غلی شانته انقلاب
نسیم ووې د ګل غوږ کښې، بدل شو د یارانې رنګ
غلی شانتــــه انقــــلاب دی، بدلوي د زمانی رنګ
٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬
ورسره نوي رنګونه = رنګارنګ تحولونه
کړي سمسور به راغ رغونه
موسم بل دی هم بل شوی د بلبل د ترانې رنګ
غلی شانته انقـــلاب دی، بدلوي د زمانې رنګ
٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬
دړي وړي زوړ رباب دی = زوړ مطرب خانه خراب دی
زوړ آهنګ د روح عذاب دی
نوی ساز نوی آواز دی، هم شو نوی د نغمې رنګ
غلی شانتـــه انقــــلاب دی ، بدلوي د زمانې رنګ
٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬
نوی دام نوی صیاد دی = نوی چل نوی بېداد دی
نوی آه نوی فریاد دی
هوښیاري صید لره بویه، بدل شوی د دانې رنګ
غلی شانته انقــــلاب دی ، بدلوی د زمانې رنګ
٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬
لري نوي محبسونه = نه یو سرای نه یوه خونه
حبسوي لوی هیوادونــه
چي بندي پرې نه پوهیـږي، داسی شو دزولانې رنګ
غلی شانتــــه انقـــــلاب دی ، بدلوي د زمانې رنګ
٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬
سره واوښتل قومونه = ویښ خبر شول له ژوندونه
دویدو شوه وران کورونه
ګوره کله به شي نوی،دپښتون د کاشانې رنګ
غلی شانته انقلاب دی ، بدلوې د زمانې رنګ
استاد بېنوا
:: اړونده موضوع:
علمي او تحليلي
یا دا وکړه، یا دا ...
یا انجام شه یا آغاز شه = حقیقت شه یا مجاز شه
طبیعت د نغمې سازشه = یا پخپله نغمه ســاز شه
یا فطرت سره همراز شه = د قدرت د بال پرواز شه
یا قدسي مرغه آواز شه = یا پخپله قدسي بـــاز شه
د آسمان د ښکلیو نازشه = یا د ځمکي د مخ رازشه
مشه مشه ګوره مشه
تش خیالي پوچه سودا = یا دا وکړه یــــا دا
===========
یا د خپل حیات تقدیر شه = یا په فکر د تدبیر شه
د زاړه ژوندون په ویر شه = یا خپل نوي ژوند ته ځیر شه
یا په بل تاثیر تغیر شه = یا پخپله ټول تاثیر شه
یا د نورو دستګیر شه = یا خو ته د نورو پیر شه
مقتدا د خپل ضمیر شه = یا د بل چا په تکبیر شه
دا هستی واړه نیستي ده
بې جنبشه بې صدا = یا دا وکړه یـــادا
============
یا آسمان د هستۍ رنګ کړه = یا دنیا جوړه د ننګ کړه
یا ژوند خوله کښي دنهنګ کړه = یا دژوند سره جنګ کړه
یا دښمن په وینورنګ ګړه = یا بدل دوینو رنګ کړه
یا جال لري د فرنګ کړه = یاومړګ ته سرپه سنګ کړه
یا خاموشه زوړ آهنګ کړه = یا د نوي نغمې ترنګ کړه
پاڅه پاڅه دا ژوند مړګ دی
چي نه هغه کړې نه دا = یا دا وکړه یــا دی
=============
یا آسمان د سوځند اور شه = پرظالم باندي نسکور شه
یا څپانده سیند په شور شه = خونړی سیلاب په زور شه
له دې هسکو غرونو خپورشه = د اټک سیلابي ورور شه
د دښمن په کلي کور شه = له خپل دوست نه ځار هر لور شه
یا د ټول اولس پېغور شه = ځان زوندی ښخ کړه په ګور شه
وایــه وایــه راتــه وایــه
چي ته څه ته یي پیدا ؟ = یا دا وکړه یــا دا
=============
یا خپل واک شه ځان دځان کړه = ځانته بېل جهان ودان کړه
سره ګډ دا زوړ جهان کړه = بله ځمکه بل آسمان کړه
نوی غر نوی دامان کړه = نوی ژوند د کوهستان کړه
نوی عزم نمایان کړه = د زوړ فکر دماغ وران کړه
ځان دي سم د سیال په شان کړه = یا بدل نوم د افغان کړه
یا ژونــدون دی یا مرګی دی
خو که نن وي که سبا = یا دا وکړه یـــادا
:: اړونده موضوع:
علمي او تحليلي
لوى استاد علامه حبيبي
لوى استاد وياړلى او پياوړى پوه ارواښاد پوهاند عبدالحى حبيبى د ملا عبدالحق اخوندزاده زوي او د مولوى عبدالرحيم لمسى او د نامتو كندهاري محقق او څيړونكى علامه مولوى حبيب الله اخوندزاده كړوسى دئ.
