هــسک-علمي او کلتوري ویبلاگ (١٣٨٥)
هسک او ځمکه نغښته ستاده - د مَـــــړو وده له تا ده!

هسک ستاسو دئ؛ هیله ده چي تر هر مضمون لاندي خپل نظر ولیکئ او دا ویبلاګ له نورو سره شریک کړئ
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۷/۰۹/۰۳ خپرندوی
خوب وینم عالمه که یې څوک راکړي معنی

پروت یم سر مي ایښی د خپل یار پر زنګانه

خوب وینم، هر خوا څه، ډله ډله خلک راغلل
وسله یې پر اوږو وه، له سنګره خلک راغلل
د ښار له منځه راغله، له لوی غره خلک راغلل
یو بل سره په غېږ سوه،خولې یې ډکي له خندا
خوب وینم عالمه که یې څوک راکړي معنی

خوب وینم، ګرځېږي سپین لباس سپین بیرغونه
ښار ته په خیال راغلل، اوږدې څوڼي چنګ بریتونه
سرتېرو ور ډالۍ کړله د میني سلامونه
تورو سور زرغون بیرغ دئ، په هوا کي په رپا
خوب وینم عالمه که یې څوک راکړي معنی

خوب وینم، اولس له خوشحالیه په ژړا دئ
هدف د ټولو یو دئ، دښمن یې نن تبا دئ
اوربند دئ، ورورولي ده، روښانه مو سبا دئ
تقدیر مو بدل مو سوی، یا قبوله مو دعا
خوب وینم عالمه که یې څوک راکړي معنی

خوب وینم، لاس پورته کړئ دعا کوم خالق ته 
د ژوند حقوق مو راکړې، همېش مو سې رفیق ته
قانع مو په وطن کړې، په ژوند مو سې رازق ته
د سولي زمزمې دي، لوی او کم دي په نڅا
خوب وینم عالمه که یې څوک راکړي معنی

د کوچني اختر دوهمه، د جوزا ۲۶مه ۱۳۹۳

 


.: Weblog Themes By GreenSkin :.


د هسک ویبلاګ ټول حقوق له خپرندوی سره خوندي دي | امتیاز: هسک ویبلاګ