يو سړي د مېرمني په پټه غوښتل دوهم واده وکړي، د نکاح مراسم ئې جمعې ورځي ته اماده کړي وه؛ خو ښځه ئې خبره سوې وه.

سړی د پنجشنبې په ماښام وختي بیده سو، سهار چي راويښ سو، ځان ئې ښه ساټ و باټ کړ، نوي کالي ئې واغوستل عطر ئې ووهل، غوښتل ئې چي له کوره ووزي؛ مېرمني ئې ورته وويل: سړيه خیر دي وي، چېري ځي؟

سړي وويل: ځم د جمعې لمانځه ته، کېدای سي، ناوخته راسم.

مېرمني ئې ورته وويل: راځه کښېنه نن دوشنبه ده، ما د نشې ګولۍ درکړي وې، څلور شپې بيده وې؛ که دي بيا د دوهمي ښځي نوم واخيست، داسي ګولۍ به درکم چي د قيامت په ورځ را وېښ سې.



:: اړونده موضوع: اولسي ادب
ن :
ت : ۱۳۹۹/۱۲/۱۰
 
اعلان.

.:: کلیک ::.