هــسک-علمي او کلتوري ویبلاگ (١٣٨٥)
هسک او ځمکه نغښته ستاده - د مَـــــړو وده له تا ده!

هسک ستاسو دئ؛ هیله ده چي تر هر مضمون لاندي خپل نظر ولیکئ او دا ویبلاګ له نورو سره شریک کړئ
د خپرېدو نېټه ۱۳۸۷/۰۴/۰۳ خپرندوی

Cahracter of a Happy Life

Sir H. Wotton

 ترجمه عبدالباری جهانی

 

هغه څونه دی  نېکمرغه چی پیدا پر زمانه وي

نه غلام د چا د واک وي نه د چا په ارده وي

چی ریښتونې عقیده یې خپله زغره اووسله وي

لوی کمال د ژوند یې دا وي چی ریشتیا یې تل په خوله وی

نه شهوت باندی غالب وي نه یې خپل قهر بادار وي

ځان یې هرکله سپارلی روح یې تل مرگ ته تیار وي

نه تړلی په جهان وي نه د چا په انتظار وي

نه د چا د احسان وږی نه یې عام شهرت په کار وي

نه په هغه یې کست کېږی چی نصیب وي لوړ بېولي

نه په چا چی په دروغو تر مقام وي رسېدلي

څه کاري زخمونه راسي له شامته د ستایلو

نه غټېږي نه لویېږی څوک  دچا له ښوویلو

چی ازاد له آوازو وي چی فارغ له هره چل وي

خپل وجدان یې تل قاضی وي خپل گرېوان یې ټینگ مورچل وي

نه پړسېږي په ستایلونه د چا په باټولو

نه د ده په تورولو غلیم ستر سي په ویلو

 چی خپل خدای ته هم په  شپه کی هم سهار کوي لمونځونه

ورته یاد یوازي خدای وي نه دنیا نه نعمتونه

په خوښیو کی ورځ تېره د د دوستانوپه پاللو

یا یې ښه کتاب ترڅنگ وي ورځ کړي تېره په لوستلو

دا آزاد وی له کړیو د بادار له درلودلو

چی یا تمه د قدرت  ده  اویا ډار له پرېوتلو

دی په خپل زړه کی پاچا دی نه یې مځکی نه باغونه

دی مالک د هر نعمت دی موږ یې تش وینو لاسونه.

 


.: Weblog Themes By GreenSkin :.


د هسک ویبلاګ ټول حقوق له خپرندوی سره خوندي دي | امتیاز: هسک ویبلاګ