د پښتو ژبي تاريخي بهير

 

د پيل خبري

لکه څنگه چي زموږ گران هيواد افغانستان څه دپاسه پنځه زره کلن ليکلي کړکېښ (تاريخ) لري او نا ليکلي تاريخ خو يې بيا څو زره کالو ته رسيږي، خو که د هيواد و لرغوني تاريخ ته وکتل سي دا به له ورايه راته جوته سي چي د دې هيواد ميړني او اتل اولس د خپل تاريخ په بهير کي د ژوند په هره څانگه کي يې د ځانه څخه د سرښندونو او قربانيو په توله ډيري اتلولۍ پرې ايښي دي، که چيري موږ د دې بې شماره اتلولۍ يوه-يوه بېلگه راڅپړو گمان کوم چي زموږ د دې لنډوگن وخت په چوکاټ کي به امکان ونلري، ځکه نو زموږ تاريخ د نړۍ په کړکېښ کي ډير ستر ځاي نيولي دى

  1. ويدا ژبه: دا چي د اريايي ژبو په اړه څه ناڅه مالومات مو په تيرو څپرکو کي لوستلي دي نو نه غواړو چي د اريايي ژبو په اړوند په مفصله توگه يادونه وکړو، نو دونه بايد وويل شي چي د ٢٥٠٠ څخه تر ١٥٠٠ ق،م پوري د ويدي ژبه د آمو سيند پر غاړه موجوده وه چي بيا د وخت د تيريدو په خاطر ځيني څانگي يې بيلي سوې چي هغه د هندي او ايراني په نامه يادې سوې، خو د ويدا کتاب هغه پخواني برخه اوس هم سته، د دې اصلي او اريايي  ژبي اوښتون موږ ته دا راښيي چي په حقيقت کي د ويدا کتاب په بشپړ او مکمل ډول په لاس کي نسته ځکه چي ځيني پخواني برخي يې د وخت د پېښو او اوښتونونو په خاطر ورک دي، خو اکثره د ژبو پوهان او تاريخ څيړونکي په دغه کتاب کي د ژبني تحولاتو له مخي کتني کړي دي او دوي داسي گروهنه لري چي د ويدا د کتاب ډيري سندري ورکي دي او دغه سندري چي اوس موجودي دي د يو وخت نه دي، دا سرودونه د ژبو له رويه يو له بله سره توپير لري، هغه په دې مانا چي ځيني برخي زړې او پخواني دي او ځيني بيا نوي او د هغه وخت په تاريخ پوري اړوند څه ويل شوي دي، نو لازمه به دا وي چي موږ د دې هر يوه په اړوند په راتلونکي کي مالومات تر لاسه کړو.
  2. د لسو ټبرونو جگړه او پښتو

کوم وخت چي اريايي ټبرونه زموږ د هيواد په غرو، رغو او د هند په ورشوگانو او ځنگلونو کي خپاره سول د دې تر منځ يوه مشهوره شخړه رامنځ ته شول، د دې شخړي بيان د ويدا په زاړه کتاب کي راغلي دى، چي موږ يې دلته مهم لنډ نقاد رااخلو کوم چي زموږ د موضوع سره اړه لري.

د اريايي اقوامو څخه د بهارته (Bharata) ټبر د کوبها ياني د اوسني کابل او د ارغند يا اوسني ارغنداب له ورښوگانو څخه تر خيبر، بولان او نور لارو تير سول او د سندهو (اباسين) ورشوگانو ته ورکښته سول چي په هند او پنجاب کي سره تيت سول، په همدغه وخت کي په همدغه ځاي کي د بهاراته د ټبر پاچا (سوداس) نوميده چي د (ديواداسا) زوى يا لمسى و، د دې پاچا سره د (کوزيکا) د علمي او ادبي کورنۍ څخه يو ريشي (شاعر) او روحاني کس د مشاور په توگه ورسره و، چي دا سړى د (ويسوامترا) (Visvamitara) نوميده چي ډېره پوهه او روحاني ځواک يې لاره چي د سوداس پاچا سره يې د (ستردو) (Sturdu) (ستلج) او (ويپاشاه) (Vipasha) (بياس) په نيولو کي يې ډېره ستره مرسته وکړه خو څه موده وروسته سوداس پاچا دا خپل پوه او روحاني مشاور ايسته کي او پر ځاي يې يو بل څوک د (واسيستاس) (Vasistas) په نامه مقرر کي چي د دغو دوو تنو ريشيانو تر منځ سخت مخالفت راپورته سو او د مخالفت په صورت کي يې يو لوي جنگ ونښتى، د ديوامترا ډير ټبرونه وشاته ودريدل په يوه خوله او يوه اتحاد د ديوامترا تر امر لاندي يې جنگ کاوه چي په نتيجه کي بيا هم سوداس پاچا جنگ وگټي او د (انو) او دروهيو د قبيلو ملکان يې وواژه دغه جنگ د (پاروشني) (Paroshni) (ايراوتي) ياني د راوي رود پر غاړه پيښه شوې ده او دا هغه لس اريايي ټبرونه دي چي په دغه جگړه کي ونډه درلودل، دا اکثره قومونه چي تر اوسه يې بقاياوي يې زموږ په هيواد کي سته.

