مزار ته د ارمان ودريدم لکه جنډۍ

له جبره د زمان ورپيدم لکه جنډۍ

طوفان د زماني چي به راستون سو زما پر لوري

پر يو او بله خوا به کږيدم لکه جنډۍ

د ميني ارزوګاني مي په خاورو کي وي ښخي

خو زه هر چا په هر ځای کي ليدم لکه جنډۍ

د زړه ټوکړي ئي زما راو سکڼلي په بيلتون کي

کرار کرار پر هر لور څريدم لکه جنډۍ

يو ياد يو يادګار وم د ژوندو د زړه لپاره

په ژبه د ټوکړي وږغيدم لکه جنډۍ

هر وخت چي به د يار احوال باد رانه وړي وماته

نو بيا به نا اميده ځړيدم لکه جنډۍ

دا تللو نازولو يوه سر نه کړ راپورته

عرفان ورته په غم کي ځنګيدم لکه جنډۍ

شاعر روح الله عرفان



:: اړونده موضوع: غزلزار
:: تړاو: عرفان
ن :
ت : ۱۳۸۹/۰۷/۲۱

لومړى : اقراراو باور كول دي پدې چې خدای جل جلاله شته او يو دى او حضرت محمدصلى الله عليه وسلم يې رسول او پيغام وړونكى دى او هغه څه چې رسول الله صلى الله عليه وسلم دخدای جل جلاله له لورې راوړي ريښتيا او حق دي .

دوهم : لمونځ كول ,نو هغه سړى چې دلمانځه له فرضوالي منكر وي كافر بلل كيږي , او هغه څوك چې فرض والى يې مني خو كوي يې نه هغه ته فاسق ويل كيږي .


دريم : درمضان دمياشتې روژې نيول ,نو هغه څوك چې درمضان دمياشتې فرضوالى نه مني كافر دى , او هغه څوك چې فرض يې بولي مګر نيسي يې نه هغه ته فاسق ويل كيږي .


څلورم : دزكوة وركول , نو هغه څوك چې دزكوة فرضوالى نه مني كافر دى , او هغه څوك چې فرضوالى يې مني مګر وركوي يې نه هغه ته فاسق ويل كيږي .


پنځم : دحج كول په هغه چا چې دلارې وس او ځواك ولري , نو هغه څوك چې دحج له فرضوالي منكر وي كافر دى , او هغه څوك چې فرض والى خو يې مني مګر له ځواك درلودلو سربيره يې نه ادا كوي فاسق دى .

والله تعالى اعلم باالصواب



:: اړونده موضوع: دين او عقيده
:: تړاو: اسلام
ن :
ت : ۱۳۸۹/۰۷/۰۶

په رموز د یار د تلو سوم خبــــــــــــــــــــــــــر دار

دمنصور په شـــــــــــــــــان به خود یم سر په دار

په یاري کي هسي ډېري پټي پروتــــــــــــــــــي

چي عاشق بې فهمه ګډ کړي په انــــــــــــــــــګا ر

دهجران په کلي کور کي ئې ګذ ر ســـــــــــــــــي

پر رخسار يي تل پاشلی وي غبـــــــــــــــــــــــــــار

په بانه که (یو) دوې شپې ورڅخه ولاړســـــــــي

هغه هم تر میاشت اوږده سي پر بیمــــــــــــــــــا ر

که خبر سي چي پر کومه سا زوباز کـــــــــــــــــــړي

په هغه دم کي دوږخ پر ځان تیــــــــــــــــــــــــــــــا ر

ګاهي وي (چي)د خپل غمه همخانه ســــــــــــــــي

ګاهي وي چي سي شیرين تر یار اغیــــــــــــــــــــار

عاشق نه غواړي (مدد) له هیڅه دوستــــــــــــــــــه

نه ساتي یو څیز چي ګوندي سي افګــــــــــــــــــــار

تسلي کوي همېش د زړه په وینـــــــــــــــــــــــــــو

وي د ژمي باران زیری د بـــــــــــــــــــــــــــــــــــــهار

سترګي خوشي اړوي بازار ته ګــــــــــــــــــــــــوري

چي یار نه وي څه دښتونه څه بــــــــــــــــــــــــــــازار

په هر شغل کی رباب وي که کــــــــــــــــــتاب وي

ځنی پاته همه واړه سي یکبــــــــــــــــــــــــــــــــــا ر

نه پوهېږم دم افسون کوي جوګي ســــــــــــــــــــي

دهندو په دروازه وي تل دو چـــــــــــــــــــــــــــــــــــار

داسلام روش بې دیده د یار پرېــــــــــــــــــــــــــږدي

ځان تر ګبر وتر تر سا څه بولي خـــــــــــــــــــــــــــــوار

د ناز اٌس کي تر پالانه لاندي زخـــــــــــــــــــــــــــــــــم

په یوه دم احتیاج سي د خر کــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــار

سي زبون تر هسي حده په هــــــــــــــــــــــــــــــــــــــر دم

پاس پر سر د زخم وړي نوی پرهــــــــــــــــــــــــــــــــــــار

«عبدالله» خوشي ضمني ګيلې اظهار کــــــــــــــــــړې

صبر ونیسه که مراد غواړي تیــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــار



:: اړونده موضوع: غزلزار
:: تړاو: محزون
ن :
ت : ۱۳۸۹/۰۷/۰۶

په پيړۍ کي چي هــــــوس د مــى و ناب کړې
بې هوده ګمــــــــان په صبـــــح د مهتاب کړې
بې طاعته عنايت لــــــــــــه خدايه غـــــواړې
دانسته ګنـاه کــــــــــــوي توبــــــــې وکاږې
لکه بت هســـــــــي په غټو ستـرګو خـوب کړې
په هغو غـــــوږو چي ذکــــــر د خــداى اورې
بيا سمـاع په هغو غــــــوږو د ربــــــــاب کړې
په هغــــــو شونډو چي حمـــــــــد او ثنا وايې
همغه شونډې بيـا ډوبي په شــــــــــــراب کړې
علم وکړي هيــــــــــڅ عمــل ورباندي نه کړې
لکه طفل هسي لوبـــــــــــي په کتـــــاب کړې
په شپه پــــــــــــروت يي د مغان په ميخانه کي
او په ورځي مـــــــــخ په لوري د محراب کړې
تمام عمــــــــــــر د دنيا په طلب ګــــــــرځي
بيا د خداى په طالبانـــــو ځان حســــاب کړې
له خالقه دي نه شــــــــرم نه حجـــــــاب شته
له رحمــــــــــــانه ګوښه ونيسي حجاب کړې



:: اړونده موضوع: غزلزار
:: تړاو: رحمان بابا
ن :
ت : ۱۳۸۹/۰۷/۰۶
 
اعلان.

.:: کلیک ::.