لوى استاد د (1289) ليږديز لمريزكال د غوايي په مياشت كښى د پنجشنبې په ورځ د كندهار د لرغوني او تاريخى ښار د باميزو په كوڅه كښي زېږېدلى دئ.
دا لوى پوه په همهغه كوچنيوالي كي د پلرنۍ لوريني څخه بې برخي سو، ولي نوموړي د بې پلارۍ په ستونزمن چاپيريال كښي د ناخوالو سره سره په لوړ همت د پوهي د واټ دپاسه و يون ته مخه كړه څو پر دې لاره د خپلى آريزى وړتيا او د نه ستړي كېدونكو هلو ځلو په بركت د يوه لوى وياړ روښانه څراغ وګرځېد. كه څه هم د ټبرينو اړيكو له مخي ارواښاد په پښتنو كښي د كاكړو د لوى ټبر څخه ګڼل كېږي، خو د ده وياړنو او لويو لويو بې ساري پوهنيزوكارونو د ټولوټبرونو، ټوله كندهار، ټولو پښتنو، ټولو هيوادوالو، ټولى سيمي، ټوله ختيځ او په ټوله نړۍ كي د پوهي د ټولو مينه والو او بېلا بېلو پوهنيزو سړيو او كړيو سره همټبره کړی دئ.
د لوى استاد علامه حبيبي زده كړي
لوى پوه حبيبي په (1299) ل كال كي د كندهار ښار د شالمار په ښوونځي كي په لوست ويلو پيل وكړ، د دې ښوونځي د شپږو ټولګيو د لوست او زده كړي چاري يې تر (1304) ل كال پوري په برياليتوب سره پاى ته ورسولې. د ښوونځي پر زده كړه سربېره دې لوى پوه د خپلي پوهنيزي تندي د ماتولو له پاره نورو لورو ته هم مخه كړه او تر هرڅه لومړى د خپلي كورنۍ يوه نوموتي پوه، تكړه وياند او د هيوادنۍ ميني سرښندونكي شهيد مولوى عبدالواسع ته كښېناست او د عربي صرف او نحوي، د هيئت او رياضي د فقي د لارو چارو، د عروض او قافيې د بنسټونو او د فصاحت او بلاغت اړونده زده كړي يې د هغه څخه تر سره كړې.
وروسته يې د يوه بل ځيرك، سترګور او بې ساري پوه كندهاري علامه مولوي ابوالوفا څخه سربېره پر اسلامي زده كړو د ادبياتو او ليكوالۍ په اړه هم زيات څه زده كړه ابوالوفا د هند په سهېل كي د دكن په نظاميه مدرسه كي په ا لهياتو او فقه كي د استادۍ وياړ درلود، خو د ارواښاد پوهاند حبيبي د ښه بخته هغوى دا مهال د حبيبى دوى په كورني مسجد كي استوګنه درلوده كم چي لوى استاد هغه ته د زده كړى د تر لاسه كولو له پاره مخه كړه، همدارنګه لوى ښوواند علامه عبدالحي حبيبي د سراج الاخبار او په كلكته كي د خپرېدونكي حبل المتين د يو شمېر ټولګو د پاڼو څخه زيات څه د زده كړي د پياوړتيا له پاره را وايستل، د علامه محمود طرزي ليكني يې هم په ځانګړي غور سره ولوستلې او ورسره يې د حافظ، سعدي، مولاناجلال الدين بلخي او نورو د شعرونو او ليكنو د لوستلو څخه بشپړه ګټه تر لاسه كړه.
