|
|
کوچنی وم تازه مي باسیکل زده کړی و.د جمعې ورځ وه، بازار خالي و د خرقې شریفي خوا ته ولاړم.د خرقې شریفي د زیارت څخه یوه ډله طالبان راوتل، په مخ کې جګ صوفي سړی چي توربخن غټ ترخضي اریش کالي ئې اغوستي، جرمنی بوټ یې په پښو، توره د پاج لنګوټه ئې پر سر ریبکاټ صدرۍ ئې په تن وه، را روان و.زه په ډېر فاتحانه انداز له خپل باسیکل سره چي نوی مي بازار ته را ایستلی و، له دروازې څخه په لږ فاصله کي ولاړ وم.دوی را ورسېدل بېله دې چي څوک پر ما د باسیکل د ایسته کولو ږغ وکړي، راورسېدل. همدې لومړي تن زما سره داسي چلند وکړ، لکه ما چي لاره په حقه سره بنده کړې وي، په ډېري ارامۍ سره د باسیکل مخ ته تېر سو. خدای شاهد دئ، چي دده ددې چلند څخه ډېر خوشحاله سوم. په زړه کي مي وویل دا سړي لکه چي زما د نوي باسیکل د زده کړي او خوشحالۍ څخه خبر و. تلوسه مي سوه، چي دا سړی و پېژنم. یو نفر ته مي وویل: ملا صاحب دا سړی څوک و؟ په تلواري ږغ یې راته ویل: (لوی ملاصاحب!) د لوی ملاصاحب د نامه پېژندنه خدایږو راته سخته وه. کور ته راغلم دا کیسه مي د کورنۍ و نورو غړو ته وکړه. چا راته وویل هغه خو ملامحمد عمر اخوند و، د جمعې د لمانځه څخه وروسته ولایت ته تلئ. #خاطره
:: اړونده موضوع:
زما خبري
:: تړاو:
خاطره
|
|
|