غزل

بس يو پاچا يم كه پر سمه او كه غره كې يمه
له كومه وخته چي جانانه ستا په زړه كې يمه
نن مې د مينې تر جذبې خپل غرور ټول ځاروم
نن هېرومه چي په كور د پښتانه كې يمه
درد عجيبه دى، درد خو ستا په بېلتانه كېراځي
څنګه بې درده شم ، تل ستا په بېلتانه كي يمه
اوس مې لا خپل كه بيا به نه يم بيا هيڅ نه شم راتلاى
ښكلى منظر يم د غروب يوه شېبه كې يمه
اوس راسره يې، خو يو ورځ پر خپله لاره به ځې
سروش خوشال يم ډېر او ډېر په اندېښنه كې يمه



:: اړونده موضوع: علمي او تحليلي
ن :
ت : ۱۳۸۷/۰۵/۱۸
 
اعلان.

.:: کلیک ::.