 د دې څخه داسي ښکاري چي د دغي جگړې وروسته دوي د هند ورشوگانو ته ليږد او مهاجرت ودراوه او همدلته پاته سو، د دغو لسو ټبرونو نومونه په دې ډوي دي:

  1. پکته (Paktahas) (پکتويس پکهت = پښتون)
  2. الينا (Alinas) د نورستان اوسني خلک.
  3. بهالانا (Bhalanas) د بولان اوسني خلک
  4. شيوا (Shivas) د شيوکي خلک چي د اباسين پر غاړه اوسيدل
  5. ويشانن (Vishanins) دا مالوم نه دى.
  6. انوز (Anus) چي د پنجاب د راوي د رود پر غاړه اوسيدل د بريکوس مشهوره کورنۍ چي يوه روحاني کورنۍ وه د همدې ځاي استوگن وه.
  7. دروهيو (Druhyus) دا قوم هم د انوز سره يو ځاي اوسيدل.
  8. تورواشا (Turvshas) دا هم معلوم نه دى.
  9. يادو (Yadus) پورته قبيله د توره واشاه قبيله هم د دوي سره يو ځاي وه خو د دوي په اړه مؤثر تاريخي مالومات نه سته.
  10. پورو (Purus) د کندهار د شاوخوا خلک د پورو د ډلي څخه ده.

د پکهت ويشنه:-

د ويل سوى لسو قبيلو له جملې څخه موږ يوازي د ژبي په اړوند د پکهت (پښت) د قبيلې سره به څېړنه وکړو، هغه په دې مانا چي د پښتون ملت لومړى تاريخي وثيقه هم دغه ده چي نوم يې په ريگويدا کي راغلي دى، د دې خبري څخه داسي جوتيږي چي دا ولس د ميلاد څخه ١٤٠٠ کاله پخوا هم موجود و او اريايي کورنۍ يې نوم او نښان ځلولي دى دا ځکه چي د پکهت تاريخ په هغه وخت کي هم ډير  روڼ و او هر څوک يې د تاريخ له نظره پيژني. تر دې وروسته دوى د پارته (Partha) په نامه سره وبلل شول، او د ميلاد څخه د دريمي پيړۍ په شاوخوا کي د دوي مشر ارساس پارتي د لويديځ پلو ته ولاړ او د هريوا (هرى رود) لويديځ پلو ته د خذر تر څنډو پوري يې يو ځلانده مدنيت جوړ کړ او هغه ځمکه يې هم پخپل نامه پارتيا(Parthia) وبلل او بيا وروسته يې هلته دوي د پارت په نامه پاچاهي او سلطنت رامنځ ته کړ او خپل ځان ته يې بېل ثقافت جوړ کړ.

د ٢٥٦ق،م په حدود کي يوه بله سيمه هم د دغه پښتنو له خوا څخه د ارمنستان د لويديځ خواته ورسېده او هوري هم د پکهت (پکتويس) په نامه مشهوره وه او هغه ځاي د دوي په نامه پکتيکا بلل کيده.

