خلک وايي چي راغلى بيا اخــــــــــــتر دئ
دا چي چا باندي اختر دئ خداى خــــبر دئ
مبارک دي سي که چا باندي اختــــــر وي
په افغان باندي اختر نه دئ محــــــــشر دئ
چي په سمه سترګه څوک ورته نـظر کړي
پورته کښته ټول عالم زېــــــــــــــــــر و زبر دئ
په پردي اسمان کي بل شان ته ځـــــــــلېږي
که هلال دئ که سپوږمۍ ده او کــــه لمردئ
داهلال چي زه يې وينم په افـــــــــــــــــق کښي
نه پوهېږم تش کچکول که مات ســــاغر دئ
ارواښاد عبدالرحمن پژواک
:: اړونده موضوع:
غزلزار
زما كندهاره د زمرو وطنه
زما د سركښو پښتنو وطنه
د اتلانو د كيسو وطنه
د ميدانونو خرخښو وطنه
داسي مي نه غوښتې چي نن دي وينم
په تن زخمي په سره كفن دي وينم
نه دي هلمند هغه موجونه راوړي
نه له مستۍ په خوله ځګونه راوړي
نه د ارغند غاړي ګلونه راوړي
نه دي ترنك زاړه سېلونه راوړي
نه دي دښتو كي قافلې وينمه
نه دي كېږديو كي ډېوې وينمه
نه د رابيا له ميني مست فتح خان
له كلابُسته قهرېدلى روان
نه ورسره دي د بړېڅو ياران
نه د مغولو په پوځ ګډ دى تالان
نه يې شپېلۍ دي په برېتو اغوستي
نه يې سرونه په نېزو اغوستي
نه چا ته كور نه چا ته بام پاته دى
نه د كيسو د شپو ارام پاته دى
نه د بيبو د خولې پيغام پاته دى
نه ښادي خان نه دلارام پاته دى
نه په زلمۍ مينه كي شور خوځېږي
نه په رګو كي د چا اور بلېږي
نه د احمد د توري شرنګ وينمه
نه يې لښكري نه يې جنګ وينمه
نه پاني پت په وينو رنګ وينمه
نه سينې څيري په خدنګ وينمه
نه مرهټياني ميندي بوري ژاړي
نه پښتنې په تېرو تورو وياړي
اوس دي پر كليو جنازې را اوري
له پېغلو سترګو اوښكي سرې را اوري
له خپل قسمته درته شپې را اوري
پر سپينو ورځو دي تيارې را اوري
اوس هديره د افسانو يې زموږ
ګور د زلميو ارمانو يې زموږ
اوس له آمو تر اباسينه خاوره
له وينو مسته سره رنګينه خاوره
هغه درنه هغه سنګينه خاوره
هغه تر خپل ښارګ شېرينه خاوره
ورباندي ګرځي د اورنګ آسونه
د پردۍ سولي پردي جنګ آسونه
اوس دي په لار كي رقيبان پراته دي
اوس دي په عرش كي شيطانان پراته دي
پر خزانو دي ښاماران پراته دي
په كوه قاف كي دي دېوان پراته دي
لاري كوڅې دي د اغزو ډكي دي
ياغي درې دي له لمبو ډكي دي
ما خو به ستا په نوم فالونه كتل
ما له قسمت سره سوكونه وهل
ما دي په غېږه كي ګلونه ليدل
ما دي تندي كي جنتونه ويل
اوس مي په زړه كي ستا يادونه ژاړي
هره غزل كي مي بيتونه ژاړي
لا مي د وران قسمت خوبونه وينم
لا دي په برخه توپانونه وينم
لا په غضب د آسمان خونه وينم
لا د ډبرو بارانونه وينم
لا به د دوست په نوم درځي غليمان
لا به دي وژني د لستوڼي ماران
راسه چي ويني ته دي اور دركمه
زاړه جنون ته به دي شور دركمه
څو لېونۍ چيغي په پور دركمه
زخمي لمبو ته به دي زور دركمه
راځه يو مسته پياله بنګ پورته كو
يو ځل به بيا د توري شرنګ پورته كو
راځه چي بيا د افسانو په ژبه
د ملالۍ او د عينو په ژبه
د ميوندونو د كيسو په ژبه
څه د توپك څه د جرګو په ژبه
د وطن شپو ته مشالونه راوړو
د تيارو ښار ته څراغونه راوړو
زما كندهاره د زمرو وطنه
زما د سركښو پښتنو وطنه
د اتلانو د كيسو وطنه
د ميدانونو خرخښو وطنه
داسي مي نه غوښتې چي نن دي وينم