سربېره پر دې ارواښاد د ځينو بهرنيو خپرونو د لاس ته راوړلو په تلاښ كي څه نا څه بريالى و او د كاوه، ارمانشهر، ارمغان، الهلال، صوراسرافيل او نورو نورو د لوستلو او كتلو څخه يې وخت پر وخت پوهنيزه ګټه تر لاسه كوله د هيواد د لرغوني تاريخ د تيارو ګوټونو د لاځلېدو له پاره دې وياړلي پوه وړ ګڼله څو نوري ژبي هم زده كړي، نو د همدې اړتيا له مخي دې د كلك هوډ څښتن د عربي، اردو، انګليسي او څه نا څه سانسګريټ ژبو و زده كړي ته په مېړانه سره ملا وتړله او تر ډيري كچي پدې لاره كي په لنډه موده كي بريالى سو.
لیکوال:استاد عبدالمجید بابى
:: اړونده موضوع:
علمي او تحليلي
دکندهارپوهنتون دښووني اوروزني دپوهنځی ريس ښاغلی بابی صاحب
چي په ريښتيايې وخپل اولس ته دخدمت لاس ورکړي
استادرکن الدين خان سره په صميمي اويادګاري عکس کي



ايمان
مفهوم : ايمان څه د پاسه اويا شعبی دی اوچته درجه يی کلمه د لااله الاالله ده او ادنی درجه يی دتکليف ورکونکی شی ليری کول دلاری څخه او حيا هم يوه خصوصی شعبه د ايمان ده .
په بعضی رواياتو کی اوه اويا هم راغلی دبخاری شاريحينو په دری برخو ويشلی دی :
اول –تصديق چه ځای يی زړه دي .
دوهم – اقرار په ژبه
.
دريم – عمل چه تعلق يی اعضاء او جوارح دي
.
اول :- د زړه متعلق ديرش (30) دی :
1 - ايمان په ذات او صفات د الله جل جلاله 2 - غيرالله مخلوق دی 3- پر فرشتو ايمان 4 – دالله جل جلاله په کتابو ايمان 5 – په رسولانو ايمان 6 – په قيامت، قبراو حشرايمان 7 – په تقدير ايمان 8 – په جنت ايمان 9 – په جهنم ايمان 10 - له الله جل جلاله سره محبت 11 - محبت،دښمني،وركړه اومنع صرف دالله لپار 12- دنبی علیه السلام سره محبت 13 – اخلاص 14- توبه 15 - د الله جل جلاله څخه ويره 16- وفا 17 - د الله جل جلاله د رحمت اميد 18 - د الله جل جلاله څخه نه نا اميد کيدل 19 - شکر گذاری 20 - صبر 21 – تواضع 22 – شفقت 23 – په مقدر رضا 24 – توکل 25 – د نفس اصلاح 26 – کينه نه کول 27 – حيا کول 28 – غصه نه کول 29 – دوکه نه کول 30 – له دونيا سره محبت نه کول.
دوهم : - د ژبی متعلق اوه(7) دی :
1 – دکلمی طيبی ويل 2 – تلاوت 3 – علم زده کول 4 – علم نورو ته ورزده کول 5 – دعا 6 – ذکر 7 – عبث نه کول
دريم : - د باقی بدن څلويښت (40) دی او دا عملونه په دريو برخو ويشل شوی دی :
اول ذاتی حصی ده چه شپارس ( 16 ) برخی لري :
1 – پاکی 2 – لمونح قائمول 3 – زکات ، صدقه 4 – روژه نيول 5 – حج او عمره 6 – اعتکاف 7 – هجرت 8 – نذرپوره کول 9 – دقسمونو پوره کول 10 – دکِفارو پوره کول 11 – دعورت پټول 12 – قربانی 13 – دجنازی کفن اودفن 14 – قرض اداکول 15 –صحح معامله 16 - دحق گواهي
دوهمه حصه دنورو سره معامله ده او شپر( 6 ) برخی لری :
1 – نکاح 2 – د اولادونو او ماتحتو حق 3 – د واليدينوحق 4 – داولاد تربيت 5 – صله رحمی 6 – د مشرانو ادب او جائزه خبره يی منل .
