ارګ په لغت کې د يوې لويې کلاپه مېنځ کې کوچنې کلا ته وايی چې د برجونو درلودونکی وی ، په اصطلاح کې د فرمان ورکوونکی داوسېدو ځای ته وايی له همدې کبله هغه ځای ته ويل کيږی چې په هغه کې دښار ، ولايت يا هيواد مشر واوسېږی او له هغه ځايه چارې اداره کړې . پخوا دغه مفهموم په افغانستان کې د دوو ځايو نو لپاره کاريده ، يو يی مخکې دافغان اوانګليس له دوهمې جګړې نه اوبل يی وروسته له دغې جګړې نه . دانګريزانو دپوځ دتيری يوه ناوړه پايله په افغانستان کې داوه چې دکابل دبالاحصار ودانې يا دافغان باچاهانو کلکه کلا او دچهلستون لرغونی ماڼۍ دانګريزی واکدار رابرتس په حکم سره وران شول .اوله دغو سترو اولرغونو ماڼيو نه چی دسدوزايانو په وخت کې دباچا داوسيدو له ځايه برسيره يو زر داوسېدو کورونه ، بازار اوڅو نومولې کلا ګانې په کې وی له خاورو پرته بل څه پاتې نه شول. دانګريزانو دپوځ حضور داځل اوږد شو اوکله چې دغو ځواکونو افغانستان پريښود او دچارو واګې يی عبدالرحمن خان ته وروسپارلې نو دباچا داوسېدو يا د ارګ په نامه کوم ځای په کابل کې وجود نه درلود بنا پردې عبدالرحمن خان وروسته له دې چې په کابل کې ميشت شو اوخپل ځای يی وټاکه نو کندهاری اوکابلی مهندسان او معماران يی راوغوښتل څو دشيرپور ترڅنګ يعنی دهغه وخت دکابل په شمالی اوشمال ختيزه برخه کې دارګ دجوړولو کار پيل کړی له همدې کبله عبدالرحمن خان په دغه سيمه کې دوه سوه جريبه ځمکه بېله کړه او امريی وکړ څو چې دبڼ په مېنځ کې دشاهی ارګ ماڼۍ ودانه شی. د مهندسانو دغه ډله دسيدياقوت شاه څرخی په مشری چی دامير نږدی او دباور وړ کس و او وروسته په قلعی بيګی هم مشهور شو دهغې ورځې دمعماری دفنونو سره سم دارګ کلا دکنګره لرونکو اوتير کشو ديوالونو سره جوړه کړه او دديوالونو په شاوخوا کې يی يو خندق داوبو لپاره وويست ، دغه راز يی د ارګ دکلا دديوالونو په څلورو کونجونو کې څلو ر برجونه چی دتوپونو اونورو دفاعی وسايلو لپاره يی تيرکشونه درلودل جوړ کړل. سلام خانه چی په هغه کې دجشنونو او اخترونو مراسم ترسره کيدل هم دختيزو دروازو په خواکې جوړه شوه اوپه همدې ودانۍ کې دلومړی ځل لپاره دافغانستان د ملی شورا غونډه جوړه شوه. دغه رازدسلطنتی کلا دځانګړو معماری اصولو پربنسټ نورې ودانې هم په ارګ کې دننه جوړې شوې دهغو له ډلې نه دباچا ددفتر لپاره ودانۍ ، ځانګړی ځای دباچا دکورنۍ ا وميرمنو لپاره چې حرم سرای به يی ورته ويل ، د ارګ دکارکونکو لپاره کوټې، دنقدوپيسو اوګران بيه توکو دساتنې لپاره دشاهی خزانې ځای ، کوتی باغچه ، دوسلې ديپو، دباچا دساتونکو ځای ، دزندانيانو دساتنې لپاره شاهی محبس ، پخلنځۍ او دخوراکی توکو لپاره دزيرمې کولو ځای يادولی شو.

نورې ودانۍ

دارګ د ودانۍ ترڅنګ چې دودانولو کاريی دعبدالرحمن خان په وخت کې بشپړ شو راوروسته وختو کې هم ځېنۍ ودانۍ جوړی شوی چې په هغه ډله کې لاندې ودانۍ دی:

ددلګشا ماڼۍ

دغه قصر دامير حبيب الله خان په وخت کې جوړشو چی دارګ له ښکلو قصرونو څخه دی چې دراګ په سوېل ختيزه برخه کې دبڼ په مېنځ کې واقع دی اوپه هغه کې دافغانستان دباچا دفتر وو باچا به په همدې ځای کی له ميلمنو په تيره بهرنيانو نه هرکلۍ کاوه.

د ستوري ماڼۍ

دغه ماڼۍ دارګ لویدیزې لورته ودانه شوې خو بیا وروسته دبهرنیو چارو وزارت ته سپارل شوې چې دادی ددغه وزارت څانګې اوس هلته په کې کاروکوی.