په تن زخمي په سره كفن دي وينم
جهاني
ويرجينيا
2001- 5- 15
:: اړونده موضوع:
غزلزار
O my Beloved
William Shakespeare
زما ګراني چېرته لالهانده ګرځې
لږه دمه سه چي مين دي راځي
هغه پر تا باندي ريښتونى عاشق
هغه د ميني هيله مين دي راځي
درته راځي ستا د ښكلا خريدار
ښايستې ورو ورو قدمونه واخله
هغه دى ستا په نوم سندري وايي
لږ په مداره دي ګامونه واخله
د هر سفر په پاى كي دوه مينان
ورانوي كور د بېلتانه او هجران
ګراني پوهېږې مينه څه ته وايي
پرېږده چي هر څه وي هغه ته وايي
راځه دا نن به په خندا تېروو
پرېږده سبا هغه سبا تېروو
څوك په خبر دي سبا څه پېښېږي
نن په خوښي تېرېږي ښه تېرېږي
سبا تر اوسه چا ليدلى نه دى
د انتظار خير يې كتلى نه دى
راسه په غېږ كي شل كلني نجلۍ
راسه چي مچ دي كمه سپينه خولګۍ
ګراني لنډي دي د ځوانۍ كلونه
راسه چي وباسو له زړو غمونه
:: اړونده موضوع:
غزلزار
زمــــا د قـــتــل بـه ضــــرور په تا الزام راځي
ماله افسوس د خپلي ميني په انجام راځي
زما د خـــټو گټـو کلى دومره سپک مه گڼه
دلــتـه چي ښکلي هم راځي په احترام راځي
:: اړونده موضوع:
غزلزار
د پښتو ژبي تاريخي بهير

د پيل خبري
لکه څنگه چي زموږ گران هيواد افغانستان څه دپاسه پنځه زره کلن ليکلي کړکېښ (تاريخ) لري او نا ليکلي تاريخ خو يې بيا څو زره کالو ته رسيږي، خو که د هيواد و لرغوني تاريخ ته وکتل سي دا به له ورايه راته جوته سي چي د دې هيواد ميړني او اتل اولس د خپل تاريخ په بهير کي د ژوند په هره څانگه کي يې د ځانه څخه د سرښندونو او قربانيو په توله ډيري اتلولۍ پرې ايښي دي، که چيري موږ د دې بې شماره اتلولۍ يوه-يوه بېلگه راڅپړو گمان کوم چي زموږ د دې لنډوگن وخت په چوکاټ کي به امکان ونلري، ځکه نو زموږ تاريخ د نړۍ په کړکېښ کي ډير ستر ځاي نيولي دى
ويدا ژبه:
د لسو ټبرونو جگړه او پښتو
د پکهت ويشنه:-
د پښتو په اړوند د مورگرن نظر:-
پښتو او ميدي ژبي:-
د تخاري ژبي اړيکي له پښتو سره
........
دلیکني دلو ستلولپاره(پا ته برخی ) ته ټک ورکړی
زړګــــی
چـــې زړګــــی مــــې پـــــرې ودان دی
« يو ســړی » دی پــه مــا ګـــران دی
ځـکـه کـــوږ لـــه خيالـــه ګــــرځـــې
د ښـــــايست د کــلــــــي خـــــان دی
مــــــړې ســــــم ســـــم راتــــه ګـــــوره
ســــتـا پـــه دې کـــې څـــه تـــــاوان دی
حـــــسـن څـــــه دی مينه څـــه ده
يـــــو فـــریــــب دی بــــل ګــــمــان دی
د زړګــــي لــــه کــــــوره نـــــــه ځـــي
يو ضــــدي غـــونــــدې ارمـــان دی
پـــــيـدا کـــــــړی دی پــــــښـــتـون يم
ربــــــه دا دې لـــــوئـــــی احـــسـان دی
يو زمــــــا پـــــوښـــتـنـه نـــــکــــړي
نـــور پـــه هـــــر چــــا مــــهـربــان دی
بــیـا مـــې ګــــڅـــه ســــتـرګـــه رپــــي
راتـــــــه ښــــــــــکـــاري را روان دی
هــــــر یــــــو شـــــــعـــر مـــې لايقه
د غــــټ ســــتـرګـــي نـه قــــربـــان دی
کاشکي ماهم دهغوي په څير ښکلا نه درلوداي :
اوس به زه هم ديوي ښکلي مرغي دکپس خاوند واي :
هرکله خوبه مي په خوله دامتل نه راتلاي چي وايي :
ښه انګور ګرد عمر چغال خوړلي وي .