د هيرودوت په حواله د تاريخي لاسوندونو پر اساس د   پښتو پيدايښت:-

څرنگه چي په تير لوست کي مو هم وويل د لسو ټبرو د جگړې په جريان کي د تاريخ په شاهدي دا خبره څرگنده سوه چي د دې ټبرونو ذکر چي د ويدا په سرودونو کي راغلي وو هم د پکهت  يا پښت قبيله ١٤٠٠ کاله قبلاالميلاد موجود وه، خو کله چي سکندر په ٣٢٣ مخکي تر ميلاد د مړ سو، د صوبه سرحد د سيمي د حوادثو په هکله باندي  پوره مالومات له منځه ولاړه هغه دا چي دغه تاريخي پيښي چي د سکندر په وخت کي ليکل کيدې له منځه يوړل شوې، تر دې وروسته تاريخي پيښي تر يو لړ ستونزو سره مخامخ شوې خو کوم مالومات چي موږ يې نن ورځ د پښتو ژبي او يا نورو خوندو ژبو د څرگندتيا لپاره په لاس راوړي او يا يې راوړو د ځينو ناڅرگندو اسنادو، سيکو او يا د کيندنو په ترڅ کي دځينو توکو د موندلو لکه تبې (تبخيان) او همدارنگه د يو لړ گرځندويانو، سفيرانو او سيلانيانو د ليکنو څخه يې مالومات راټول کړى دي چي يو يې هم د موريا (Maurya) په دربار کي د سيليوکس (Seleucs) د استازي ميگاستينس هغه سند و چي په همدې ډول د ده د جغرافيايي پوهانو د جملې څخه سترابو(Strabo) او پتولمي(ptolamy) چي پدې هکله باندي د دوي مالومات ډير گټور ثابت شوي دي هغه د ٢٠٠٠ کالو په موده کي د پاکتويس په نامه د تاريخ په پاڼو کي راڅرگند کړ وروسته بيا په پنځمه او اومه ميلادي پيړۍ کي دوه ډېر مهم چيناي سيلانيان فاهاين Fa-hien او هيونتسانگ Hiuen-tsang په کال (٦٢٩- ٦٤٥م) د خپلو گرځيدونو په لړ کي داسي د ډيرو پټو اسنادو له مخي پرده ليري کړه.

پدې وخت کي هم د گندهارا او د پاسکاپورس Paskapuros د ښارو نومان لا ژوندي وه خو د سکندر د مړني څخه وروسته د زرو کالو په موده کي پردي سيمه باندي د يرغلونو چپاونه راپيل شوه د هند او ايران تر مينځ پولي هميشه د بدلون په حالت کي وې ځکه چي پولي ځيني وخت د يوه هيواد په گټه اوځيني وخت د بل هيواد په گټه راڅرخيدلې، په دې پيچلي لړۍ کي د پوهانو او تاريخ پيژندونکو ځېړني او مالومات يا په ټپه ولاړه وه او يا ډېر کرار وو چي د سيمي د لرغوني تاريخ په پيژندلو کي يوازي د هند او ايران پر تاريخ پيژندنه باندي راڅرخيږي، خو په راوروسته وختو کي داسي چيغي راپيل شوې چي د مرکزې آسيا د هوارو سيمو د تاريخ په هکله باندي پلټني تر سره سي چي دا سمي تر ډېره وخته پوري د ترکستان په نامه نوميدلي.

کوم وخت چي يو مستشرق ميک د څيړني پر اساس داسي څرگنده شوه چي د دغه وخت پوهانو هم د گندهارا د پولي ان دافغانستان په اړوند څه ندي ليکلي، نو همدارنگه د افغانانو په اړوند تاريخي څيړني او ليکني په ټپه درليدلي وې، يو انگريزي پوه الفونټون، هم د دې نيمگړتياو غندنه کوي او د هند تاريخ ته گوته نيسي داسي ليکي:- دنورو قومونو او ملتونو په اړوند مالومات لاسته راغلي دي چي هغه د هينديانو سره تماس پيدا کړي دي خو د لرو پښتنو په اړوند بيا کار ستونزمن سوي دي، نو دلته څه ناڅه داضروري هم وه چي که نور څه نه کيدلاي تنها دومره خو بايد واي چي د پاچاهانو د کورنيو کالنى (تذکره) چوکاټ خو يې جوړ کړي وايي چي د دې اثبات پکښي سوي واي چي په صوبه سرحد کي کومو پاچاهانو حکومت کړي دي.

خو سره له دې ستونزو بيا هم داسي عقيده موجوده ده چي په حقيقت کي د اخامنشيانو د امپراطوري د زوال څخه راوروسته په غرنيو سيمو کي د هغو سيمو اوسيدونکو باندي هيڅ چا واگ ندي تر لاسه کړى او په دوي يې کنترول نلرل.

دلته بايد وويل شي چي هغه بې ځايه او افواهيات او ناجايزه فيصلې بېله د ساکا Saka د پيژندني څخه نور د قبول وړ ندي.

د دې دپاره چي ساکا مو ښه پيژندلي وي يو څو جملې د تاريخ په بهير کي سپړو.

