لیکوال: زمریال افغان

 په یوه کلي کې یو   ښکلی باغ وه، دا باغ د ټولو کلیوالو شریک او ټولو به یي په اوبه کولو او پاللو کې په ګډه یو تربله همکاري او مرسته کوله، او ډیر ښه یې ساته
خو یوه ورځ یو بې څښتنه خر باغ ته ورننووت
او د ونو او نیالګو په خوړلو یې شروع وکړه
خلک په سوچ کې ولویدل چې څرنګه دا خر له باغه وباسي؟
سخت حیران وه چې څه وکړي..
له ځانو سره يي وویل، که په هره طریقه ویستل کيږي خو دا ټکی باید په نظر کې ولرو چې په خوښه او رضا یې وویستل شي، نه د زور له لارې، که له زور کار واخیستل شي غوصه کیږي او په باغ کې نوره تباهي کوي
د اوږدو سلاو مشورو څخه وروسته اخیر یوې موافقې ته ورسیدل
په سبا ورځ یې باغ ته یو اوږد لرګی، څټک، میخونه، او یوه لویه تخته راوړل
ټولو په شریکه تخته د میخونو او څټک په مرسته د هماغه اوږده لرګي په سر کې نصب کړه
او په تخته یې په ښکلي او غټ خط ولیکل:
"خره! له باغ څخه ووځه"
او بیا په باغ کې پر هغه لور چې خر څرېد، کرار کرار وروخوځیدل
په کلیوالو کې چې کوم ترټولو زړور او هوښیار وه هغه ته د تختې مسولیت وروسپارل شو چې په دواړو لاسو یې پورته ونیسي
او نور ټول ورپسې شا ته د تایید په دود روان وه
او له سهاره تر لمرپریواته پورې ټول، خره ته مخامخ ولاړ وه
خو خر ونه ووت
خلک حیران شوه چې دا څه رقم خر دی چې زمونږ سولییزې غوښتنې ته هیڅ مثبت غبرګون نه ښيي؟
بیا یې له ځانو سره وویل
کیدای شي خر په هغې مطالبه سم نه وي پوه شوی چې په تخته لیکل شوې وه
او د یوې بلې حل لارې په سوچ کې شول
او په دې موافقه وشوه چې د تختو په شمیر کې زیاتوالی راولي ترڅو خر پوه شي چې دا د یوه کس نه، بلکې د ټول کلي غوښتنه ده
په سبا ورځ یې نورې ګڼې تختې په هماغه شکل جوړې کړې
دا ځل یې د شاوخوا کلیو نه هوښیار هوښیار خلک او سپین ږیري هم غونډې ته د مشورو لپاره راوبلل
او یوه لویه غوڼده یې جوړه کړه
د غونډې ګډونوالو او میلمنو د خره دغه تجاوز په کلکه وغانده او د خطر د مخنیوي لپاره یې داسې وړاندیز وکړ:
سر له سبا باید ټول کلیوال په منظم ډول په لیکو او صفونو کې راوځي
د هر چا په لاس کې به یوه یوه تخته وي چې پرې لیکل شوي وي:
"مرګ په خر!"
او ټول به یوځايي نارې وهي چې:
"ای خره! له باغ څخه ووځه"
"مرګ په خر!"
"خر دې ژر تر ژره باغ خپل څښتن ته وسپاري"
پلان جوړ شو او د تعمیل لپاره یې هر چاته دندې وسپارل شوې او لاس په کار شول
په بله ورځ خلک له باغ څخه ګرچاپیره راټول شول
د هر چا په لاس کې یو اوږد لرګی وه چې په سر یې یوه تخته نصب وه او په تختې باندې په غټو کرښو لیکل شوي وه:
"خره له باغ څخه ووځه"
او ټولو په په یو اواز په شعارونو او نارو لاس پورې کړ:
"ای خره ووزه"
"ووزه له باغ نه"
"له باغ څخه وتل دې په ګټه دي"
خو خر ددوی په لاسو کې نیولو لوحو ته هیڅ پام نه کوي