دريم
عامه حقوق اتلس ( 18 ) برخی لری :
1 ـ عدل 2 ـ دحقي ډ لي ملگرتيا 3 - دحاكم جائز حکم منل 4 ـ اصلاح مابينی 5 ـ امربالمعروف او نهی المنکر
6 ـ نيک کار کی مدد 7 - حدود قائمول 8 - جهاد 9 - امانت اداکول 10 - قر ض ادا کول 11 - دگاونديانوحق ادا كول 12- جائز مال ګټل 13 – جائزمصرف 14 - سلام او جواب يي 15 - دپړنچي جواب 16 - دامانت رسول 17 - د لوبو او ټوقو نه بچ كيدل 18 - دلاري نه د تكليف وركوني شيانو ليري كول
بنياد د ټولو كلمه د لااله الاالله محمد رسول الله ده
:: اړونده موضوع:
دين او عقيده
غزل
بس يو پاچا يم كه پر سمه او كه غره كې يمه
له كومه وخته چي جانانه ستا په زړه كې يمه
نن مې د مينې تر جذبې خپل غرور ټول ځاروم
نن هېرومه چي په كور د پښتانه كې يمه
درد عجيبه دى، درد خو ستا په بېلتانه كېراځي
څنګه بې درده شم ، تل ستا په بېلتانه كي يمه
اوس مې لا خپل كه بيا به نه يم بيا هيڅ نه شم راتلاى
ښكلى منظر يم د غروب يوه شېبه كې يمه
اوس راسره يې، خو يو ورځ پر خپله لاره به ځې
سروش خوشال يم ډېر او ډېر په اندېښنه كې يمه
:: اړونده موضوع:
علمي او تحليلي
غزل
داکمال باڼه کوي نېغ ګذار په زړه کوي
څه قاتلي سترګي دي؟ څه معصوم کاته کوي
دابه هم انسان ګڼم ؟ څوک چي مينه نکوي
خاندي هم قهريږي هم دا را سره څه کوي
ماخو درده ښکل کړله هغه چي اوس څه کوي
:: اړونده موضوع:
علمي او تحليلي
د ځانځاني ښامارپه هكله يو څو ټكي
ځانځاني ښاماردلوى عالم، فيلسوف اوليكوال شهيد ډاكترسيدبهاوالدين مجروح يوعالي، فلسفي اثردى، چې په روانه پښتود آزاد شعرپه قالب كې په ۴- ۸ او ۱۲ څپوكې ليكل شوى دى. په لومړي نظركې ځانځاني ښامار، چې دداستان په بڼه په خپل ځان كې ديوه انسان سفردى، درى كركترونه پكې ترسترګوكيږي، لاروى، ايګو، اودمينې الهى، خوكله چې داثرپايته رسيږو، دې پايلې ته رسيږو، چې داكيداى شي درى نه بلكې يوكركتروي، چې دخپل وجودپه دننه كې منزل كوي، دغه اثر، چې دلاروي په روايت پېليږي اودهغه دسفركيسه ده، ترډېره بريده دسمبول او ايماژونوپه ژبه راسره غږيږي اوپه خپله دليكوال په وينا دانساني ژور طبيعت اوعصيان بيان دى، چې دغه واقعيت درى جلا اړخونه لري يو يې نفسي انفرادي، بل ټولنيزاوسياسي اودريم ددې دواړو اړخونو يوتركيب دى، چې دليكوال په وينادانساني موجوديت فلسفي معنى ده.
زماددغې ليكنې موخه داده، چې داڅرګنده كړم، چې څه كيږي؟ څنګه كيږي؟ له كومه پېليږي؟ چېرته اوج ته رسيږي؟ اوڅنګه يوډول داسې پايته رسيږي، چې ديوبل پيل لپاره پكې لاره هواريږي.
