خلک وايي چي راغلى بيا اخــــــــــــتر دئ
دا چي چا باندي اختر دئ خداى خــــبر دئ
مبارک دي سي که چا باندي اختــــــر وي
په افغان باندي اختر نه دئ محــــــــشر دئ
چي په سمه سترګه څوک ورته نـظر کړي
پورته کښته ټول عالم زېــــــــــــــــــر و زبر دئ
په پردي اسمان کي بل شان ته ځـــــــــلېږي
که هلال دئ که سپوږمۍ ده او کــــه لمردئ
داهلال چي زه يې وينم په افـــــــــــــــــق کښي
نه پوهېږم تش کچکول که مات ســــاغر دئ
ارواښاد عبدالرحمن پژواک
Afghan Afghani Converter