اه خدايه
په تير ټول ژوندانه کي مي دشريکي ميني څوک نه درلود
اونه مي هم دچاسره دزړه له خلوصه مينه کړي وه
هو: مينه مي درلوده خوله ځانه سره مي ټينګه نيولي وه
چي ناببره يوه ښايسته کوتره راغله اومينه يي راڅخه پخپلو منګلوکي ونيوله
خپل دزړه ټول رازونه يي راته هموارکړل
مينناکي اوجادوګري سترګي يي راته نيغ په نيغه ونيولي بس
دسترګوپه رپ کي يي دهغي بلي دنيا (ميني ) ورراته پرانستل
اوزه يي دسمندرپه تل کي دپراته کاڼي غوندي ورلاهوکړم
له ځانه بي ځانه سوم
مجنون سوي لانه وم خوجنون غوندي وم
نولږه شيبه پاتي وه چي زه هم ددي مينه زمادميني په څيردخپل جال په مدار کي راټينګه ګړم
چي ناڅاپه دهوانه يوظالم شاهين په قهرجنه څپه راکښيوت اوخپله مخکني ښکارسوي کوتره يي په منقارکي ونيوله
اوزه دغشي څلي په څير په سپيره ډاګ کي هسک ودريدم
ماويل اه خدايه ماخوداسي نه غوښتل
س ع ر

Cahracter of a Happy Life
Sir H. Wotton
ترجمه عبدالباری جهانی
لکه څرنگه چي پرودگار(ج) د خپلي واکمني په خاطر د شمسى نظام سره يو ځاي د ځمکي دغه ليږيديدونکي ستوري رامنځ ته کړ او په هغه کي د ژونديو موجوداتو راپيداکيدنه د دې باعث وگرځيدى چي د الله(ج) خداى اظهار شي.
نو همدا سبب دى چي د ژوندي موجوداتو په څنگ کي يې داسي يو موجود خلق کړل چي هغه يې د انسان په نامه ونومول دا موجود يې نسبت ونورو ژوندي موجوداتو ته د مغز يو پرمختللي سيسټم ور په برخه کړ چي د همدې سيسټم له وجه ورته د اشراف المخلوقات لقب ورکړل شو، هغه په دې مانا چي انسان ته يې دا توانايي ور په برخه کړه چي د ټولنيز ژوند د پرمختگ او سمون تواناي ولري انسان د ژوند له پيل څخه په طبعي توگه دا خصلت په ځان کي ومونده چي د يوې ورځي څخه تر بلې پوري د خپل ژوند د سوکالي لپاره پرمختگ وکړي، که موږ د انسانانو هغه پخواني او لرغوني ژوند ته وروگرځو د دوي ژوند د هغه وخت څخه بيا تر اوسه پوري د مقايسې وړ نه دى ځکه چي اوسني انسانان د طبيعت پر ډيرو مشکلو چارو باندي غلبه موندلې ده او د طبيعت ډېر پټ اسرار يې تر لاسه کړى دي دغه ټول هغه موضوعات چي موږ تاسي يې نن په نړۍ کي گورو او يا يې اورو د کشفياتو څخه، اختراعاتو څخه او يا د ساينس او ټکنالوجي په برخه کي دا ټوله د همدې اشراف المخلوقات د اذهانو زيږنده ده، نو ځکه دوي د علومو په برخه کي په عمومي ډول سره دوه ډوله علمي امتيازونه رامنځ ته کړه چي يو يې مادي يا اقتصادي او بل يې معنوي يا دروني دى