هــسک-علمي او کلتوري ویبلاگ (١٣٨٥)
هسک او ځمکه نغښته ستاده - د مَـــــړو وده له تا ده!

هسک ستاسو دئ؛ هیله ده چي تر هر مضمون لاندي خپل نظر ولیکئ او دا ویبلاګ له نورو سره شریک کړئ
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۱/۱۱/۳۰ خپرندوی

زړه زما ډک دئ له ميني د وطن
خپل وطن ما ته عزيز دئ تر خپل تن

هر يو ګل مي د وطن پر ما ډېر ګران دئ
تر کشميره، تر پاريس و تر لندن


شېرين ځان مي پر شېرين وطن فدا دئ
زه خو دا رنګه فرهاد يمه کوهکن


ګلستان مي د وطن لا در کنار دئ
خارستان دئ د وطن راته ګلشن


د وطن په حمايت کي ځان مباح دئ
په دا مينه کي لازم دئ سر باختن


چي د چا په سر سودا د وطن نه وي
سر د ده دئ مستحق د بريدن


چا په زړه کي چي جنون د وطن نه وي
د هغه زړه خداى هميش لري غمجن


که څه ډېر دي په جهان کي عزتونه
ډېر عزت دئ په خدمت کي د وطن

غلام محی الدین افغان


تړاو: ترانه
.: Weblog Themes By GreenSkin :.


د هسک ویبلاګ ټول حقوق له خپرندوی سره خوندي دي | امتیاز: هسک ویبلاګ