مشهور تاريخ پوه هيروډوت پخپلو ليکنو کي يې راوړي دي چي زيرس د اردو چي په کال (٤٨٠ق م) کي د يو پوځ قوماندان و د ساکانو په اړوند يې داسي ويلي دي:-

ساکان داسي خلک و چي پتلونان يې اغوستل پر سرونو باندي يې جگي خولۍ يې پر سر کولې چي مخروطي شکل يې لرل، دوي غشي او ليندۍ، پيش قبضې يا خنجران او هم يو ډول کوچني تبرونه چي ساکرز نوميدله هم د ځانه سره گرزول، دوي په حقيقت کي (امورچي ساتيان) دي خو په ساک مشهور دي دا ځکه چي ايرانيانو همدغه خلگ د ساکيانو په نامه يادول (زيرسيس) او (داريوش) دواړه هغه وخت د تابلوگانو د ليکنو څخه سرچينه اخلي چي په هغو کي (اموجي ساتيان) څو واره راغلي دي او د ساکا په نامه ياد شوي دي، احتمالاً دغه خلک د امو پر غاړه اوسيدل، چي دوي هم د خپلو تربرو (پارتيانو) په څير د ايراني لړۍ د ژبو په يوه څانگه خبري کولي د دې څخه داسي ښکاري چي دا خلک (ساکان) د نننيو پښتو نيکه گان وي او د لويديځو ايرانيو ژبو په څانگه کي يې ژبه شميرل کيږي، دا ځکه چي نسبت و هندي ژبي ته ايراني ژبي ته ډير نيژدې دي.

په جسټون کي يو عبارت په لاتيني ليک ليکل شوي دي خو نېټه يې نه ده څرگنده مگر تاريخ پوهان داسي انگيري چي دا به د ميلاد د دوهمي پيړۍ په ورستيو کي ليکل شوي وي په دې عبارت کي د پارتيانو ژبه داسي شي چي د (ميډيان) او ساتيانو تر مينځ يوه گډه ژبه د دواړو ژبو څخه راوتلې زيږه ايرانۍ ژبه ده داسي مالوميږي چي په دغه ژبه کي د پښتو ژبي ريښې موجودي دى.

د گروسين په يوه مضمون کي چي په هند کي د ژبو د سروې په اړوند ليکلي دي پخپله دې څېړنيز ليک کي د (ډارمسټټر) څخه اقتباس کوي او په دې اقتباس کي دا ثابتيږي چي پښتو يا پختو د ايرانيو ژبو د کورنيو څخه د ختيځ څانگي گروپ دي، خو د شمال لويديځ څخه يې ډيري کليمې په پخپله ژبه کي اخيستي ده او دا مني چي دغه ژبه د اويستا سره گډون لري او زند په نامه تبصرې هم لري، همداسي لکه نننۍ موډرنه پاړسي چي د غربي ايرانيو ژبو يومثال دي چي د هخامنشيانو د زړې پاړسي څخه رامنځ ته شوې ده.

د پښتو په اړوند د مورگرن نظر:-

 مورگرن سلاحيت لرونکي ليکوال دى چي تر بل هر چا د پښتو ژبي په اړوند ډېر علمي مالومات لري، او تر ټولو نورو ليکوالانو څخه د ده ليکني مستند او باوري دي، دى وايي چي پښتو يا پختو په اصل کي دساکا د ژبي يوه څانګه ده چي د شمال څخه راغلې ده مگر د دې رابطې ټينگښت ممکن ندي ځکه چي حقيقت دا دي چي پښتو ژبه په سټه کي د ايراني ژبو د څانگي څخه ده (هند، ارين) له گروپه څخه يې ډير څه اخستي دي دغه اخستني اکثره مورفولوجيکي (گړدود) جوړوي چي په دې برخه کي ډيري بيلگي موجودي دي چي دا بيلگي بيا وروسته ووايو، په دغو بيلگو کي د پاړسي او پښتو ژبو د کليمو پرتليز بهير راغلي دي.

په آخر کي مورگرن په دغو ژبو کي دوه اساسي او بنيادي ورته والي په ږغونو کي په گوته کوي هغه دا چي لومړي د پاسته او درانه آوازونو بېلوالي په ژبه کي راشي او بيا په دوهم قدم کي د بېلو قبيلو د وېښ کرښه څرگنده وي او په عمومي ډول سره نظر ورکوي چي ټولي ژبي د کرلاڼي قبيلې په يوه دايره کي راچاپيره وي چي و دې بدلون ته (الف يا A) بدلون په (واو يا O) د پيښ او الف کوچنى واو، مجهول واو، پر ښکاره او مالوم واو باندي همدارنگه د اوږده (ې) او (اِ) بېله معروفه (ې) څخه راشي، دلته به وگورو چي دغه بېلگي څنگه په ساکا پوري اړه پيدا کوي؟

د پښتو د کليمو د مقايسې شکل په لاندي کليمو کي گورو چي په دغو کليمو کي يو عام بدلون د فونټکس بدلون دى چي په پښتو او پاړسي کي راغلي دي هغه بدلون داسي دى چي په پاړسي کي د (د، d) کليمه په پښتو کي به (ل- L) باندي اوړي.