لومړۍ نمبر ماڼۍ

دغه ماڼۍ د اعلیحضرت محمد ظاهرشاه په وخت کې دشهزاده احمدشاه داوسېدو لپاره جوړه شو ه چې بیا وروسته دمحمد داود خان دولسمشری په وخت کې دسیاسی میلمستون په توګه ترې کار اخستل کیده . دمحمد داود خان دور دکمونست ګوند دمشرانو دنیول کیدو سره سم د 1357 کال دغوایی دمیاشتې په 7 نېټه دارګ دګل خانې په ماڼۍ کې دکابینې بیړنۍ غونډه جوړه شوه ، ددولس بجو شاوخوا کې ناببره دکودتا کوونکو ټانکونه دارګ لورته روان شول وروسته له یوې ورځې ځمکنیو او هوایی ګواښونو دګلخانې ماڼۍ ته دامام الدین دسرتیرو په ننوتو سره او دداودخان اودهغه دکورنۍ په شهادت رسولو سره دارګ دورانیدو بهیر هم پیل شو.

دوهم نمبر ماڼۍ

دببرک کارمل په دوران کې ددوهم نمبر ماڼۍ په نامه یوه ودانۍ جوړه شوه څو چې کارمل له خپلې کورنۍ سره په کې میشت شی خو داکار تمام نشو اودکمونست ګوند بل واکدار نجیب بیا دخپلو ساتونکو داوسېدو لپاره دهغې کار بشپړ کړ. دطالبانو دوره : دطالبانو په وخت دیوڅه مودې لپاره په ارګ کې دوزیرانو غونډې جوړېدې په همدې دوره کې طالبانو یو جومات ددلګشا ماڼۍ ته څېرمه ودان کړ. دبدوی ژوندانه په څېر هغوی دجمهوری ریاست دفتر په توشکو فرش کړ اوټولې چارې به یی په کیناستو ترسره کولې . دهغوی په دوره کې دارګ ونې پری شوی او له لرګو نه یی د سوځیدو دتوکو لپاره کار واخستل شو . هغوی دغه راز میزونه اوڅوکۍ هم ماتې کړی او دتودولو لپاره به یی کار ترې اخست نو ارګ په دې موده کې دیو متروکه ځای په توګه پاتې شو.

دحامد کرزی دور

سره له دې چې دراګ ډیربنسټونه دجګړو له کبله وران شول خو د جلالتماب حامد کرزی په راتلو سره هغه پراختیاوی چې په ارګ کې راغلې په لاندې ډول دی:

1- دارګ داحاطې ددیوالونو جوړول؛

2- دسلام خانې ماڼې جوړول اومجهزول؛

3- دسلام خانې مخې ته دشنې سیمی ، پارک اوسنتی چای خانې جوړول؛

4- دتشریفاتو ډګر جوړول؛

5- ددلګشا ماڼې بیارغاونه ؛

6- دجومات ، ژیړقصر، اوپنځه ګونو برجونو داوسپنیز بام جوړول ؛

7- دکانالیزاسیون جوړول؛

8- دجنګی وره جوړول؛

9- ددوهم نمبر ماڼۍ جوړول؛

10- دارګ دلارو پخول.

ډبرینه ماڼۍ( قصر سنګی)

دغه ځای دګلخانې ماڼۍ په څنګ کې دی لومړی دامیر دمرسته کوونکو اومشاروینو لپاره جوړ شوی وو خو د وخت په تېرېدو سره او دهرې دورې داړتیا وو مطابق دبېلا بېلو موخو لپاره وکارول شوه. دحامد کرزی په وخت کې دډبرینې ماڼۍ بیارغاول او ودانیدل په دوه پوړونو کې په مدرنه توګه ترسره شول چې دغه ماڼۍ دامنیت شورا ودانۍ دشمال لویدیز برج سره تړی ، په دې ودانۍ کې دجمهور ریس ددفتر دریس اود نورو اړونده ریاستونو دفترونه میشت دی. څو چې دګل خانې ماڼۍ ته هم تګ اوراتګ آسانه وی. دسنګی قصر په لومړی پوړ کې یو لوی سالون جوړ شوی چې دولسمشر دوګړنیزو ملاقاتونو ، ډوډۍ خووړلو، مطبوعاتی کنفرانسونو لپاره کار ترې اخستل کېږی. سره له دی چې دجمهوری ریاست دودانیو جوړل دولسمشر په لومړیتوبونو کې نه ول او دی په دی اند وو چی دارګ بیا رغاول به دهیواد دنورو برخو تربیا رغاونې وروسته ترسره کړی خو ددی ځای ورانیو دولسمشر ددفتر کار کوونکی له ستونزو سره مخ کړی وو اوله بهرنیو مېلمنو اومشرانو نه چی هروخت ارګ ته راځی ښه هرکلی نه شو کیدلای اوتشریفاتی چارې له ستونزو سره مخ وی نو تصمیم ونیول شو چی دارګ دځینو برخو دبیارغاونې چارې دی ترسره شی.

ددی پروژې په تطبیق سره اوس ارګ اودجمهور ریس دفتر دمیلمنو دهرکلی لپاره اوهم دتشریفاتی چارو لپاره په یوه مناسب ځای بدل شوی سره له دې چی دنورو هیوادونو په پرتله لاهم کمۍ په کې لیدل کیږی.

منبع: دجمهوری ریاست د ویبپاني نه په مننه



:: اړونده موضوع: هیواد او نړۍ
:: تړاو: ارګ
ن :
ت : ۱۳۹۰/۰۷/۰۸
 
اعلان.

.:: کلیک ::.