دځانځاني ښامارپيل لكه څنګه چې دمخه هم ورته اشاره وشوه، دنيموشپولاروي په روايت پېليږي:
داسي وايي:
چېرته لرې يولوى ښارو
آوازه يې دښايست خپره هرلورى
په دې ښاركې اوسېده يولوى سړى هم
داولس په هوښيارانوكې هوښيار
ليكوال له پيله دكيسې له اساسي توكي تلوسې څخه كاراخيستى اوپه لوستلويې لوستونكى هوسيږي، چې دښاردپېژندنې لپاره مخته لاړشي او وګوري، چې ريښتياهم ښارښكلى دى كه نه اوبياداچى په دې ښاركې اوسېدونكى هوښيارڅوك دى، هغه هم داسې هوښيار، چې ترنورو هوښيارانوډېرهوښياردى. دغه كشش اوتلوسه لوستونكى له ځانه سره اخلي اومخ ته يې بيايي.
دنيموشپولاروى يادكيسې كركتريوماښام له خپل ښارنه، چې دلته ښارديو جوش اوحجم نه ډك ځاى معنى ښندي وځي او دورك سمندرغاړې دلټون په موخه وچ اوسوزنده بيابان كې سفركوي، په دغه ځاي كې دهېرشوي ښارويراني اوويجاړي ګوري.
چې شپه تياره شوه بهارشو
نودښارله شورماشوره
ومه دورې دورې تللى
نه آوازنه انعكاس و
ټپه ټپه چپتيايي وه
شپه كې توره تروږمۍ وه
خومزل رڼارڼاو
سبايي چې روښانايي شوه
رسېدلى ومه زه بيا
ديوې تورې نغارې خولې ته
هو! لاروى ددغې مغارې خولې ته كښېني اوپه دې پوهېږي چې ښامارڅنګه پردې ښارواكمن شوى؟ څه ډول يې دهغه اوسېدونكي له منځه وړي اوبلآخره څه ډول پخپله دمرګ له پرښتې سره مخامخ شو.
دلته چې مغارې خولې ته په رسېدوسره ليكوال هيجان رامنځ ته كوي، خپله كيسه اوج ته رسوي اودمرګ له پرښتې سره پرمخامخ كېدو، خپل اثرته دپاى ټكى ايږدي
عبدالقدير "خموش
دااوډيرنورپه زړه پوري په http://shpelay.blogfa.com/ کي وګوری
:: اړونده موضوع:
علمي او تحليلي
چي په خندا ورته د خوږ زړه پرهرونه نه شي
چېري دي هم ستا د ښايست غوټۍ ګلونه نه شي
راشه مظلوم زړه مي په يو نظر يوه لمبه که
چي په ظالم زړګي دي پاته ارمانونه نه شي
بيا د جنون مستي ځواني غواړي د مستې ميني
بيا چېرته خيال د تورو زلفو ځنځيرونه نه شي
په دُعاګانو مي د خوږ زړګي دردونه نه ځي
څو چي ښېرې د شونډو تړم ټکورونه نه شي
وړې مي د روح جنازه چېرته د خندا پر اوږو
په وينو سره دې ترې شينکي شينکي خالونه نه شي
د نظر غشي مي په زړه باندي په پام اوروه
چېرته زخمي پکي دا ستا نازک يادونه نه شي
خاموشي شونډي مي لوستې بيدارېدې ويل يې
اورونه مه چېړه لوګي دې پرې فکرونه نه شي
ويده دنيا ای د سائل قلمه مه لړزوه
د فريادي اوښکو مات ستوري تندرونه نه شي
رحمت شاه سایل
:: اړونده موضوع:
غزلزار
:: تړاو:
سایل
نمود ما چــــو پرواز شـــــرار است
دلم بر محنت نقش آفرین سوخت
کـه نقش کلـک او ناپایدار است
د جهاني منظومه ژباړه
:: اړونده موضوع:
علمي او تحليلي