                  پارسي                                                                                        پښتو

پدر                                                                                            پلار

ديدن                                                                                          ليدل

دارم                                                                                           لرم

ده                                                                                             لس

دختر                                                                                          لور

دست                                                                                        لاس

ديوانه                                                                                         ليونى

په کندهار کي د ساکانو د حاکمانو نومونه د سيکو د پيدا کولو په ترڅ کي تر لاسه شوي دي چي دا ټوله نومان په څرگنده توگه دختيځ په گروپ کي راځي لکه سپالاکادامه=د اوردو لارښود او يا اهورا= روح يا خداى چي په لاتيني کي يې اهورا مزدا بولي همدارنگه چيستانه=څښتن يا څختن.

که پورته مثالونو ته وکتل شي نوبايد دا خبره په زغرده وکړو چي ډير القاب د ختيځ ايرانيو ژبو د ساکا د پير څخه ندي بلکي وروسته هم استعمال شوي دي.

د کوشانيانو په وخت کي چي د ساکانو څخه يې گندهارا ونيول نو همدا ډول القاب يې استعمالول.

کوشانيانو پخپل ساکان نه وه خو د دوي په منځ کي ډير خلک ساکان د کوشانيانو اطباع وه، نو د دغه لنډو مالوماتو څخه داسي څرگنديږي چي د ځينو کيندنو په واسطه کومي سکې چي مينځ ته راغلي دي د هغو له رويه څخه د پښتو ژبي انډول د ساکا له ژبي سره ښيي نو دا هم يوه رابطه ده چي د پښتنو د ژبي د کړکېښ نومونه کيداشي.

پښتو او ميدي ژبي:-

ميديان يا ماديان پخواني اريايي خلک وه چي د ميلاد څخه وړاندي د اوومي پيړۍ په سر کي په پارس يا اوسني ايران کي يو پراخ سلطنت جوړ کړي و، تاريخ پوهان وايي چي دغه خلک (ميډيان) د ميلاد څخه مخکي لس پيړۍ هلته تللې وه، خو موږ دلته د دې قوم ياني د ميډيا د قوم سره د دوي د څيړنو په اړوند د فعلاً لپاره کوم ضرورت نلرو خو صرف دومره وايو چي دا قوم ډير وړاندي د اريايي قومونو څخه يو قوم و، چي ژبه يې هم اريايي وه خو د ژبو په اړوند باندي موږ د ميديانو او اريايانو د ژبو له ارتباط د پښتو سره د لرغوني والي په اړه بحث کوو.

ډارمسټټر يو مشهور مؤرخ د ژبو په اړوند وايي چي:- اويستا لومړي په ميډي ژبه ليکل شوى دى ځکه چي دغه ميډي ژبه د لرغوني او پخواني زړې فارسۍ سره ډير نژدې وه چي اوسني کردي ژبه هم دميډي ژبي څخه راوتلې او مشتقه ده دا په دې مانا چي د ميډي قومونو څخه راوروسته چي د اريايانو عمومي کډوالي له اريانا څخه د باختر پر لور وکوچيدل او بيا د ايران و ورشوگانو ته ولاړل شايد د دوي په ژبه کي به اريايي اثار او کلمات موجود وه، خو په تعصف به بايد وويل شي چي د هغه ميډي ژبي اوس کومه بېلگه نسته چي د پښتو ژبي سره يې ورته والي وښيو، خو يوازي د تاريخ پلار هيروډوت د دې ژبي څخه يوه کليمه ظبط کړې ده دا کليمه د (سپاکا) کليمه ده چي په پښتو کي هم دا کليمه په يو څه تغير اوس هم وجود لري (سپى) چي مانا يې په دري کي (سگ) دى.

يو بل ژبپوهان او مؤرخ کروسن وايي چي ميډي ژبي د ايران په ختيځو برخو کي ويل کيدې ځکه نو د پامير او هندوکش د سيمو ژبي لکه غلچه، اورمړي، بلوڅي، او پښتو ټوله دا ژبي په ميډي ژبي کي شاملي بولي او دا ټوله د ميډي د ډلي ژبي گڼي، چي  د ده په اصطلاح پرشک ژبي دي د دې ژبو نژدې والي هم د دې خبري ټينگښت مالوموي چي په اورمړي ژبه کي سپک د سپاکا اوپه پښتو کي د سپي د کليمې څخه راپاته دي چي دا دواړه کليمې (سپک، سپي) د ميډي د کليمې سپاکا سره په عين مانا خو د شکل په تغير راغلي دي خو د ايرانۍ اوسني پاړسۍ سره ډير تفاوت لري ځکه چي هلته د دغي کليمې شکل د (سگ) په ډول راغلي دي.

