هــسک-علمي او کلتوري ویبلاگ (١٣٨٥)
هسک او ځمکه نغښته ستاده - د مَـــــړو وده له تا ده!

هسک ستاسو دئ؛ هیله ده چي تر هر مضمون لاندي خپل نظر ولیکئ او دا ویبلاګ له نورو سره شریک کړئ
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۵/۰۵/۰۶ خپرندوی

د جګړې له ډګره تازه حال (طنز)
همدا اوس خورا سخته جګړه روانه ده. دا جګړه د نړۍ په ټولو سیمو کي د نفسي غوښتنو، شیطاني افعالو، بدو کړونو او ناوړه اعمالو د تصفیې په هدف په شدت سره روانه ده. ویل کېږي چي په دې جګړه کي تر اوسه ۱۷ پېشلمیان ختم سوي دي او ۱۶ روژې په بشپړه توګه نیول سوي او د ۱۷مي روژې د نیولو لپاره د نړۍ په میلونونو مسلمانان د صبح صادق له پیل سره را خوځېدلي دي.
خبر زیاتوي په دې جګړه ټول مسلمانان د منظم پلان له مخي مبارزه کوي. هر ماخستن د تراوح ادا کولو وروسته د راتلونکي ورځي د جګړې لپاره استراحت کوي او سبا ته ځانونه چمتو کوي. 
په روانه جګړه کي شر خوښونکي عناصر؛ لکه: شیطانان او منافقین خورا سخت ځپل سوي دي. د مخامخ مقابلې توان ئې له لاسه ورکړی، اوس یوازي د چریکي حملو له لاري پر ځینو سوست کمانو مسلمانو حملې کوي.دا حملې اکثره په تشنابونو،پسخانو، بانډارځایونو، د چارواکو پر دفترونو، او ځینو امنیتي پوستو کي پر میشتو کمزورو مسلمانانو تر سره کېږي. 
د جګړې یو طرف مسلمانان او بل طرف ئې شیطانان او شیطان خېل دي، کفار هم د شیطانانو په ملګریتوب کي ښکېل دي.
د جګړې د ډګر یو تن مسلمان جنګیالي (روژاتي) خپل مورال خورا قوي وښودئ او وئې ویل چي تر راتلونکو ۱٣ یا ۱٤ ورځو پوري به روژه په بشپړه توګه ونیسو او اختر ته به ور ورسېږو. کله چي اختر ته ورسېدو بیا به نو د خوشحالۍ جشنونه جوړېږي.
زموږ خبریال حالاتو په کتلو سره دا وړاندوینه کوي، چي سوبه د مسلمانانو په برخه ده. 
د خبر خپرول د منابع په یادولو سره جواز لري


.: Weblog Themes By GreenSkin :.


د هسک ویبلاګ ټول حقوق له خپرندوی سره خوندي دي | امتیاز: هسک ویبلاګ