مزار ته د ارمان ودريدم لکه جنډۍ

له جبره د زمان ورپيدم لکه جنډۍ

طوفان د زماني چي به راستون سو زما پر لوري

پر يو او بله خوا به کږيدم لکه جنډۍ

د ميني ارزوګاني مي په خاورو کي وي ښخي

خو زه هر چا په هر ځای کي ليدم لکه جنډۍ

د زړه ټوکړي ئي زما راو سکڼلي په بيلتون کي

کرار کرار پر هر لور څريدم لکه جنډۍ

يو ياد يو يادګار وم د ژوندو د زړه لپاره

په ژبه د ټوکړي وږغيدم لکه جنډۍ

هر وخت چي به د يار احوال باد رانه وړي وماته

نو بيا به نا اميده ځړيدم لکه جنډۍ

دا تللو نازولو يوه سر نه کړ راپورته

عرفان ورته په غم کي ځنګيدم لکه جنډۍ

شاعر روح الله عرفان



:: اړونده موضوع: غزلزار
:: تړاو: عرفان
ن :
ت : ۱۳۸۹/۰۷/۲۱
 
اعلان.

.:: کلیک ::.