که د ميدي ژبي نوري کليمې، اصطلاحات او الفاظ اوس موجود وايي نو د پښتو ژبي مطابقت به د ميډي ژبي  سره جوت شوي وايي خو صرف دلته موږ په همدې يوه کليمه  بسنه کو چي دا کليمه د پښتو او ميډي ژبو نژدې اړيکي راښي.

 

 

د تخاري ژبي اړيکي له پښتو سره

د ١٩٥٧م کال د مي پر اومه نېټه د فرانسې د لرغونپوهانو يو يې ډلي د بغلان د سره کوتل په خرابو کي يوه ډبر ليکنه (کتبه) تر خاورو لاندي وموندل دا ډبر ليکنه پر يوه لويه گاړه په يوناني مات (شکسته) ليک ليکل شوې وه چي دا ليک ٢٥ کرښې درلودلې او د ٩٤٧ تورو پواسطه ترتيب شوې وه.

د سره کوتل خرابې ډير لرغوني تاريخ لري په دغه خرابو کي يو لرغوني لمانځل ځاى (معبد) موجود و، چي د کيندنو په وخت کي له دغه ځاي څخه ډير لرغوني اثار کشف شول د دغه کشفياتو په صورت کي لرغون پوهانو داسي وگروهول چي دلته يوه لويه د اورځاي (آتش کده) وه چي د هغه څخه د سپيڅلو نغريو اثار راڅرگند شوه نو ځکه دغو لرغون پوهانو داسي نظر ورکړه چي دا اور ځاي ياني آتش کده د ٢٤٠م کال په شاوخوا کي په قصدي توگه د اور د لگيدو په واسطه ورانه شوې ده، او د پلټنو د ادامې په صورت کي نوري کوچنۍ ليکني هم راپيدا شوې خو تر ټولو لويه تاريخي ډبره چي ارزښت يې د لرغون توب په لحاظ ډير و، د فرانسې د يو لرغون پوه مسترميرسيک او انگليسي ژب پوهان M,B, Henning د لوستلو کوښښ وکي او د فرانسې يو بل ژب پوه Emil Bemvenis هم د اسياتيک په يوه ژورنال کي په ١٩٦١م کال کي په يوه خپرونه کي پر دوو نورو ډبر ليکنو په مفصله توگه خپله څېړنه وليکل.

هغه دري ډبر ليکونه چي د بغلان د سره کوتل په خرابو کي د لمانځل ځايونو نه رامنځ ته شوې وه نوري علمي کيندني پيل کړې چي په نتيجه کي هغه لوي ډبر ليک کشف کي چي اوس هم د کابل په موزيم کي موجود دي، دا ستره ډبرليکنه په ډير ښايسته ليک په يوناني ژبه داسي ليکل شوې ده چي د نورو څرگندتيا يې د ويلو په وخت کي کوم مشکل نه رامينځ ته کوي، دا ليکنه د ډبر پاڼي په شکل په ١١٧×١٣٢ سانتي متر کي کندل شوې ده چي ليک ته يې هيڅ تاوان ندي رسيدلي نوکوم وخت چي د دغي ډبري د راختلو په وخت هغه د معبد ځاي راڅرگند شو نو بيا يې هغه ټوله مځکه تر علمي څېړني او پلټني لاندي وکيندل چي د دغه کيندنو په صورت کي يو لوي څا راڅرگند شو چي په ډيرو پخو تعميراتي موادو جوړ شوې وو په دغه موادو کي ځيني ډبري هم موجودي وې چي پر هغو باندي هم ځيني ليکني په يوناني ليک ليکل شوې وې دغه ټول ډبر ليکونه ٥٣ دانو ته رسيدل خو د حيرانتيا او تعجب خبره دا ده چي پوهانو دغه د ډبري مختلفي ټوتې تر علمي کتني لاندي سره ترتيب کړې چي په پايله کي يې د هغه لومړي کتيبې دوې نوري نسخې هم رامنځ ته شوې چي هغه په دې ډول دي.

