اصلا کوچنى په هرڅه پوهېږي
يوه بډاى سړي غوښتل چي خپل زوى ته وښيي چي په نړۍ کي ډېر فقير او بې وزله خلک سته. نو يې زوى د ښاره څخه ليري يو کلي ته بوت،
تر څو د هغه سيمي غربت او مسکيني په وويني؛ روان سول.
په کلي د يو غريب سړي په کور کي مېلمانه سول، د څو شپو مېلمستيا وروسته کله چي د ښار پر خوا روان سول؛ سړي د خپل زوى څه وپوښتل: زويه زموږ دسفر په اړه څه فکر کوې؟
زوى يې ورته وويل پلار جانه ډېر ښه سفر وو!
زويه څه شي دي په دې سفر کي وليدل او زده کړل؟
زوى تر څه فکر کولو وروسته وويل:
بلي بابا، ما وليدل چي موږ په کور کي يو سپى لرو هغوى څلور سپي درلودل. موږ په کور کي يوه کوچنۍ داوبو فواره لرو، هغوى ډک د اوبو سيند درلود. موپه کور کي څو څراغونه او قنديلان لرو خو هغوى د ستورو ډک ځلېدونکى اسمان درلود. زموږ کور ډېر کوچنى او په څو لوړو ديوالونو محدود دئ، خو د هغوى باغ بيخي ډېر لوى او پراخ وو.
پلار يې د زوى له خبرو سخت متاثره او حيران سو.
زوى پلار ته دمنني په ډول وويل:
مننه باباجانه چي ماته دي دا را وښوول چي موږ څومره فقيران او هغوى څومره خانان دي!

#د_قانع_ژباړه



:: اړونده موضوع: زما ژباړي، هنري نثرونه
ن :
ت : ۱۳۹۵/۰۵/۰۶
 
اعلان.

.:: کلیک ::.