کله کله خر سر راپورته کړي او په داسې حال کې چې په کرار کرار شخوند وهي، په ولاړو خلکو باندې یو ځغلند نظر تیر کړي
خلک خوشاله شول چې خر ددوی په لاسو کې نیولې لوحې ولیدلې او ددوی نارو او شعارونو بالآخره نتیجه ورکړه
او یو تربله سره د مبارکۍ د تبادلې په دود موسکي شول
او د باغ لویې دروازې ته ئې اشارې وکړې ترڅو خر ته د وتلو لار وروښايي
خو ډیر ژر خر په پوره بې اعتنائۍ سر پرځمکه ورټیټ کړ او یو ځل بیا یې په خوراک پیل وکړ
خلکو چې ولیدل خر ددوی چیغو او نارو ته هم توجه ونکړه، د بلې طریقې په لټه کې شول
دا ځل یې د کلي مخور او مشران راغونډ کړل او داسې فیصله يې وکړه چې له خر سره د یو تړون او اتفاق له لارې موضوع حل کړي
د کلي مشر ملک خره ته ورنژدې شو او ورته ویې ویل:
د باغ خاوندان تیار دي چې د باغ یو څه اندازه ځمکه تا ته درکړي،
خر خپل خوراک ته دوام ورکړ او د ملک خبرو ته یې هیڅ توجه ونکړه
د کلي ملک وویل چې خیر هرڅومره چې ته غواړې مونږ ته یې مساحت رامعلوم کړه خو له اوس څخه درته وایو چې له خپل ټاکلي حق څخه به تجاوز نه کوې
خر چې ځان ښه موړ کړی وه سر یې راپورته کړ په باغ کې څو قدمه وړاندې لاړ او بیا یې د خلکو ګڼې ګوڼې ته وکتل او ودرید
خلک له خوشالۍ په جامو کې نه ځاییدل
اخیر هم خر موافقه وکړه
باغوان په منډه منډه خس او خاشاک راټول کړل او له هغه ځایه یې ګرچاپیره کیښودل چې خر کچ کړی وه
د کلي خلک سخت خوشحاله وه چې موضوع حل شوه او په باغ کې د خره برخه معلومه شوه او خر پرې هم موافقه وښوده
خو په سبا ورځ باغوان هک پک پاتې شو
خر له خپلو حدودو تجاوز کړی وه او د باغ بلې څنډې ته تللی او په خوراک لګیا وه
باغوان ژر کلیوال راخبر کړل، خلکو چې خر ولید سخت حیران شوه
دا ځل هم رنګارنګ مشورې ورکول کیدې، چا ویل بیا به په مظاهرو لاس پورې کړو، چا ویل پرې یې ږدئ اخیر به ستړی شي او له باغ نه به ووځي، او چا څه ویل او چا څه ویل...
خو یو ناڅاپه د خلکو په دې بې سارې ګڼه ګوڼه کې یو ښایسته ځلمی راښکاره شو او د خلکو له منځ څخه راووت
په لاس کې يې یوه وړه لښته نیولی او د خره پر لور ورغی او خر یې په دا څټ په لښته وواهه
لا یې دوهم ګزار ته لاس نه وه اوچت کړی چې خر په ځغاسته شو او ځلمی ورپسې وه او د سترګو په رپ کې خر د باغ له لویې دروازې ووت
آه خدایه دا څه وشول؟
خلکو چې دا حال ولید یو بل ته یې سره وکتل
دې ځلمي خو مونږ رسوا رسوا کړو
که دا خبر شاوخوا کلیو ته ورسیږي نو مونږ به تر پیړیو پیړیو د خلکو د خندا شو
له لږ ځنډ وروسته یې په خپل منځ کې فیصله وکړه
او په پټه توګه یې دغه ښایسته ځلمی وواژه
او بیا یې اوازه خپره کړه چې وژل شوی ځوان د ګاونډیو ایجنټ وه
خو چې هر څوک له دې پیښې خبریدل شهید شوي ځوان ته به یې د درناوۍ او تعظیم په سترګه کتل او د غازي او شهید په نامه به یې یاداوه!