دوهمه نسخه يا ډبر ليکنه:-

دا نسخه پر يوويشتو ټوتو باندي مشتمله وه او د ٢٧ ليکو په اندازه يو اوږد پرگراف و، په دغه پرگراف کي د دغه ليکو کيندنه په داسي صورت باندي شوې وه چي نسبت و لومړي کتيبې ته يې ليک ضعيف او خراب ښکاريدي او هم يې د ډبرو ځيني برخي ماتي شوې وې او تورو يې رږيدلې وې په املا کي هم نسبت و لومړي کتيبې ته هم توپير موجود و.

درېيمه نسخه يا ډبرليکنه:-

دا ډبر ليکنه هم د دوهمي کتيبې په څير پر ٣٢ ټوتو باندي ويشل شوې وه او د ٢٧ کرښو په اندازه په ډبرو کي کيندل شوې وه، د دې ډبرو ډيري برخي د ليک له نظره ماتي رږيدلې وې، د ليک ډول يې هم ډير خراب،املا يې بې تناسبه او د کليمو ډول يې د نورو ډبرو سره توپير لاره د ځينو تورو يې غت او د ځينو بيا واړه وه، د ژبو او لرغو پيژندني يو استاد بنوينسټ دغه درې نسخي يې سره پرتله کړي دي او د دوي په مينځ کي يې د کليماتو د املا اختلاف ښودلي دي، نو د دې څخه دا گومان کيږي چي په هغه وخت کي د هغه اورځاي د بيارغاوني يا ترميم کوونکي په لومړي پلا يوه نسخه او په دوهمه پلا دريمه نسخه د ټوتو په شکل چي ليکل سوې وه ودې ته يې فکر شو چي د دې ډبرو د يوځاى کيدو په صورت کي دهغه لو کتېبې مفهوم په کي رانغښتي و او د املا نقص ته يې هم پام شو او پر ډيرو ټوتو ليکنه هم سمه نده پاتي شوې نو ده داسي وپتېيله چي په دريمه پلا کي دغه مطلب په وروسته توگه پر درېيمي ډبري د سنگ کاري په ډول په هغه ځاي کي  کار کړي وي چي اوس دا دري سره کتيبې د پلټنو په ترڅ راپيدا شوى دى او تر علمي څيړني وروسته يو ستر تاريخي سند گرځيدلي دى.

د بغلان د ډبرليک وخت:-

د کوشانيانو ډبريني ليکني د اوسني پښتونستان او هندوستان په لرغونو ځايونو کي راپيدا شوي دي چي پر دغو ټولو توکو د ستر کوشاني پاچا کنيشکا د واک ته د رسيدو وروسته کلونه د تاريخ په څير ليکل شوي دي او لرغونپوهانو په دې هکله ټوله په يوه خوله دي چي د کنيشکا د پرتخت کښينستل يې د هغه وخت دکړکېښ مبدا وگڼل اوحساب يې پر کاوه چي دغه موضوع د همدې وخت څخه د سنې په حساب رامنځ ته سو او حساب يې پر کاوه چي دغه موضوع ياني د کنيشکا پاچا د تخت کښينستل په اړوند دتاريخ پوهانو په نظر څه اختلاف رامنځ ته کړي دي هغه دا چي د افغانستان ستر تاريخ پوه خداى بخښلي استاد محمد على کهزاد وايي چي کنيشکا په ١٢٠ ميلادي کال کي پر تخت کښينستلي دى چي د ده د پاچاهي ټول وخت د ١٢٠ څخه تر ١٦٠م پوري رسيږي خو د ده په خلاف يو بل ايټالوي مؤرخ ستن کونوا پر دغه موضوع باندي يوه مقاله ليکلې ده چي د کنيشکا د باچاي وخت يې بيا د ١٢٥م تر ١٥٢م کال  پوري ښودلي دى د دغه ايټالوي مؤرخ قول کوستن سن هم منلې دي نو په حقيقت کي د ستين نظر د حقيقت ته نيژدې دي هغه په دې مانا چي په هند کي دکنيشکا يوه کتيبه کشف کړل شوه چي په هغه کي د کنيشکا د پرتخت کښينستلو نېټه ٢٣کاله ښودل شوې وه او د دوبي لومړى نېټه يې ليکلې وه نو په دې لحاظ د ١٥١م کال سره سمون خوري، همدا ډول يوه بله کتيبه د کنيشکا د ځاى نيونکي واشکا د وخت کشف شوې وه چي تاريخ يې ٢٤ کاله دوبې ښودلي دي نو په همدې لحاظ د دغو سنو د تحليل په صورت کي ١٥٢م کال حقيقت ته نيژدې دي خو په لنډ صورت بايد ووايو چي کنيشکا د ١٥١ څخه تر ١٥٢م کلونو په مينځ کي تاريخ درست دي.

