هــسک-علمي او کلتوري ویبلاگ (١٣٨٥)
هسک او ځمکه نغښته ستاده - د مَـــــړو وده له تا ده!

هسک ستاسو دئ؛ هیله ده چي تر هر مضمون لاندي خپل نظر ولیکئ او دا ویبلاګ له نورو سره شریک کړئ
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۲/۱۰/۰۶ خپرندوی

دغه زدکوونکى ناکام دى که کامياب؟

١- ناپليون په کومه جګړه کې ووژل سو؟
جواب: د هغه د واک په وروستۍ جګړه کې.
٢- د سولې اعلاميه چيرې لاسليک سوه؟
جواب: د ورقې په پاى کې.
٣- د طلاق اصلي لامل څه دى؟
جواب: واده.
٤- د امتحانونو اصلي علت څه دى؟
جواب: ناکامي.
٥- په سهارنۍ کې څه شي هېڅکله نه سې خوړلاى؟
غرمنۍ او ماښامنۍ.
٦- څه شى د نيمې مڼې غوندې ښکاري؟
جواب: د مڼې هغه بله نيمايي.
٧- که په شنه سمندر کې سره ډبره وغورځوې، ډبره به څنګه سي؟
جواب: ډېر ساده، لنده به سي.
٨- يو سړى ٨ ورځې څنګه بې خوبه تېرولاى سي؟
جواب: ډېر ساده، د شپې دې ويدېږي.
٩- که دې په يوه لاس کې 3 نارنجه او 4 سېبه واى او په بل کې 3 سېبه او 4 نارنجه نو څه به دې لرلاى؟
جواب: ډېر غټ لاسونه.
١٠- که د خښتو يو دېوال 8 نفرو په 10 ساعتونو کې جوړ کړى وي، نو 4 نفره به يې په څومره وخت کې جوړ کړي؟
جواب: په صفر وخت کې، ځکه دېوال مخکې له مخکې جوړ سوى دى.

جبار فراز Jabar Faraz څه په مننه


تړاو: جالب
.: Weblog Themes By GreenSkin :.


د هسک ویبلاګ ټول حقوق له خپرندوی سره خوندي دي | امتیاز: هسک ویبلاګ