نن ټکي اسيا څه په مننه




:: اړونده موضوع: علمي او تحليلي، جالبي پيښي
ن :
ت : ۱۳۹۱/۰۳/۲۱


زمـــوږ د خــوښیو سپــین سهارپــه وینو مــه رنګوئ

دادګلــــونــــوکــــندهــــارپـــــه ویـنومـــــه رنګـــــوئ


داد ویاړونـــــو، کارنامــــو او د غــــــیـرت څلــــی دئ

داد ننګــــونو هسک مِـــنار پـــــه وینو مــــه رنګـــوئ


دآزدۍ ږغ لـــــــه دې ځایـــــــه تـــــــرډیلي رســـــېدی

داد میرویس او احـــــمد ښار پــــــه وینــو مه رنګوئ


چورلکي مه راولــــــئ دلــــته ګل ماشوم بیده دی

داتنکی ګل دســـــره انارپـــــه وینومــــــه رنګـــــوئ


کـــــــنه زلمي پاڅي اوتاسي پــــــــرسرونــــو ولـــــي

بـس کړئ لالــــه اولالــــزارپـــــه وینومـــــه رنګـــوئ


لکــــه ایمان ،افغانستان پرموږه ګران داسي دی

دادافــــــغان ښکلی نِـــګارپــــــه وینومـــــه رنګـوئ



:: اړونده موضوع: علمي او تحليلي
ن :
ت : ۱۳۹۱/۰۳/۰۹


څو په باغ كي لايــوگل دنوبهــــارشــــته

د بلبلو،د توتيــــــانوپرې چغــــــارشـــــته

 

نن دي غم له مـــانه ځان ساتي كه ښه كا

چي په سيــــــل کي د بهار راسره يـار شـــــته

 

چي له ياره ســـره مست،دگلو گښت كړم

محتـسب كه رانږدې شي پيـــزارشــــــته

 

شېخ ملا دي زما غــم په بهـار نه خوري

چي رباب اوسرندې غوندې غمخـوارشته

 

نه به زه د ميـــوجام كښېــږدم له لاســـــه

نه زما له پارسايي ســـــــره څــه كارشته

 

ما وخپلې پارسايـــــۍ ته رخصـت وركړ

په دا نورو پارســايـانو مي اوس ډار شته

 

ساقي ! بيا زما د شهـــــــــرخبــرواخله!

لا يوڅو په كوڅو پاتي پرهېــــزگار شته

 

گل ومل،سازوسرود،ساقي سـرې شونډې

لا به ډېر عالم رسوا كا چي دا چــــار شته

 

چي په هره پيــــــاله عقــــل له ما زدويـي

د ســـاقي منت راباندي په بار بار شـــــته

 

د گلونو په مـــــوســــم كي خوار هغه دى

چي يې نه پياله په لاس نه يې نــــگارشته

 

نن هغه شـاه جــــــــــهان د زمــــانې دى

چي دستــــــه يې د گلــونو په دســتار شته

 

چي نا اهل په غفــــلت وربــــاندې نه ځي

ځكه وصل دهرگل په څنــگ كي خارشته

 

نن خوشحاله ! د زړه داد دعشرت وركړه

دا څو ورځي غنيمت دي ، څو گلــزار شته



:: اړونده موضوع: علمي او تحليلي
ن :
ت : ۱۳۹۱/۰۳/۰۸

یو ورځي یو صحرا کي په ښکار وتی وم روان

یو گلاب مي ولاړ ولید، پړقیده ښایسته خندان

زه خفه یې خوا له لاړم ، ما وې اه زما په شان

ته هم گل یې بد نصیبه ورک د زلفو د جانان

نه د چا نیازبیني گوتي ، نرم مخ له به دي یوسي

نه به ښکل دي کړي سرې شونډي دیار سره نازک لبان

هغه غلی شان مسکی شو ، وې خان مه کوه خفگان

زه به دا صحرا ور نکړم ، د ایران په گلستان

دلته زه یو او یکتا یم ، هلته زر زما په شان

چار چاپیره سپېرې خاوري، زه یوازي یم روښان

دلته دې تور ریگستان کي زه د رنگ او نور لمبه یم

د ښایست چپه نغمه یم، کرشمه د لامکان

ستا په باغ کي په زرگونو دي گلاب زما په شان

یو بې نومه سور دریاب کي یو بې نوم څاڅکی روان

ته دي هم په خپل صحرا کي خفه مه شې زما وروره

آخر را به شي دیدن له دې څوک سوی غنی خان



:: اړونده موضوع: غزلزار
:: تړاو: غني غزل
ن :
ت : ۱۳۹۱/۰۳/۰۷
 
اعلان.

.:: کلیک ::.