همدا ډول پر پورته اسنادو اضافه د ستن کونو د چيني اسنادو (هوهانسو) په حواله بيا داسي ليکي چي کنيشکا په ١٥٢م کال کي دچين و ختن ته تللي دى، او په همدغه کال مړ يا وژل شوي دى.

نو دغه عالم دکنيشکا د تاريخ مبدا (١٢٨-١٢٩م) زموږ د بغلان د سره کوتل دغه کال ټاکلي وو چي واقيعت ته هم نيژدې دى، د بغلان پر دې تاريخي ډبرليک باندي نيټه په دې ډول ليکل شوې ده.

(بدې ايوک اودو خيرو خشون نيسان ماه مال) د دغي جملې مانا په پښتو کي داسي ده: (د سلطنت په ٣١ کال د نيسان (ثور) مياشت و)

له دې نيټي څخه داسي ښکاري چي دغه ډبر ليکنه د ليکني د پيل څخه بيا دليکني تر تماميدو پوري اته کاله نيولي دي،ياني دکنيشکا تر مرگ  وروسته په ١٦٠م کال د دغه ډبر ليکني پيل و چي د ده تر اخلافو (ځاى ناستي) لکه د واشکا او يا هرويشکا په وخت کي دي ليکل شوي، خو دغه ژبه د اوسني پارسي مور بلل کيږي چي ٢٠٠٠کاله تر مخه موجوده وه.

د اروپايي پوهانو لکه هونينگ، ماريک، او بنونيس چي دغه کتيبه يې لوستلې ده او وروسته تر تحليل يې داسي ليکلي دي چي د دغي کتيبې د ليکني ژبه باختري ده خو د البيروني او البشارى د مقدمې په قول کومه ژبه چي د بلخ او بدخشان تر منځ ويل کيده و هغې ژبي ته يې تخاري ژبه ويل کيده، د دې ژبي نژدې والي د ډيرو ليکنو او علماو په نظر چي د کوشاني عصر د بلخ ژبو ته نژدې په دربار کي ويل کيدې نو دغه ژبه د کوشاني ژبو څخه په يو درست لست کي واقع دي هغه ځکه چي تر اوسه پر دې د اوسني ژبو د پيژندني لپاره کوم صحيح لاسوند يا سند په لاس کي نلرو چي تر اسلام دمخه د پارسي ژبي شکل راته وشي خو د بغلان د دغه ډبر ليک څخه پوره څرگنده سوه چي د ميلاد په اوله اودوهمه ميلادي پيړۍ کي دافغانستان کوشانيانو د ليکني ادبي ژبه همدغه اوسني فارسي او د دري ژبي مور بلل شوې ده او ليک يې هم يوناني و.

 دغه کوشانۍ ژبه د پخواني دري او يا د اوسنۍ پراسي سره نيغه د مور والي نسب لري، خو د پښتو سره د ژبي په کليماتو او د ليک په سمبولونو کي ډير مشابهتونه او اړيکي لري.

د لويکانو په رساله کي لوى استاد ارواښاد علامه حبيبي صاحب ليکي چي دغه ژبه به پښتو وي او يا به پښتو ته ډېره نژدې وي خو اوس چي د بغلان ډبرليک راپيدا شو او هغه تحليل او مانا سو نو موږ دې پايلي ته رسيږو چي کوشانيانو هم د ويلو دوې ژبي چي دوه زره کاله مخکي تر ميلاد په اوله او دوهمه ميلادي پيړۍ کي رامنځ ته شول اصلاً هغه ژبه د پارسي ژبي مور وه او د پښتو سره اړيکي لرل نو د دې څخه داسي مالوميږي چي کله کوشانيان دوه زره کاله دمخه هم په افغانستان کي هم دوې ژبي موجودي وي چي يوه يې پارسي د اوسني دري مور وه چي د بغلان په دغه ډبر ليکنه کي ليکل شوې ده او بله ژبه پښتو ويل کيدله شايد هغه پښتو دي دکوشاني ژبي د مجاروت او نيژدې والي له مخي شوي وي ياني دا چي دکوشاني هغه ژبي چي په ډبرليکنه کي راغلې ده پر پښتو ژبه يې د نيژدې والي په خاطر اثر پرى شوې وي او يا تر هغه اثر لاندي راپيدا شوي وي، لکه اوسني دري چي د پښتو تر تاثير لاندي را پنځيږي.

 


ن :
ت : ۱۳۸۷/۰۴/۱۲
 
اعلان.

.:: کلیک ::.