه چي ټانګونه اوبولاى سي
داسي پهلوان چي د قدرت زولنې وشلوي
طلسم د پېړيو ماتوي لا قانع کيږي نه
پښو ت هيې د قرن اهريمن په ننواتو ځي
وي له زخمي زمرى غړومبيږي آرميږي نه
وايه شين آسمانه تا کوم چيري اورېدلي دي
داسي حماسې چي افسانې باني رنګيني سي
داسي کلنګى عزم چي هسکي څوکي کوزي کړي
نکل د فرهاد چي ترخې شپې باندي شېريني سي
کله دي د قهر چيغو چت در لړزولئ دئ
اور د انتقام دي د چا سترګو کي ليدلئ دئ
داسي څوک لري چي يې مرمۍ پښو ته سجده کوي
کله دي د مرګ پر پوله هم څو ازمايلئ دئ
تا کله نمرود په خپل انګار کي سوځلئ دئ
بل د آذر زوئ دي پر دې مځکه زېږولئ دئ
دغسي فرعون چي د آسمان پر لور لښکري وړي
تا کله پر مځکه پرې ايستلئ ژړولئ دئ
وايه شين آسمانه ته هم کله لړزېدلئ يې
کله د چا ږغ له درانه خوبه باڅولئ يې
کله دي سېلونه په لمن کي ياغي سوي دي
کله د سرکښو تماشې ته کښېناستلئ يې
کله دي دا غرونه دا لاښونه ازمايلي دي
کله دي د قهر خرخښې پکښي کتلي دي
هره پاڼه توره هر يو کاڼئ يې سکروټه ده
بيا دي غوڅ سرونه د سرکښو هم شمېرلي دي
ستا خو به په ياد وي چي د لوړو غور په څوکو کي
څاڅکي يو کېدله ترې نه جوړ لوئ سېلابونه سوه
وغوړېدې پر ښې د قدرت بېړۍ يې ډوبي کړې
تندر سو باران سو توپاني يې کږلېچونه سوه
ستا خو به په ياد وي د ملالي مېوندۍ چيغي
ستا خو په ياديږي د رېدي او تور پېکۍ کيسې
هېر خو به دي نه وي چي دا غرونه زلزلې لري
هېري خو دي نه سوې لوګري او خيبري کيسې
اوس دي زړه ته لويږي چي دا توري توپاني پرښې
اوس دي زړه ته لويږي چي دا سختي پولادي رډرې
ورسئ د چا پښو ته اوښکي توئ کړئ سجده وکړئ
ټينګي نافرماني دا سرکښي پنجشېرۍ تړئ
وايه شين آسمان تا کوم بل چيري ليدلئ دئ
داسي ولسونه چي سېلونه ايلولاى سي
داسي آزادۍ چي توپانونه خپلولاى سي
داسي کلک سوکونه چي ټانګونه اوبولاى سي
عبدالباري جهاني
:: اړونده موضوع:
حماسې او ترانې
:: تړاو:
جهاني