سره وبا

دا شعر په مطبوعاتو کي د هيواد پښتون په مستعار نوم خپور سوی دئ؛ اصلاً دا شعر د پوهاندعلامه رشاد دئ.

چي ګډه په وطن سوه سره وبا کلي په کلي

د خداى مسلمانان ئې کړه تبا کلي په کلي

مرګو ته رابللي دي ددانو مرتدانو

سړه کړه نامرادو د مرګ خوا کلي په کلي

اجل دئ چي راوزي له توپو له مشين ګڼو

ځوانۍ دي رژولي دې بلا کلي په کلي

سپېره کړل بمباريو ودان کلي، شنه کښتونه

ټانګونو بورجلونه کړل بېديا کلي په کلي

بمونه شپه او ورځ اوري د روس له جهازونو

سرې ويني دي بهاندي شاوخوا کلي په کلي

ځنګلونه ددې پاکو غرو طعمه سوه د ناپالو

وريتېږي په دې اور کي پښتونخوا کلي په کلي

پراته دي ګام په ګام د شهيدانو په سرو وينو

لوګډ د ژوندانه دئ نن سبا کلي په کلي

د غوښو په خوراک ئې ځناور رسېداى نه سي

هوا سوه د لاښونو څه خوسا کلي په کلي

وطن سو سره تبۍ پکښي نښي دي د سرونو

ځوانان د پښتنو سوه نيمه خوا کلي په کلي

سرونه سول بې بيني، ژوندونه بې ارزښته

اوس ويني د مړو سولې وړيا کلي په کلي

سپکتيا، وهل ټکول، بندو زندان، ژوبلي مرګونه

نصيب د خان بډاى، شېخ او ملا کلي په کلي

واړه يتيم يسير، مېرمني کونډي، بوري وراري

کمبلي دي هواري د پاتا کلي په کلي

ښراوي دي، ژړاوي دي، چغاري دي، کوکاري

سرې ساندي دي د بورو هره خوا کلي په کلي

باديږي په سر خاوري، څيرل کيږي ګرېوانونه

ويرونه کور په کور دي واويلا کلي په کلي

تاړاک د چنګېزيانو مو اوس هېر سو، چي رالويږي

دا ټکي د خلقيانو له تنا کلي په کلي

په سيله په سلا او په وسلو يې وژل کيږو

په روس مو ځکه پور ده خونبها کلي په کلي

موږ هم اخر بشر يو د کرملين صوبه دارانو

پر څه مو په خپل ملک کي کړو تبا کلي په کلي

د زوئ زړه مو تر خوله سه موږ مو ټپ په سره وبا کړو

په خپل وطن مو ګډه سه وبا کلي په کلي

کاڼه مدعيان دي د بشر د حق غوښتلو

هيڅه اوري دا زموږ د غم غوغا ر کلي په کلي

اى لويه قدير خدايه! دغه خواست مو ته قبول کړې

خلقيان ددې وطن کړې پوپنا کلي په کلي



:: اړونده موضوع: حماسې او ترانې
:: تړاو: علامه رشاد
ن :
ت : ۱۳۸۸/۱۲/۲۰
 
اعلان.

.:: کلیک ::.