څو ملګري په نیمه شپه کي د تفریح په نیت کښتۍ چلولو ته ولاړل، تر سپرلۍ مخکي ئې ځانونه ښه نشه کړل.
په کښتۍ کي تر ناستی وروسته ئې د پاروګانو په وهلو شروع وکړه، ښه ډېر وخت ئې د کښتۍ پاروګان ووهل.
سهار سپېدو مهال یخ شمال لږ پر سد کړه؛ ویل راسئ چي وګورو څونده مزل مو کړی دئ، ځکه تر سهاره مو د کښتۍ پاروګان وهل!
کله چي ئې ښه په دقت وکتل، وئې لیدل چي کښتۍ پر همهغه ځای چي په شپه کي وه، ځای پر ځای ولاړه ده.
فکر ئې سو چي یو شی مو هېر کړی دئ؛ دوی ټوله شپه د کښتۍ پاروګان ووهل، خو دا ئې هېر سوي وه، چي کښتۍ ایله کړي او تناو ئې له ساحله ور خلاص کړي!
#هدفــ: موږ هم په یو اوږده بحیره کي ژوند کوو، که مو کښتۍ ایله کړې نه وي او له ساحله مو خلاصه کړې نه وي، که هر څونه زیار او زحمت چي پر ځان تېر کړو، و هدف ته به ونه رسېږو.
پوهېږئ چي زموږ کښتۍ چیری تړلې ده؟
ایا زموږ پر بدن تړلې؟
پر افکارو؟
او که مو پر عواطفو؟
بلې!
ﺑﺪﻥ، ﺍﻓﮑﺎﺭ اﻭ ﻋﻮﺍﻃﻒ دا زموږ ساحلونه دي.
Afghan Afghani Converter