هــسک-علمي او کلتوري ویبلاگ (١٣٨٥)
هسک او ځمکه نغښته ستاده - د مَـــــړو وده له تا ده!

هسک ستاسو دئ؛ هیله ده چي تر هر مضمون لاندي خپل نظر ولیکئ او دا ویبلاګ له نورو سره شریک کړئ
د خپرېدو نېټه ۱۳۹۲/۰۶/۱۹ خپرندوی



یوه ایرانۍ نجلۍ د خپل ښایست له کبله نشي کولای په ولایتي شورا کي استازي شي

یوه ایرانۍ نجلۍ په دې خاطر چي زیات ښایست لري ، په ولایتي شورا کي له چوکۍ نه تر لاسه کولو محرومه شوه .

دا نجلۍ نینا سیاهکالي مرادي نومیږي ،له څوارلسم ټولګي نه فارغ شوې ده . هغي د ایران په ټاکنو کي ځان د قزوین ولایتي شورا ته نومولی وو . تر ټاکنو وروسته مالومه شوه چي نینا څه د پاسه لس زره رایي لاس ته راوړي وې او د ۱۶۳ نوماندو په کتار کي تر ټولو زیاتي رایي ګټلي وې چي په ښکاره توګه یي د قزوین په ولایتي شورا کي چوکۍ کټلې وه .

خو دا نجلۍ د ټاکنو د کمیسیون له پلوه رد شوه او اجازه ور نه کړه شوه چي ولایتي شورا کي خپله چوکۍ باندي کښیني . د ټاکني کمیسیون د نینا د ردي پر وړاندي داسي دلیل ویلی دی » موږ نه شوه کولای چي شورا ته د مدلانو لپاره لاره هواره کړو او هلته د ښایست مدل ته ځای ورکړو «

د نړۍ په رسنیو کي چي ددې نجلۍ د نومولو په اړه راپورونه خپاره شوي دي ،له اسلامي کتني له اړخه د هغي په نومولو کي کوم داسي غیر اسلامي کړنه نه لیدل کیږي او نه کوم داسي ثبوت وړاندي شوی دی .

د ۲۷ کلني نیناسیاهکالي مرادي حریفانو ویلي دي چي ددې نجلۍ پوسترونه چي د ټاکنو لپاره په هر ځای کي ځوړند شوي وه ، خلک  ځان ته جذب کړه او له همدي کبله زیاتو خلکو دي ښایستي ته رایي ورکړې .

له ټول افغانستان څخه په مننه

ژباړه : احمدالله رحماني



تړاو: جالب
.: Weblog Themes By GreenSkin :.


د هسک ویبلاګ ټول حقوق له خپرندوی سره خوندي دي | امتیاز: هسک ویبلاګ