بوډا سړي د خلکو په منځ کي په لوړ ږغ ناري کړه؛
څوک سته چي زما پوښتني ته جواب راکړي؟
خلکو وویل، هو ووایه، د څه شي پوښتنه لرې؟
بوډا پوښتنه وکړه؛ که زه یو سېر وریجی وکرم، څو سېره لوبیا ځیني اخیستلای سم؟
خلکو ورته وویل: چی وریجي وکرې، وریجي درکوي، نه لوبیا!
بوډا بیا پوښتنه وکړه، که یو سیر غنم وکرم، څو سېره وربشي په لاس راځي؟
خلکو پر وخندل، ویل بوډا لیونی سوی یې؟
بوډا یې په جواب کي وویل: کله چي ګناه کوئ، څنګه له الله څخه د جنت هیله لرئ؟
ایا جنت د ښو عملونو په بدل کي درکول کېږي، که د ګناهونو په بدل کي؛ ووایاست چی زه لېونی یم، که تاسو؟
#هدفــ: دنیا ستاسو د کړنو هینداره ده، چي څه کرئ، هغه به رېبئ؛ که په هینداره کی وګورئ، هینداره تاسو ته ستاسو څېره ښکاره کوي، نه د بل چا.
د خدای او د خدای له مخلوق سره ښه وکړئ، چي الله او د الله مخلوق ښه درسره وکړي.
د ښو بدله ښه ده، د بدو بدله بده!
Afghan Afghani Converter